د څښاک د اوبو پر کیفیت د اقلیمي تغیراتو اغیزې

544

د یوې نوې څیړنې پایلې ښيې چې په ساختماني چارو کې د اقلیمي ملاحظاتو په پام کې نه نیول او د ځمکې لاندې اوبو سطحه کې تغیر کولی شي د څښاک د اوبو پر کیفیت اغیز وکړي. د دې څیړنې هدف له یوه سم حکومتي سیاست سره مرسته کول دي.

Bildergalerie gefährliche Getränke

د «هنډلز بلټ» ورځپاڼې او د «ویګا» په نوم د ساختماني موادو آلماني- امریکایي شرکت د څښاک پر اوبو باندې د اقلیمي تغیراتو د اغیزو په اړه یوه څیړنه کړې ده. د دې نوې څیړنې له مخې په ساختمان کې اقلیمي اهداف کولی شي د څښاک د اوبو کیفیت اغیزمن کړي.

آلمان ځانته یو ډیر لوړ هدف ټاکلی دی او پریکړه یي کړې ده چې تر ۲۰۴۵م کاله پورې باید په دغه هیواد کې ودانۍ د آب و هوا یا اقلیم له نظره «کاربن خنثی» شي.

د هنډلز بلټ ورځپاڼې پورې اړونده څیړنیزه موسسه د څښاک له ویګا شرکت سره په ګډه پر اوبو د اقلیمي بدلونو د اغیزو په اړه د خپلو تحقیقاتو په ترڅ کې دې نتیجې ته رسیدلې دي، چې د ودانیو په جوړونه کې له انرژۍ څخه د ګټې اخیستنې د اهدافو او په لوړ کیفیت د څښاک د اوبو تامینولو ترمنځ یو تضاد شتون لري.

د لوړ کیفیت اوبو ته د لاسرسي له پاره د ودانیو د تودوخې تنظیمونکی سیستم باید حد اقل ۵۵ درجې اوسي، په بل صورت کې د باکتریایي ککړتیا په ځانګړي توګه پر«لژیونلا» د ککړیدو خطر شتون لري.

لژیونلا بکتریا معمولاً د اوبو رسونې په سیستمونو، د اوبو په سرچینو او د ودانیو د مرکزي سړونې په سیستمونو یا ایرکنډیشنونو او د اوبو په کولرونو کې ژوند کوي او د اوبو د وړو ذروي څاڅکو په غورځیدو سره په هوا کې خپریږي.

دغه څیړنه سپارښتنه کوي چې د ودانیو په جوړونه کې د اقلیم یا په اصطلاح د تودوخې درجې د کنترولو اهداف نباید د تودوخې د محدودیت سبب شي، بلکې پر ځای یي باید له اقلیمي شرایطو سره له برابرې ټکنالوژۍ څخه ګټه واخیستل شي.

د دغې څیړنې علمي مشر برت روروپ، وایي چې د خپلې روغتیا او په راتلونکي کې د لوړ کیفیت څښاک اوبو د تامینولو ډاډ ترلاسه کولو له پاره، باید د څښاک اوبو د حفاظت له پاره نوي قوانین وضع شي.

په نوې څیړنه کې همدارنګه خبرداری ورکړل شوی دی چې د درملو کیمیاوي پاتې شونې، د روغتیایي او سینګار محصولاتو، د صفایۍ له پاره کاریدونکي او آفت وژونکي مواد د څښاک د اوبو په کیفیت ډیر تأثیر کوي.

د نایتریت لوړ غلظت، چې ډیری وختونه د اروپایي اتحادیې له خوا له ټاکل شوي اندازې څخه تجاوز کوي، یو له هغو آفتونو څخه دی چې د څښاک د اوبو کیفیت یې اغیزمن کړی دی. نایتریت اکثره وختونه د زراعتي ځمکو د کود یا سرې په توګه تر کاریدنې وروسته د ځمکې لاندې اوبو ته رسیږي او هغه ککړوي.

په دغې نوې څیړنه کې ویل شوي دي چې سیمه ایز اقلیمي شرایط کولی شي د ځمکې لاندې اوبو په زیاتوالي او یا هم کمښت کې مهم رول ولوبوي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.