موږ چیرته روان یو؟

ژباړه: فضل الرحمان مارشال

572

موږ چیرته روان يوو؟

 په فیسبوک کې ولیکي پښتانه ځانمرګي دي، تاجک لنډه غر دي، هزاره غدار دي، ازبک احمق دي، ترکمن …

 بله ورځ چې پوهنتون ته ځي، د پوهنتون استاد چې پښتون دی، ورته لکچر ورکوي تر څو جناب پوه شي او خپل وطن جوړ کړي.

 کله چې له پوهنتون څخه کور ته راځي، د تونس موټر چلوونکی تاجک دی، ترکوره يې رسوي.

 خور يې ورته وايي چې نن له بازار څخه راتلم يو غل راغی او غوښتل يې چې بکس مې غلا کړي، خو يو هزاره پوليس  د غلو مخه ونيوله او هغه يې وژغورله.

 پنځه دقیقې وروسته يې مور  دهغې خپل ورور له وړکتون څخه کور ته راوړي، او ورور یې په خوښۍ سره کورنۍ ته ورغی غواړي چې ټولو ته هغه جایزه وښيي چې د هغه ازبک ښوونکي په وړکتون کې ورته ورکړي.

 نیم ساعت وروسته، پلار یې په جومات کې د ترکمن ملا په مشرۍ د جماعت لمونځ ادا کوي.

 یو ساعت وروسته، مور یې هلک ته پیسې ورکوي چې لاړ شي او سوډا راوړي.  هلک هم ځي او دخپلې منطقې له ډوډۍ پخونکې څخه چه ازبک کاکا او ښه سړى ده  ډوډۍ راوړي.

 د شپې په نیمایي کې، د مور فشار لوړیږي او ټول وارخطا کيڔې  هلک خپل ځان له لاسه نه ورکوي ځکه چې هغه ډیر هوښیار دی او خپل تاجک ګاونډي ته چې یو ډاکټر دی، په بیړه ورځي.  ډاکټر يې مور له مرګه ژغوري او ټوله کورنۍ موسکا کوي او شکرونه کاڔي.

 موږ چیرته روان يوو؟

 ایا تاسو فکر کوئ چې موږ کولی شو له یو بل پرته هر ځای ته ورسیږو؟

  اوس چې ته پوهنتون ته رسېدلې يې او لوستى يې او دا متن  لولې، داد  هزاره، تاجک، پښتون او ازبکو  استادانو د هڅو په برکت… دا ستا مکتب وو چې تاسو ته يې ليکل او لوستل زده کړل. نن د همدې غرور له آمله په فيسبوک کې دهغه هويت او قوم ته سپکاوی کوې؟!

 ته او زه یو له بل سره تړلي یو، نه ته له ما پرته افغانستان جوړولای شې او نه زه له تا پرته!  یا خو باید سره یو شو او خپل وطن جنت جوړ کړو او یا ټول په ګډه د تل لپاره په یوه دوزخ کې وسوځو.

ژباړه: فضل الرحمان مارشال

له مارشال صاحب څخه مننه چې دا متن یې له دري څخه ژباړلی هیله ده یو څوک یې ازبکي او هزاره ګي ته هم وژباړي۔ مارشاله ! بلا دې په دې دوو وروستیو قلابي مارشالانو وګرځه۔

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.