د حیواناتو سره د میرمنو پرتله کول

385

د حیواناتو سره د میرمنو پرتله کول؛ ط.. البانو په سختو ټکو میرمنې حـ.جاب کولو ته هڅولي.

د ط.. البانو ا.مـ.ر بالمعـ.روف د کندهار ښار پر سرکونو لوحې لګولي او پرې لیکل شوي، کومې ښځې چې اسلامــ.ي حـ.جاب نه کوي “له حیواناتو سره د مشابهت هڅه کوي”.

یوه میاشت مخکې د ط.. البانو مشر هیـ.بـــ.ت الله .ا.خــ.نـ.دزاده فرمان صادر کړ چې ښځې باید عموما پر کور پاتې شي او په بیرون کې باید مکمل حــ.جاب وکړي.

په همدې روانه اونۍ کې، د .ا.مـ.ر بالمعــ.روف له خوا د کندهار ښار په لارو کوڅو کې لوحې لګول شوي چې پرې په حـ.جـ.اب او چادرۍ کې د ښځو عکسونه کښل شوي او لیکل شوي چې “مسلمانه ښځه د حجــ.اب په نه مراعت کولو سره له حیواناتو سره د مشابهت هڅه کوي”.

پر لوحو دا هم لیکل شوي چې لنډ، تنګ او نازک کالي اغوستل هم د ط.. البانو د رهبر د فرمان خلاف عمل دی.

د فرانسې خبري آژانس د راپور پر اساس، په کابل کې د .ا.مـ.رباالمعــ.روف او نهــ.ي عنـ.ی المنکــ.ر وزارت ویاند ته لاسرسی نه وو چې پدې اړه یې نظر واخیستل شي خو یوه لوړپوړي چارواکي ددغو لوحو لګېدل تایید کړل.

په کندهار کې د .امــ.ربالمــ.عروف رییــ.س، عبدالرحمن طیبي وویل: “دا لوحې موږ لګولي او کومې ښځې چې مخ نه پټوي، موږ به یې کورنیو ته خبر ورکوو او د فرمان پر اساس اقدامات کوو”.

د. اخــ.ندزاده فرمان مسوولینو ته امر کوي، کومې ښځې چې د فرمان خلاف عمل کوي، د کورنیو نارینه غړو ته یې خبرداری ورکړي او حتی له دولتي دندو څخه یې منفک کړي.

پرون د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشرې مېشل بچلیټ “په سیستماتیک ډول د ښځو د ځپلو” په وجه پر ط.. البانو انتقاد وکړ.

مېرمن بچلټ وویل: “د دوی (افغان ميرمنو) وضعیت بحراني دی”.

تیر کال اګست میاشت کې واک ته تر دوباره رسيدلو وروسته، ط.. البانو ژمنه کړې وه چې د ۹۰مې لسیزې د خپل نظام په پرتله به له نرمښت څخه کار اخلي. خو له هغه راهیسې یې پر ښځو ګڼ بندیزونه لګولي دي.

په لسګونو زره نجونې له متوسطه او ثانوي زده کړو بې برخې کړل شوي او ډیری ښځې حق نلري چې خپلو دندو ته ولاړې شي.

پر ښځو له نارینه محــ.رم پرته له کوره په وتلو بندیز لګول شوی او کولای شي چې یوازې په مشخصو ورځو کې چې نارینه نه وي، عامه پارکونو ته ولاړې شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.