کورونا او لنډۍ

آصف بهاند

604

«کورونا» نا روغي، د لنډیو په غېـږ کې

 څلورپنځوسمه برخه

مینه دې پټه ساته زړه کې

دلته رانشې کرونا دې ډوبوینه

 

کورونا نه ده سمدم اور دی

میین زړکی مې په لمبو کې سوځوینه

 

چې کورونا شوه ته هم لاړې

زه دې دردونو ته یوازې پرېښودمه

د کورونايي لنډیو د دې برخې له پاره بیا هم څو نوې داسې لنډۍ چې د کورونا او د دې ناروغۍ د ستونزو په باب خبرې او د زړه خوالې په کې راغلې دي:

کورونا زړه راته چولی

پر زړه مې دغسې پولۍ ولاړې دینه

 

په کورونا باندې اخته شوم

ناروغ لالی دې په دا نن سبا کې مرینه

 

د کورونا په غمو بار یم

بېځواکه څنگه د وعدې ځای ته درشمه

 

له کورونا نه دې ځان خلاص کړ

زه بد قسمته هره ورځ ځان پر لړمه

 

په تـور تـوپک ويشتـلی راسې

د کورونا احـوال دې مـه راځـه ميـنـه

 

په کورونا مې نه لورېـږې

دومره خفه شې لکه زه چې څومره يمه

 

مینه دې پټه ساته زړه کې

دلته رانشې کرونا دې ډوبوینه

 

کورونا داسې لیونی کړم

کتاب مې واخیست په درسو نه پوهېدمه

 

د خدای دربار کې دوعا وکړه

چې کورونا باندې اخته نه شوم میینه

 

کورونا تست پایله منفي وه

پرته له ډاره به د زړه خواله کوونه

 

چې کورونا کړمه رایاده

د مینې بڼ باندې مې راشي سیلاونه

 

بیا مازدیگر وخت د دیدن شو

د کورونا په وجه بند دي دیدنونه

 

کورونا نه ده سمدم اور دی

میین زړکی مې په لمبو کې سوځوینه

 

که کورونا شوله برلاسې

هر څه پاتېـږي ارمانجن به گور ته ځمه

 

که کورونا دریاب کې ډوب شې

بیا د خلاصون له پاره هېڅوک نه درځینه

 

چې کورونا شوه ته هم لاړې

زه دې دردونو ته یوازې پرېښودمه

 

ما کورونا نه پېژندله

د تا دیدن ته چې درتلم پرې واوښتمه

 

تا خپله ویلې کورونا یم

چې درنغلم اوس گیلې کوې میینه

 

کورونا دومره کړم بېځواکه

نور څه کړای نه شمه بس نوم دې یادومه

 

کورونا داسې درس راکړی

له هر مجلس بنډار به واخلمه لاسونه

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.