د احصایې او معلوماتو ملي اداره: د ۱۴۰۱ کال د وګړو شمېر د اټکل له مخې ۳۴.۳ مـیليون تنه حساب شــوی دی

656

 دعوت میډیا ۲۴(چهار شنبه/۱۰ وری/۱۴۰۱): د احصایې او معلوماتو ملي ادارې رسنیو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې ویلي د ۱۴۰۱ کال د وګړو شمېر د اټکل له مخې ۳۴.۳ مـیليون تنه حساب شــوی دی چې له دې ډلې ۱۷.۵ مـیليون تنه (۵۱ سلنه) نارينه او ۱۶.۸ مـیليون تنه (۴۹ سلنه) ښځينه دي. د یادو وګړو له ډلې څخه ۲۴.۲ مـیليون تنه (۷۰.۶ سلنه) كليوالي، ۸.۶ مـیليون تنه (۲۵ سلنه) ښاري وګړي او ۱.۵ مـیليون تنه (۴.۴ سلنه) کوچي وګړي دي.

خبر پاڼې کې زیاته شوې چې ۴۵.۵ سلنه وګړي له ۱۵ کلونو کم عمره، ۴۹.۷ سلنه وګړي د کار عمر لرونکي او د ۲.۷ سلنه وګړو عمر بیا له ۶۴ لوړ دی.

د دې کلني راپور پر بنسټ په ۱۴۰۰ کال کې د هېواد د کورني ناخالص تولید ارزښت ۱۲۳۳ میلیارده افغانۍ او کورنی ناخالص سړي سر تولید ۳۶۷۲۵ افغانيو ته رسېږي. د کرنې، صنعت او خدمتونو سکټورونه په ترتیب سره په کورني ناخالص تولید کې ۳۳.۴۸، ۱۵.۵۹ او ۴۶.۵۱ سلنه ونډه لرلې ده.

په ۱۴۰۰ کال کې د لګښتي توکو شاخص دا ښیي چې د پړسوب کچه په افغانستان کې ۵.۱ سلنه وه، چې د تېر کال په پرتله ټیټوالی ښيي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.