کورونا او لنډۍ

آصف بهاند

539

«کورونا» نا روغي، د لنډیو په غېـږ کې

 دوه پنځوسمه برخه

 

بې احتیاطي دې وکړه یاره

په کورونا چې شوې اخته ژړا راځینه

 

په کورونا کې وچ ملنگ شوم

کچکول په غاړه د دیدن کوم سوالونه

 

د کورونا نوم چې وانخلې

ماسک چې رایاد کړم سا مې تنگه، تنگه شینه

 

د لنډیو د دې برخې له پاره مې دا کورونايي لنډۍ برابرې کړې دي:

خدای دې د مور قبر دوزخ کړه

چې کـورونـا یـې ولې مـا نـه خـبـرویـنه

کورونا څملولې یاره

ما خو لاپرېـږده جنکۍ دې یادوینه

چې کورونا باندې رنځور شي

دردونه ډېر شي، پرې غالب شي افتونه

چې کورونا ورته میلمه شي

هوښیار سړی به ډېر ژر ځان ترې خلاصوینه

بې احتیاطي دې وکړه یاره

په کورونا چې شوې اخته ژړا راځینه

د کورونا سزا درنه ده

ته به دردمن یې، خلک لارې چپوینه

په کورونا چې څوک رنځور شي

دا یې قصور شي رنگ یې ځای ته نه راځینه

اوس زمانه سرچپه شوې

په کورونا کې تگ راتگ نه خوښوینه

د کورونا رنځور وم خدایه

پوښتنه نه وه، ځینو بېل کړل گودرونه

راشه چې مینه درله درکړم

کورونا راغله بیا به وکړې ارمانونه

راشه چې زړونه سره ورکړو

که کورونا شي، بیا به نه وي دیدنونه

په کورونا کې وچ ملنگ شوم

کچکول په غاړه د دیدن کوم سوالونه

اوس گڼه گوڼه لوی غضب دی

په هر یو پل کې کورونا حملې کوینه

بیا مې توبه ده ښار ته نه ځم

د ښار په هر ځای کورونا وهي موجونه

د کورونا نوم چې وانخلې

ماسک چې رایاد کړم سا مې تنگه، تنگه شینه

د کورونا هره څپه کې

چې هر خوا گورې تیمبوزکې وي میینه

چې څنگ زما د ځوانۍ وخت شو

کورونا راغله په هرڅه دي بندیزونه

زما لاس تورو سپو څټلی

کورونا راغله هرڅه گډوډ پراته دینه

کورونا راغله بندیز عام شو

په تش دیده پسې دې زړه کبابومه

د کورنۍ بندیز خو پرېـږده

د کورونا بندیز مې زړه کبابوینه

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.