د افغانستان ارزي شتمني او خارجي بانکونو کې یې ساتل

عبدالوافي نایبزی

487

د افغانستان ارزي شتمني ولې خارجي بانکونو کې ساتل کېږي؟!

یو ملگري وپوښتلم، چې د افغانستان کابو نهه مېلیارده (نهه زره مېلیون) ډالر ولې د ۲۰۲۱ز، اگست ۱۵مې څخه وروسته د امریکا له لوري کنگل شوي‌دي؟ څه اړتیا يې وه، چې دومره ډېرې پيسې دې هلته وساتل شي؟

**********

ما ویل راځئ، ځواب به یې له تاسې سره هم شریک کړم

لومړی، دا نهه مېلیارده ډالر د افغانۍ کرنسۍ پشتوانه یا ارزي زېرمه ده، چې په انگلیسي کې ورته Foreign Exchange Reserve وايي، دا ارزي زېرمې یوازې او یوازې د پيسو په بڼه نه‌وي، بلکې ځینې نور ارزښت لرونکي کاغدونه لکه بانډونه او Treasury Bills هم په‌کې وي. د معلوماتو پر بنسټ دا نهه مېلیارده ډالر یوازې او یوازې په امریکا کې نه، بلکې یوازې ۷ مېلیارده يې د امریکا له فډرال ریزرف سره دي او پاتې دوه مېلیارډه یې د نړۍ په نورو بانکونو کې د افغانستان امانت دی.

دوییم، دا چې دا پیسې ولې د نورو هېوادونو په بانکونو کې اېښودل شوي‌دي، نو یو دلیل یې دا دی، چې عموماً د هغه هېوادونو د بانکونو امنیت نسبت زموږ په څېر فقیر هېوادونو ته ښه وی، یانې فرض کړئ، چې دلته یو وار ناامني شوه یا مرکزي بانک کې کومه چاودنه وشوه، نو ۱۰۰٪ دا احتمال شته، چې دا شتمني دې لوټ یا له منځه یوړل شي.

درېیم، عموما په دغومره ډېره اندازه پیسو باندې د افغانستان بانک په نړیوال بازار کې گټه کوي، عواید پرې ترلاسه کوي، د بېلگې په ډول زموږ ۷ مېلیارده ډالر د امریکا په فډرال بانک کې دي او په نړیوال بازار کې دا ارزښتناکې پاڼې (بانډونه، ټرېشري بېلز، سېکیورېټيز) پلورل کېږي او گټه پرې کېږي، چې ملي بانک له مهمو عایداتي سرچینو څخه هم گڼل کېږي.

څلورم، کله چې د نړۍ په کچه یوه غټه سوداگریزه معامله کېږي، نو بیا د دومره پیسو فزیکي انتقال خورا سخت وي، نو یو دلیل يې دا هم وي، چې د تادیاتو او تصفیې په برخه کې اسانتیا وي، د بېلگې په ډول افغانستان له ازبکستان څخه د ۵۰ مېلیونو ډالرو په ارزښت غنم پېري، نو د دومره لوی سوداگریزې معاملې له‌پاره په امریکا کې یوازې د افغانستان له اکاونټ څخه د ازبکستان هېواد اکاونټ ته پیسې انتقالېږي.

پنځم، ارزي شتمني ځکه په نړیوالو بانکونو کې ساتل کېږي، چې دا د نړۍ په کچه سوداگرۍ کې ستاسې د مالي خپلواکۍ یا پیاوړتیا ښکارندویه وي، مثلاً که يو هېواد هر کال د ۲۰ مېلیاردو ډالرو راکړه ورکړه کوي، خو په نړیوالو بانکونو کې ۴۰مېلیارده ډالرو شتون ولري، نو دا هېواد د سیمې د نورو هېوادونو له‌پاره ځکه د باور وړ دی، چې په اکاونټونو کې شتمني ډېره ده، او د دېوالي کېدو چانس يې کم دی، خو بالعکس که یو څوک په نړیوالو بانکونو کې ۵مېلیارده ډالر ولري، او غواړي چې د سیمې هېوادونو سره هر کال ۴۰ مېلیارده ډالر راکړه ورکړه وکړي، نو سخته ده چې دا خوب یې پوره شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.