طالبانو اماراتو ته د حامد کرزي د سفر مخه نیولې او له کابل هوایي ډګر یې راګرځولی

686

“طالبانو اماراتو ته د حامد کرزي د سفر مخه نیولې او له کابل هوایي ډګر یې راګرځولی.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نژدې سرچینو بي بي سي ته ویلي، طالب چارواکو نوموړي ته متحده عرب اماراتو ته د سفر اجازه نه ده ورکړې او د شنبې ماښام یې له کابل هوایي ډګره راګرځولی.
سرچینې وایي، ښاغلي کرزي غوښتل چې د متحدو عرب اماراتو ولسمشر او د ابوظبۍ امیر شیخ خلیفه بن زاید بن سلطان آل نهیان فاتحه کې د ګډون او غمشريکۍ لپاره امارتو ته ولاړ شي.
طالبانو لا په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو په تېر کې یې هغه رپوټونه رد کړي چې ګواکې پر پخوانیو چارواکو دې د سفر کوم بندیز لګېدلی وي.
پر افغانستان د طالبانو بیا واکمنېدو راهیسې حامد کرزی، ډاکټر عبدالله عبدالله او فضل هادي مسلمیار هغه څو سیاسي مشران وو چې په افغانستان کې پاتې شوي وو.

سرچینو بي بي سي ته ویلي، متحد عرب اماراتو ته د پخواني ولسمشر کرزي د سفر ټول تدابیر نیول شوي وو او تمه کېده د شنبې پر ورځ دا سفر ترسره شي، خو طالب چارواکو یې مخه نیولې ده.
حامد کرزي ته یوې بلې نږدې سرچینې هم بي بي سي ته ویلي، طالب چارواکو ورته ویلي چې د حامد کرزي د سفر موضوع یې له خپل رئیس الوزرا مولوي محمد حسن اخوند سره شریکه کړې ده، خو لا په دې اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.
خو د سرچینې په وینا، د اصولو له مخي د دغه ډول سفرونو لپاره یوازې د بهرنیو چارو وزارت ته خبر ورکول کیږي او د اجازې اړتیا نه وي.
د طالبانو له واکمنېدو راهیسې داسې ناتائید شوي رپوټونه وو چې ګواکې د پخواني ولسمشر حامد کررزي په ګډون ځینې چارواکي په کورونو کې نظر بند دي.
په دې ډله کې د ملي پخلاینې د عالي شورا د پخواني مشر ډاکټر عبدالله عبداله یادونه هم کېدله. خو نوموړی وتوانېد چې د کوچني اختر ورځو کې د خپلې کورنۍ لیدو لپاره هند ته ولاړ شي.
ښاغلی عبدالله لا هم په هند کې دی او څو ورځې وړاندې یې د طالبانو پر تګلارو او سیاستونو نیوکې هم وکړې او د پنجشېر او بغلان جګړو کې د ولسي خلکو د وژل کېدو په اړه یې د پلټنو غوښتنه وکړه.
له ښاغلي عبدالله وړاندې د افغانستان د مشرانو جرګې پخوانی مشر فضل هادي مسلمیار هم توانېدلی و چې اماراتو ته سفر وکړي، خو نوموړی اوس بېرته کابل ته ستون شوی دی.
طالبان رسماً دا نه مني چې کوم پخوانی سیاسي مشر دې افغانستان کې دننه نظر بند وي. دوی تل افغانستان کې د حامد کرزي او ځینو نورو سیاستوالو پاتېدو کېدو ته به اشارې وایي، له هېچا غچ نه اخلي او ټول وګړي او پخواني چارواکي کولی شي چې هېواد ته ور ستانه شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.