افغانستان د نړۍ غمجن او فنلنډ بیا تر ټولو خوښ هیواد ټاکل شوی

405

په نړۍ کې افغانستان د نړۍ غمجن او فنلنډ بیا تر ټولو خوښ هیواد ټاکل شوی

فنلنډ په پنځم پر له پسې کال د نړۍ نېکمرغه هېواد وټاکل شو. افغانستان بيا تر ټولو بدمرغه هېواد بلل شوی دی. تر افغانستان وروسته لبنان بیا تر ټولو غمجن هیواد بلل شوی دی.

Flash-Galerie Stimmung in Afghanistanد ملګرو ملتونو په ملاتړ د يوه کلني رپوټ په فهرست کې افغانستان او ورپسې لبنان د نړۍ تر ټولو بدمرغه یا غمجن هېوادونه بلل شوي دي. فنلنډ په دغه ليست کې په پنځم ځل تر ټولو نېکمرغه یا خوشحاله هېواد وبلل شو. دغه ليست د روسيې له خوا د اوکراين تر اشغال مخکې بشپړ شوی وو. بلغاريې، رومانيا او صربستان د ښه والي په لور تر ټولو ستر پرمختګونه کړي دي، په داسې حال کې چې د جمعې په ورځ د خپاره شوي ليست په حواله لبنان، وينزويلا او افغانستان تر ټولو ستر شاتګ کړی دی.

لبنان چې د اقتصادي کړکېچ سره مخامخ دی له ۱۴۶ هېوادونو څخه يې دويم وروستی ځای خپل کړی او له زيمبابوې پر لاندې مقام راغلی دی. جګړه ځپلی افغانستان چې تېر کال لا د ليست په وروستي ځای کې يې هم قرار درلود، سږ کال له لا ژور بشري ناورين سره مخامخ شوی چې کله طالبان تېر اګست کې د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې قدرت ته رسېدلي دي. د ليست يوه ليکونکي، يان ايمانويل دې نېوې، وويل چې »دغه [فهرست] سړي ته هغه مادي او غيرمادي ويجاړي په يادوي چې جګړه يې خپلو ډېرو قربانيانو ته اړوي.«

Glücksbericht | Finnland

فنلنډ ښکلی طبيعت او خپلو وګړو ته ډېر ښه ټولنيز خدمات لري

د نړۍ د خوشحالۍ فهرست اوس په لسم وار خپريږي چې د خلکو له خوا د نېکمرغۍ د ارزونې او د اقتصادي او ټولنيزو ارقامو په بنياد جوړيږي. د خوشحالۍ فهرست له صفر څخه تر لسو پورې نومرې لري چې د درو کلونو په ترڅ کې د راټولو شوو اوسط ارقامو په بنياد ورکول کيږي. د شمالي اروپا هېوادونه يو ځل بيا ډېر مخکښه دي، چې تر فنلنډ وروسته ډنمارک راځي، ورپسې آيسلنډ، سويس او هالنډ بیا یو په بل پسې خوشاله هیوادونه یاد شوي دي. د امريکا متحده آيالات درې ځايه مخکې شوي چې شپاړسم مقام يې نيولی او له بريتانيې څخه اوس يو ځای مخکې دي. فرانسه په شلم ځای کې قرار لري چې تر دې دمه يې تر ټولو لوړ مقام دی.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.