د وینې د ګروپ اختلال او ماشوم ته زیانونه

ارمان خان امیري

1,166

د واده په موضوع کي د وينې د ګروپونو څخه مهم د ار ایچ (Rh)فکتور دئ، کله چې د ښځينه د وينې ګروپ منفى ار ايچ (-Rh) وي او د نارينه د ويني ګروپ مثبت ار  ايچ (+Rh) وي واده کول يې د ماشوم لپاره زيات خطرناكه وي، کله چي يو منفي ار ایچ (Rh) ګروپ لرونکې ښځينه د مثبت (Rh) ګروپ نارینه سره واده وکړي؛ نو د دوئ راتلونکي زېږېدونکي ماشوم تعقيبول مهم او اړين دي او د ماشوم لپاره دوه حالته امکان لري،

اول حالت:

که چيري د مور په نس کي د ماشوم د ويني ګروپ د مور د ویني د ګروپ سره يو ډول راووځى، د ماشوم راتلونکئ ژوند ته خطر نسته ښځه د يو  عادي حاملې ښځي په ډول حامله توب ته ادامه ورکولاى سي، ماشوم ته کوم خطر نسته.

دوهم حالت:

که چیري د مور په نس کي د ماشوم د ويني ګروپ د مور د ویني د ګروپ سره ضد راووځي؛ يعني د ماشوم د وينى ګروپ مثبت ار ايچ (+Rh) ثابت شي، په دې وخت کي د ماشوم ژوند ته خطر شته، بايد تر جدي تعقيب لاندى ونيول سي.

د دوهم حالت څه ناڅه تشرېح:

کله چي د مور د ويني ګروپ منفي ار ایچ (-Rh) وي او د ماشوم د ويني ګروپ مثبت ار ایچ  (+Rh) وي د مور د وجود دفاعي سيستم د ماشوم د ويني د حجرو  په وړاندي انټي باډي تولیدوي، تولید سوې انټي باډي د ماشوم په وینه ورګډيږي، د ماشوم د ویني حجرې تر حملې لاندي راولي او وينه يې د منځه وړي، د ويني د منځه وړلو سره په ماشوم کي د ويني د کمښت ( کم خونۍ)، ژړي، د اعصابو تخريب، د زړه خرابوالئ او پاړسوب او د مرګ خطرونه منځته راوړي.

لومړنۍ حللاره يې!

کله چي مثبت ار ايچ (+Rh) نارينه او منفي ار ايچ (-Rh)  ښځينه ګروپونه واده وکړي؛ څه بايد وکړي؟

د حملدارۍ په اته ويشتمه (28) اوونۍ کي دي  د کومبز (coombs test) په نامه ټيسټ دئ؛ بايد وکړي، ددې ټيسټ په واسطه موږ کولاى سو، چي معلومه کړو چي مور د ماشوم په وړاندي  انټي باډي توليد کړې ده  که يا؟

يعنې I_g_G Titers ګورو په وينه کى چى لوړ دى او کنه ! که چيرې لوړ وو نو بايد مور ته په 12 اونۍ په او 28 اونۍ کى او د ولادت په وخت   ورکول کيږيInj Rhogam.  g

 که چيري په اته ويشتمه (28) اوونۍ کي مور د ماشوم په وړاندي انټي باډي نه وي توليد کړې، دا په دې معنى ده چي د مور دفاعي سيستم تر اوسه د ماشوم د ويني حجرې تر حملې لاندي نه دي راويستلي، په دې وخت کي ماشوم مور ته يوه پېچکارۍ چي روګام په نامه یادیږي؛ و لګول کيږي، چي لاندي يې مکمل نوم ليکلئ دئ

(RhoGAM, or Rho (D) Immune Globulin

ددې روګام پېچکارۍ وظيفه داده، چي د مور دفاعي سيستم تر فشار لاندي راولي او مړ او يا خاموش يې ساتي او مخنيوى يې کوي چي نور د ماشوم حجرې تر حملې لاندي را نسي، چي تقريباً نهه نوى سلنه (%99)  دا پېچکارۍ کاميابه دي.

او که چيري ذکر سوي ټېسټ مثبت راووځي، دا په دې معنى ده، چي د مور دفاعي سيسټم د ماشوم د ويني حجرې په مقابل کي عکس العمل ښودلئ دئ، ماشوم د ويني حجرې يې هم تر حملې لاندي نيولي او د حجرو په د منځه وړلو يې شروع کړې ده، په دې وخت کي د پېچکاري لګول و مور ته هم هیڅ ګټه نلري.

 دوهمه حللاره يې!

کله چي د کومبز ټېسټ (coombs test) مثبت وي، په دې وخت بايد د مور په نس کي د ماشوم تعقيب وسي، چي د مور د دفاعي سيسټم لخوا و ماشوم ته څونده تاوان (ضرر) رسېدلئ دئ، اول يې د ماشوم د ويني اندازه کتل کيږي، چي څونده وينه يې ور ضايع کړې ده، ځيني وختونه ددې  ضرورت پيدا کيږي، چي ماشوم ته د مور په نس کي باید وينه ورکول سي؛ ځکه چي وينه يې ور ضايع کړې وي او  د سختي کم خونى سره مخ وى.

د ويني د اندازې د معلومولو وروسته د ژېړي اندازه، د زړه غيري عادي حالت او داسى نورو شيانو څېړلو ته يې ضرورت دئ، چي بايد وڅېړل سي، بعضي وخت د ژړي اندازه يې ډېره لوړه وي، چي ماشوم ته خطر پيدا کوي؛ ځکه کله چي د ژړي اندازه لوړه سي، اعصابو ته ځي هلته جمعه کيږي د کيرنکترس (kernicterus) ناروغي منځته راوړي.

په افغانستان کي ډېر خلګ د ويني د ګروپ په معني نه پوهيږي بعضي چي بيا په پوهيږي، تر واده مخکي د ويني ګروپ کتل او معلومول ورته تعجب او د حيرانتيا  خبره معلوميږي، لږ تر لږه  خو دي دونده  وکړي، چي کله يې واده وکړ؛ تر واده وروسته دي د ويني ګروپ وګوري، د راتلونکي خطراتو څخه به خلاص يې او که يې د ويني ګروپونو کي ستونزه وي، د خطر څخه به خبر وي او لازم تدابير به ورته ونيسي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.