په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان زرګونه وسله وال فعال دي

423

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان زرګونه وسله وال فعال دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي، په افغانستان کې دا مهال تر ټولو لویه بهرنۍ ترهګره ډله د تحریک طالبان پاکستان وسله وال دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي، د پاکستاني طالبانو وسله وال لا هم د خپلواکې ډلې په توګه فعالیت کوي او له افغان طالبانو سره د یوځای کېدو په پار له هېڅ ډول فشار سره نه دي مخامخ.

امنیت شورا د مې په ۲۶مه په خپل اووه ویشت مخیز راپور کې اټکل کړی، چې د ټي ټي پي له درېیو تر څلور زرو پورې وسله وال د افغانستان او پاکستان د ګډې پولې شاوخوا فعالیت کوي.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا دا خبره نه مني.

د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد مونږ ته وویل: “د پاکستاني طالبانو هېڅ کس په افغانستان کې نه شته، مونږ دا ژمنه هم کړې چې د افغانستان له خاورې به هېڅ یوه هېواد ته ګواښ پېښ نه شي. د دې لپاره چې مونږ سیمه کې د سولې غوښتونکي یو، نو څو ځله مو د پاکستاني طالبانو او د هغوی د حکومت د خبرو منځګړیتوب کړی دی.”

د پاکستاني طالبانو د تحریک مشري دا مهال د مفتي نورولي محسود پر غاړه ده.

محسود څه موده وړاندې د والسټریت ژورنال ورځپاڼې د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، د پاکستاني طالبانو تحریک د افغانستان د طالبانو له هېڅ ډول مقاومت یا مخالفت سره نه دی مخامخ.

د پاکستاني طالبانو تحریک له پخوانیو جلاشویو ۱۷ ډلو نه جوړ دی چې د امنیت شورا په وینا دغه جلا شوې ډلې د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کال ترمنځ موده کې سره یوځای شوې.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو وروسته پاکستاني طالبانو په پاکستان کې خپل بریدونه ډېر کړي او دغې ډلې په تېره مارچ میاشت کې پسرلني عملیات هم اعلان کړل.

د پاکستان حکومت هم د اپرېل په ۱۷مه په یوه رسمي اعلامیه کې د افغانستان له طالبانو وغوښتل چې د ټي ټي پي پر ضد جدي اقدامات وکړي او ادعا یې وکړه چې پاکستاني طالبان د افغانستان له خاورې پر پاکستان خونړۍ حملې ترسره کوي.

د طالبانو حکومت دوه اوونۍ وړاندې وویل چې کابل کې د تحریک طالبان پاکستان او پاکستاني حکومت ترمنځ د خبرو کوربه توب کوي، هغه خبرې چې لنډمهاله اوربند په کې لاسلیک شو.

د راپورونو له مخې په افغانستان کې لا هم د پاکستاني طالبانو د تحریک او پاکستاني چاروکو ترمنځ خبرې روانې دي او وروستي پړاو ته نږدې شوي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.