اوکراین: روسي ځواکونه پر ښوونځیو او روغتونونو بریدونه کوي

376

اوکراین: روسي ځواکونه پر ښوونځیو او روغتونونو بریدونه کوي.

د اوکراین د لومړي وزیر مرستیالې ویلي چې روسي ځواکونو په دغه هېواد کې په ښوونځیو، روغتونونو او وړکتونونو بریدونه کړي دي او تر اوسه پورې یې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده. اولها سټیفانیشینا ویلي چې د اوکراین پوځ له سخت مقاومت وروسته روسي ځواکونو د ملکي خلکو پر ضد عملیات پیل کړي دي او پر هیچا هم رحم نه کوي. نوموړې پر روسیې تور پورې کړی، چې د ښارونو په منځ کې پوځي تکتیکونه کاروي او په وینا یې له هوا او ځمکې د بریدونو له لارې یو ترهګریز پلان عملي کوي. هغې ویلي چې روسي پوځیانو پر کورونو، روغتونونو، وړکتونونو او ښوونځیو بریدونو ته مخه کړې ده او ملکي وګړي یې وژلي دي. نوموړې څرګنده کړې ده چې اوکرایني ځواکونو ګڼ روسي پوځیان او تجهیزات له منځه وړي دي خو دقیق شمېر یې نه دی یاد کړی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.