د نوي کال په مناسبت د دعوت رسنیز مرکز پیغام

2,157

د نوي کال په مناسبت د دعوت رسنیز مرکز پیغام

نوی کال مو بختور

درنو او پتمنو هېوادوالو نوی کال مو مبارک او بختور شه!

راشئ که د یوې ورځې لپاره هم وي غم او درد ته شا کړو، داسې یو کال ته مخ کړو چې غمونه، نفرتونه، کینې او حسد مو له زړه وباسي. کېدای شي پسرلی هم د ارزښتمنتوب احساس وکړي او داسې به یو رنګین، مهربان او په نېک فال پسرلی پیل کړو.

هیله ده د کال بدلېدل په هېواد کې د شته بدبختیو د پای کال وي. نور د باروتو لوګی او د ټوپک د کرغیړن غږ پر ځای د مرغانو د اوازونو او د ګلونو د نندارو خوند واخیستل شي. ونې، بوټې او چمنونه زرغون شي، هر چېرې د طبیعت ښکلا او ځلا تر سترګو شي. سوله، امن او د ورورولۍ ژوند شي. هېواد او ولس مو له شته اقتصادي ناورین خلاص، په نس موړ او پر تن جامې ولري.

هیله ده ښځینه او نارینه پرته له جنسیتي توپیرونو د تعلیم په ګاڼه سمبال، د ښوونځي او پوهنتونو دروازې د تل لپاره خلاصې وي. علمي کادرونه مو په افغاني، اسلامي، انساني، ازاد فکر او روحیه وروزل شي.

د نوي کال په مناسبت له اوسنیو چارواکو په ټینګه غواړو چې حکومت هله حکومت وی چې د ولس زړونه د سرکار ملګري وي او تر هغه چې واکمن ولس په مینه خپل نه کړي ماته یې حتمي او حکومت یې د جبر او زور پرته بل څه نه دي. واکمن باید د وطن لوړي ګټې خوندي او د ولس او زمان برحقه غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي. دا وطن د هر افغان دی د هیچا او هیڅ ډلې شخصي ملکیت نه دی.

او په پای کې داسې یو پسرلی پیل او تجربه کړئ، چې کلونه کلونه مو په ذهن کې انځوروله.

پسرلی مو نېکمرغه!

هر روز تان نوروز!

د دعوت رسنیز مرکز

(ناروې)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.