د دماغ تیزولو لپاره پنځه اسانه لارې چارې

ارمان خان امیري

917

د ورځې په اوږدو کې انسان ډیر داسې کارونه ترسره کوي چې د دماغو ستومانتیا لامل کیږي، ددې پایله دا وي چې انسان نشي کولای په سمه توګه ورځني کارونه سر ته ورسوي.

د «Tonic» په نوم مجلې د طبي پوهانو په وینا پنځه داسې اسانه لارې ښودلي چې انسان کولای شي په مرسته یې خپله دماغ چټک کړي، دغه لارې چارې په لاندې ډول دي:

قیلوله

د ورځې په اوږدو کې خوب کول (قیلوله) د انسان پر دماغي وړتیا او کار سر ته رسونه مثبت اغیز کوي،  خو د نفسیاتو ډاکټر مایکل بریوز وایي چې د ورځې تر «۲۵» دقیقو قیلوله کول د پوهې او ښوونې وړتیا ښه کولو لپاره بسیا کوي، څیړنو ښودلې چې د غرمې مهال خوب راتلل هم د دماغو ستومانتیا له کبله کیږي ددې لپاره دغه مهال د بل هر څيز څخه خوب اړین دی.

کافي څښل

کافي څښل د تمرکز او د حافظې ښه کولو وړتیا زیاتوي، څيړنې ښيي د ورځې په اوږدو کې یوه پیاله کافي څښل د انسان د خبرو پرمهال په الفاظو او کلمو غوره کولو کې مرسته کوي، تاسې به لیدلي وي ځینې مهال مو خبره په زړه کې وي خو په خوله ویل درته ستونزمن شي، د ورځې يوه پیاله کافي څښل مو دغه ستونزه له منځه وړي او په چټک ډول مو اړین الفاظ خولې ته راځي.

جنسي اړیکې

پوهان وایي چې په جنسي اړیکې نېولو سره د دماغو د وینې جریان غوره کیږي، او دا د دماغو د ادراک او پوهې ماده ښه کوي، همدا ډول حافظه تیزوي او د فکر کولو او چټک مفهوم اخیستلو ماده غوره کوي.

شراب یا الکول پریښودل

ټولې علمي ترسره شوې څيړنې په یوه خوله دي چې د الکولو یا شرابو څښل د پوهې او ادراک ماده له خطر سره مخ کوي، له همدې لامله ویل کیږي چې په سمه توګه د الکولو یا شرابو څخه ځان ساتل د دماغي وړتیا لپاره خورا ګټور دي.

د بریښنایي وسایلو استعمال څخه ځان ساتل

د بریښنایي وسایلو (مبایل، کمپیوتر، لیپټاپ او داسې نور) استعمال د دماغي کارکردګۍ د سستولو لامل کیږي او د معلوماتو ساتنې وړتیا له منځه وړي، ډاکټران سپارښتنه کوي چې پر دې وسایلو د معلوماتو د یاد ساتلو باور نه دی په کار او یوازې د اړتیا په صورت کې دې کار ترې واخیستل شي.

سربېره پر دې د یو شمېر څیړنو له مخې د ورځې په اوږدو کې یوه شېبه ورزش کول، چټک قدمونه اخیستل او یا اوږد مزل کول د انسان دماغي وړتیا غوره کوي او د حافظې او ادراک ماده چټکوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.