د یوه چترالی مهاجر سره، زما تاریخی مناطقه(۳ برخه)

محمد داؤد مومند

417

 د یوه چترالی مهاجر سره، زما تاریخی مناطقه

(دریمه برخه)

د ستمیانو ګوداګی او ترمچی، امان الملک جلاله!

په جرمنی کی د یهودی اتباعو د وژلو څخه ۷۵ کاله تیریږی، ولی تر نن ورخی پوری د اسرائیلی مقامات او نړیواله یهودی جامعه، د هغو کسانو پسی ګرزی چی په مستقیم یا غیر مستقیمه توګه یی د یهودانو په وژنه کی لاس درلود، ولو که دا وګړی د سلو کلونو په عمر هم وی.

ولی زموږ په هیواد کی د یو نیم ملیون وطنوالو وینی چی د شوروی اتحاد او د هغوی د مزدورانو لخوا توی شوی دی، ستا په نبوغی! ملکوتی او جهادی فکر د زړو قیصو په کنده کی لویږی، تر څو د چار پدره کولابی احمد شاه مسعود په خیانتونو باندی خاوری واچول شی!

د ملی مبارزینو بابا جنت مکان استاد هاشمیان، ستا، تولکی اوهامو ته (سنجش سمچوتکی) نوم ورکړی وه، ځکه تا د امید په ستمی، ملی ضد او تاجک پرسته نشریه کی چی شعار یی وه (تاجک فوق همه)  په سفیهانه او جاهلانه توګه ولیکل:

(یک سیر علم را ده سیر عقل لازم است)

حاجی جانه!

ستا دا خبره چی سید محمد ګلاب زوی او نور کمونستی انتخابی وکیلان او وزیران په ولسی جرګه او کابینه کی دی او د مسعود د چتر لاندی نه اوسی…دا پاراګراف هم د کمونستانو هغه منطق ته ورته دی چی مجاهدینو خو د شوروی اتحاد د مزدورانو په تناسب زیات خیانتونه او جنایات کړی دی، که جهادی جنایتکاران حق لری چی په پارلمان او کابینه کی ځای ولری، ولی موږ دا حق ونلرو؟

حاجی جانه روکیه! مګر تاسو نه هیر شوی دی چی ددی خیانت تیږه کولابی مهاجر مسعود پنجشیری ایښی ده؟

آیا ستا په سترګو پرده خوره شوی چی په ټولو مطبوعاتی نشراتو که نګورۍ چی کولابی احمد شاه مسعود د کمونستی او عمدتاً پرچمی جنرالانو او قوماندانانو په مینځ کی د یوه میز تر شا ناست او نظامی نقشه باندی کار کوی؟

یا ستا په سترګو، دا ذوات ملا عمر او ګلبدین ښکاری؟

ما ستا نه په صراحت سره وپوښتل چی و لی د کولابی مسعود او نظار شوری عقل کل او لوی مشاور (یونس قانونی) د محمود بریالی په مرګ کی وویل چی «محمود بریالی یک قهرمان ملی بود» ته منافق لکه د کولابی مسعود د مجسمی په څیر چپ او غلی پاتی شوی!!!

اوس سؤال دا دی که محمود بریالۍ، پرون د کولابی مسعود، سیاسی انډیوال وه او وروسته د مرگ څخه د زمرد فروشانو او ستمیانو او دوهمو سقاویانو د شوری ملی اتل او قهرمان بلل کیږی، نو دی نورو کمونستانو څه کمی کړی چی د (چوټه) اتلانو په څیر ونه پیژندل شی؟

د ګلاب زوی او محمود بریالی په مینځ کی فرق دادی چی د ستمی نظریاتو خاوند محمود بریالی  د تاجک پرستانو په سلیقه د (اقلیت با فرهنګ تاجک) پوری اړه در لوده او بیړا ګلاب زوی بیا هم د ستم شعارانو د شعار مطابق د (افغان غول) د نژاد پوری منسوب وه!!!!

سیاسی منافق حاجی صاحب امان الملک جلاله!

ما ستاسی څخه د میخائیل ګوربه چف د هغی مصاحبی په ارتباط چه هغه د  بی -بی- سی سره کړی وه او ویلی یی وه چی:«مسعود برای ما کار میکرد. وی بود که راه سالنګ را به روی ما باز ګذاشت. مسعود به هیچکس اجازه نمیداد تا در سالنګ بر ما حمله نماید.»

تا په خپل تولکی فکر او منطق وویل چی ګوربه چف دروغ ویلی دی.

آیا ګوربه چف د نړیوال یوه مهم سیاسی شخصیت په توګه څه مجبوریت درلود  چی د پنجشیر یوه محلی قوماندان په مورد کی دروغ ووایی؟

داکټر محمد حسن شرق چی په همدی مهال د هیواد په سیاست کی یوه مهمه سیاسی مهره وه ، د خپلو خاطراتو د لیکنی په سلسله کی داسی لیکی؛« در ملاقات رسمی که با ګوربه چف داشتم، شخصاْ خواستار آن شد که اګر شما اداره چند ولایت را در شمال هندوکش تحت اداره احمد شاه مسعود بګذارید، او حاضر است با شما مذاکره و مصالحه نماید»

حسن شرق ادامه ورکوی:«… خواست ګوربه چف محترمانه بود، اما تجزیه کشورم را در بر داشت… لذا محترمانه به ګوربه چف ګفتم: قبلا داکتر نجیب الله چنین تجویزی را عملی کرده بود، اما مردم نپذیرفتند. ګوربه چف ګفت: باید درین راه مساعی بیشتر و به وقت کمتر ادامه داشته باشد.

ستر جنرال ورینیکوف قومندان اعلای اردوی شوروی در افغانستان به یک دیدار رسمی در صدارت بمن ګفت: احمد شاه مسعود حاضر است در پنجشیر با شما جهت مصالحه و ختم جنګ مذاکره کند.

برعلاوه مشاهدات شخصی، هفت ماه بعد از لغو حکومت شمال سند افشاء شده ای هم مبین آن است که زعامت شوروی نه تنها از احیاء دوباره حکومت شمال «تجزیه افغانستان تحت رهبری مسعود» منصرف نشده بودند بلکه پا فشاری هم داشتند.

در یک ماده این سند با پروتوکولی که بین احمد شاه مسعود قهرمان ملی ما ! و جنرال گروموف قوماندان اردوی نمبر چهل شوروی در افغانستان به امضاء رسیده آمده است که «به اساس تقاضای مصرانه رئیس جمهور گوربه چف نمایندگان اتحاد شوروی مساعی جدی به خرچ دادند تا با احمد شاه مسعود تماس قایم ساخته همکاری وی را با حکومت شوروی جلب نماید. مقام فرماندهی نظامی شوروی از طریق میانه رو ها و با موافقت داکتر نجیب الله با احمد شاه مسعود تماس قایم نمود.»

د مسعود امتی، جلاله صاحب!

زموږ په ملی اوملتی ژبه کی یوه غوره وینا ده چی: «لمر په دوه ګوتو نه پټیږی» په درباری دری ژبه کی هم یوه کره وجیزه ده چی وایی:«آفتاب آمد دلیل آفتاب»

د کولابی مهاجر احمد شاه مسعود دوه څرګند تصویرونه، یو د سی- آی- ای د ایجنت ګیری شرون سره او بل د آی -اس -آی د مشر جنرال حمید ګل سره د مسعود څرګند ارتباط د متحده ایالاتو او د پاکستان د جاسوسۍ د سازمانونو سره څرګندوی.

که ګوربه چوف دروغ وایی، زه دروغ وایم او د نړی مطبوعات دروغ وایی، دا تصویرونه خو د دری په اصطلاح د (دزد با پشتاره)  حیثیت لری، تصویرونه خو دروغ نه وایی، نو ددی څه ځواب لری؟

د ستمیانو ګوډاګی حاجی جلاله!

تا د شورای نظار د یوه فدوی او ایجنت په توګه د ملعون یونس قانونی په مورد کی لیکلی دی چی د یونس قانونی خپه په جنګ کی (شهید) شوی وه.

ما په اسلامی تاریخ کی د بدن د یوی عضوی د شهادت  په ارتباط ځانله د حضرت سرور کائنات د غاښ د شهید کیدو په اړه اوریدلی وه او بس.

یونس قانونی څرنګه مسلمان دی چی محمود بریالی ته ملی قهرمان وایی !!!

او ته څرنګه مسلمان یی چی بیا ملعون یونس قانونی مقام د حضرت سرور کائنات سره انډول کوی؟

یا دا چی ته دوه مذهبه یی او د عبرانی شیخ بر صیصا په څیر، د یوه خدای او یوه پیغمبر په برخه  کی د مغشوشیت سره مواجه یی !!!

د خپلو خبرو په دوام کی باید ووایم چی هفت ګانه ماهیتا پنجابی حزبونه او هشت ګانه ماهیتا تهرانی حزبونه وه او دی. دد ی حزبونو امیران او قومندانان ددی پر ځای چی د یوه ملی شعور او تفکر په رڼا کی د ملی وحدت د تأمین دپاره د یوه ملی غیر منسلک دولت د تأسیس دپاره په یوه محور راټول شی، بر عکس دوی د مختلفو نژادونو، مذاهبو، اقوامو او سمتونو د نمایندګانو په توګه حتی د خارجی هیوادونو د ګټو او مطامعو د ممثلینو په توګه د ملی تساند او وحدت جړلی او ریشی له بیخه راووستی او د اقتدار د هډوکی پر سر، لکه لیونیو سپیو سره په جګړه بوخت شول.

د تولکی منطق خاوند حاجی جانه!

ما ستاسی څخه د شعله جاوید (سازمان دیمکراتیک نوین)، خلق او پرچم ډلو په ارتباط پوښتنه کړی وه. تاسی ددی پر ځای چی د دی ډلو په ایدیالوژیک بنسټ باندی خپل نظر څرګند کړۍ، ی لیکلی مو دی چی (د شعله جاوید کفر د ګلبدین د اسلامی ظلم او خیانت په پرتله، ډیر د غندنی وړ ندی)

د درباری دری ژبی وینا ده چی وایی (ده کجا و درختها کجا؟ )

ستا په دی ځواب کی منطقی ارتباط نشته.

د پرنسیپ له مخی د شخص مقایسه د شخص او د ګوند مقایسه د ګوند سره کیږی. ولی تاسی په خپل تولکی پرنسیپ: (یک سیر علم را ده سیر عقل لازم است) نه استفاده کړی ده او د شعله جاوید د جریان «خصوصی حقوقی حکمی شخصیت» مقایسه مو د یوه شخص یعنی ګلبدین حکمتیار «فزیکی شخصیت» سره کړی ده.

تاسی باید اصولا د شعله جاوید د جریان مقایسه د حکمتیار د اسلامی حزب سره په یوه هر اړخیزه، تحلیلی، منطقی او علمی توګه کړای وای، نه د یوه مجرد، غیر منطقی او غیر عالمانه (تولکی) شعار په توګه.

ستم شعاره چترالی مغلی مهاجره!

تاسی د خپلو تولکی شعور پر بناء ادعا کړیده چی:«زه پدی خبره تا نه ملامتوم چی موږ پښتانه، نیم قرآن منلی او نیم یی نه، یعنی د قران هغه احکام چی زموږ په طبیعت برابر راځی، هغه منو، او کوم چی زموږ پښتنو په طبعه برابر ندی ولو که هغه د خدای جدی او صریح احکام هم وی هغه نه منو. ثبوت یی دادی:

کله چی زموږ د هیواد د عنعنوی لویی جرګی ټاکل شوو ایماندارو، صالحانو، خیر خواهانو، مشرانو او کشرانو غړو چی د ملت او د هیواد د سرنوشت د ټاکلو او کړنلاری د تصویب او د اساسی قانون د جوړولو او په ملت کی د سولی، امنیت، او اتفاق او ورورګلوۍ د ټینګولو په غرض ، کابل کی راغونډ شول ، نو ټولو په پوره خوښه او رضائیت او عدالت او حق شناسی محمد ظاهر شاه ته د بابای ملت او غازی احمد شاه مسعود ته د ملی قهرمان لقب ورکړ.

مګر موږ پښتانه صرف د اعلیحضرت بابای ملت، القاب منو او د غازی احمد شاه مسعود چی پښتون ندی د ملی قهرمان القاب نه منو، چی ستا دا عقیده او مخالفت په واقعیت کی د خپل هیواد د لویی جرګی عالمانو، د ملت د منلو نمایندګانو، سناتورانو ته توهین کول دی او د هیواد د اسلامی اساسی قانون څخه بغاوت دی، چی دی ته حب علی او بغض معاویه وایی، او نیم قرآن منل او نیم قرآن نه منل دی.

د شورای نظار ګوډاګی امان الملک جلاله!

ستا دا منافقانه لیکنه او ادعا ماته د علامه ډاکتر اقبال دا وینا را په زړه کړه:

ای بسا آدم که ابلیسی کند

لمړی خو تا ځان په منافقانه توګه پښتون معرفی کړی، پداسی حال کی چی ته چترالی مهاجر یی او پښتون نه یی، اما څرنګه چی د کونړ په پښتنی سیمه کی ژوند کوی ژبه دی پښتو ده. په ننګرهار او کندهار که د شریفو او وطندوستو هندوانو او سکانو ژبه هم پښتو وه ولی دوی نژاداً پښتانه نه وه. خو هغه سکانو او هندوانو پر تا ډیر شرف درلود، ځکه چی هغوی د امان الملک جلاله په څیر ستمیان نه وه.

دوهمه خبره داده، چی تا پخپله ملی، کلک مسلمان او صادق شخیصت حفیظ الله خان کرزی صاحب ته اعتراف کړی وه چه زه یعنی امان الملک جلاله، پښتون نه یم.

کرزی صاحب شکر ژوندی دی او تا سره نژدی د ویرجنیا په ایالت کی ژوند کوی.

دریمه خبره دا ده چی ستا معلومات د هغه وخت د اساسی قانون د مصرحاتو په ارتباط نا سم دی، پدی مفهوم چه په هغه اساسی قانون کی کولابی مهاجر احمد شاه مسعود ته د قهرمانۍ خطاب ندی ورکړ شوی، بلکه ځانله پخوانی پادشاه اعلیحضرت محمد ظاهر شاه ته د بابای ملت خطاب ورکړ شوی دی.

خو پدی ارتباط ستا نیوکه په پښتنو باندی چی ولی د پخوانی پادشاه په حمایت کی ولاړ دی، د یوی خوانه ستا په تولکی فکر دلالت کوی او دبلی خوا ستا په ضد پښتنی او ستمی نظریاتو دلالت کوی او ثابتوی چی ته پښتنی ضد یو عنصر یی.

د شورای نظار ګوډاګی جلاله صاحب!

اوس به راشم د ملعون خلیل زاد هغه شیطانی لویی جرګی ته چه ته ورته د صالحانو، دینی عالمانو، ایماندارو، خیر خواهانو، سناتورانو او د ملت د نمایندگانو،  لویه جرګه وایی او دهغی تصامیم د قرآنی نصوصو معادل بولی.

دا لویه جرګه چی د خلیل زاد په پلان او اهتمام تحمیل او جوړه شوه په حقیقت کی د افغانستان د شیاطینو یوه اجماع وه، نه لویه جرګه.

ددی دسیسو تومنه د بن په شیطانی کنفرانس کی نغشتی وه، لمړی خو په دغه لعنتی کانفرانس کی، د ستمی ډلو نمایندگانو لکه د نظار شوری، جمعیت او داسی نورو ته د ګډون حق ورکړل شو ولی متخاصمی ډلی یعنی طالبان، د ګډون نه محروم کړی شول.

پدغه نا مشروعه کانفرانس کی اکثریت د ستار سیرت په حمایت کی ودریدل، ولی ملعون خلیل زاد د عبدالستار سیرت چی نسبتا مناسب شخصیت وه د مشر کیدو مخه ونیوله او د آی اس آی د معاش خور حامد کرزی زعامت یی د افغان ملت په اوږو تحمیل کړ.

نو ستا دغه امریکایی لویه جرګه چی په امریکایی یوی لویی خیمه کی جوړه شوی وه او ددی شیطانی غونډی د شیطانی غړو د مشرانو، عالمانو، صالحانو، خیر خواهانو او ملایانو لکه ارشد الشیاطین بحران الدین، مجددی صبغت الله، ملعون وهابی سیاف او ټولو ملی غدارانو او جاسوسانو، په استثناء د مبارزی میرمنی (ملالۍ جویا) د خلیل زاد او سی – آی – ای د سازمان د غلامی پړی په غاړه پروت وه.

نور بیا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.