کاري مرکه کې د معاش موضوع

عبدالوافي نایبزی

725

کاري مرکه يا Job Interview کې که د معاش موضوع

په عمومي ډول زه له ځينو ملگریو او همکارانو اورم، چې په انټروېو کې ورته ننگوونکې پوښتنه د «معاش» په اړه وه؛ یو ټکي ته مو باید پام وي، چې د معاش پوښتنه ستاسې د دندې په کاري مرکه کې کومه نومره یا Points/Scores نه‌لري، خو مهموالی يې هم‌دومره دی، چې تاسې کولای شئ، په یوه خوندوره اداره کې یو ښه پوزېشن د تل له‌پاره له لاسه ورکړئ او یا هم دې موضوع ته په سم ځواب ورکولو سره وگمارل شئ.

ځینې ادارې د «معاش» په برخه کې له وړاندې یو ټاکل شوی رقم تاسې ته ښايي، چې دغومره یې معاش دی، ځینو خو حتا د اعلان پر مهال د معاش اندازه لیکلي وي، خو ځینې اداره البته د نړیوالو ادارو په شمول د معاش له‌پاره یو اندازه یا Range/Tier لري، چې له تاسې څخه يې پوښتي، چې ځوانه/پېغلې د دې دندې له‌پاره ستا د معاش تمه یا Salary Expectation څومره دی یانې څومره معاش غواړې؟!

ښه، که تاسې کم ووایاست، خو هغوی به اوکی درکړي، کارونه به مو مخکې لاړ شي، خو که خدای‌مه‌کړه، له هغه ټاکل‌شوې اندازې ډېر ووایاست، نو ډېر امکان لري، چې تاسې د دې دندې له‌پاره ونه‌گمارل شئ، د معاش په اړه که هر کله وپوښتل شوئ، نو لاندې ټکو ته پام وکړئ:

لومړی، که دنده ته ډېر ضرورت لری او په هره اندازه معاش راضي یاست او یا هم کومې ادارې کې چې درڅخه ازموینه اخیستل کېږي، ستاسې د خوښې اداره ده، نو لنډ ویلای شئ، چې څومره ستاسې د معاشاتو پالېسي وي او تاسې چې دې دندې له‌پاره هر څومره ټاکلي وي، زه پرې ځکه راضي یم، چې دا زما د خوښې اداره ده او زه نه غواړم چې داسې اداره کې دنده د لږ یا ډېر معاش پر سر له لاسه ورکړم.

دوییم، احیاناً که تاسې په‌خپله وروستۍ دنده کې څومره معاش اخیسته او نه‌غواړئ چې له هغې اوس کم معاش ولرئ، نو بیا وار له مخه د تېرې دندې قرارداد، چې معاش په‌کې ذکر شوی اوسي، یوه کاپي له ځانه سره ولرئ، او مرکه‌کوونکیو سره کولای شئ، چې د تېرې دندې قرارداد شریک کړئ، چې په تېره دنده کې مې دومره اخیسته، که همدومره اوسي یا له‌دې ډېر، نو زه راضي یم. (بیا یې هم وایم، دا په هغه صورت کې ستاسې ټينگار پر معاش وي، او د ادارې کیسه کې نه‌یاست).

درېیم، تاسې په ساده ډول سره کولای شئ، چې بېرته د مرکه‌کوونکیو د معاش د پوښتنې په بدل کې پوښتنه وکړئ، چې مهرباني وکړئ، راته ووایاست، چې تاسې دې بست له‌پاره څومره معاش په پام کې نېولی دی، یا د دې بست د معاش هغه تر ټوله لږه او تر ټوله ډېر اندازه (حدا اصغر او حداکثر اندازه) راته ووایاست؛ بیا به زه وکولای شم، چې خپله د معاش خبره درته وکړم.

څلورم، په ځینې استثنايي حالتونو کې کله که گورئ، چې پينل له تاسې څخه ډېر اغېزمن شوی‌دی، او تاسې ته مالومېږي، چې دوی نه غواړي تا له لاسه ورکړي، نو بیا کولای شې، چې د ادارې د معاش هغه ټاکلې اندازه هېڅ په پام کې ونه‌نیسې او سپینه ووایاست، چې زما د معاش تمه له‌دې بست دغومره ده او له‌دې کم زما له‌پاره واره نه‌کوي، خو البته دا خورا کمو حالتونو کې پېښېږي.

پنځم، ځینې ادارې تاسې ته د معاش «مشروطه افر» درکوي، مشروطه افر په‌دې مانا چې د دندې په لومړیو درېو/شپږو/اول کال کې به مو معاش دومره، خو که زموږ پروژې ته ښه تمویل پیدا شو، یا هم ستاسې کاري لاسته‌راړونې ډېرې وې، یا هم د کار کوم هدف چې درته موږ ټاکو، هغه مو پوره کړ، نو ستاسې معاش به بیا په دومره سلنې سره لوړېږی، زیاتره خصوصي شرکتونو یا سوداگریزو ادارو کې دا کیسه وي؛ په‌دې صورت کې کولای شئ، چې له وړاندې د ادارې شالید، د کارمندانو سره رویه، د کارمندانو وظیفوی خوندیتوب او موده… نور فکټورنه مطالعه کړئ او مخکې لاړ شئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.