د خوشالخان خټک یو نستلژیک غزل

آصف بهاند

984

د خوشالخان خټک یو نستلژیک غزل

خوشال پوهنه

اشعار

 ۴۳

ابـــاســیــنــد وتــــــه نـــاره وکـــړه پـــه زوره

ولـــنـــډي تـــــه ویــــنــــا ووایـــه حــلــیــمـــه

گوندې وي چې بیا مې ستاسې جام نصیب شي

پــه گــنــگــا، جــمــنــا بــه نــه وو لــه قــدیمه

                                    (خوشال خټک)

سره له دې چې د خوشحال د کورنۍ او په خپله د خوشحال د عمر مهمه برخه د مغلي امپراتورۍ په چوپـړ کې تېره شوه، خو داسې هم وشول چې خوشحالخان خټک د همدې مغلي امپراتورۍ له لوري بندیوان او د هندوستان په لوري رهي کړای شو:

زمانې لـه ښو یـارانـو نه مهجور کړم

څـه بـلا یې مبتلا په ډېـر ضرور کړم

پـاړوگــان د پـېـښـور واړه نـا قص وو

دا یم هند لره روان یم که یې دور کړم

(د خوشال کلیات، د زاهد مشواڼي اوډنه، د ۲۰۰۵ کال چاپ، ۴۰۸ ام مخ)

خوشحالخان خټک په هندوستان کې د بند په موده کې د پاملرنې وړ اثار او اشعار لیکلي او پنځولي دي. یو غزل یې دلته تاسو درنو لوستونکو ته وړاندې کوم چې په هغه کې دی د هند له هر څه نلېـږي او د خپل وطن، کلي او کور اوبه، هوا، خپلوان، دوستان او لا سیندونه یادوي، ارمان پسې کوي او په سوزناک ډول یې نستالـژیکه یادونه کوي.

دا هم د خوشال بابا غزل:

کــه گـــذر پـــه خــیــرابـــاد وکــړې نـســیمه!

یـا دې گـشت وشـي د سرای د سـینـد پـه سیمه

پــه وار، وار زما ســلام ورتــه عــرضـه کړه

ورســره زمـــا لـــه لــوریــه څـــو تـســلــیـمه

ابـــاســیــنــد وتــــــه نـــاره وکـــړه پـــه زوره

ولـــنـــډي تـــــه ویــــنــــا ووایـــه حــلــیــمـــه

گوندې وي چې بیا مې ستاسې جام نصیب شي

پــه گــنــگــا، جــمــنــا بــه نــه وو لــه قــدیمه

کــه د هـنـد له هـوا زار کـړم، څو به زار کړم

د اوبــــــو بــــــــلا یــــې لا بــــــده عـظـیــمـه

کــه د نـهــر اوبــه څـښـې کــولــمـې پرېـباسي

هـم د هـېــڅ کــوڅــې اوبـــه نـه دي بې بـیـمـه

چـې سـړې اوبـه د سرای نه شـتـه په هـنـد کې

تــرې تــوبـــه، کــه واړه ډک دی لـــه نـعـیـمه

تـــل بـــه هـېـڅــوک نــا امـیـد په جهان نه وي

پـــه کــریــابــو کـــرم کــېــږي لـــه کــریــمـه

د ویــشــتــلــي وصــحت تـــــه امـــیـــد وشـي

د پــــرهــار یـې چــې کــمـی وشـي لـه زیـمـه

خــدایــه! زړه مـې پــه وصال د هغو ټول کړه

دا چــې اوس ورځــنــې لـــرې دی دوه نـیـمـه

عـــاقــلان بــه هــېــڅ انــکـــار ورباندې نه کا

هــر افــعــال چــې صــادر کـېــږي لـه حکیمه

هـــمــیشه بـــه پـــه هــنــد نـــه اوسې خوشاله!

عــاقــبــت بــه عــاصــي ووزي لــه جــحــیمه

(د خوشال کلیات، د زاهد مشواڼي اوډنه، د ۲۰۰۵ کال چاپ، ۱۵۶مخ)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.