پشتوانه يې کنگل ده، افغانۍ ولې خپل ارزښت له لاسه نهدی ورکړی!؟
ــــــــــــــــ
یو ملگري وپوښتلم: دا چې د افغانستان ۹مېلیارده ډالر د پیسو پشتوانه هم کنگل ده نو ولې بیا زمونږ افغانۍ خپل ارزښت تر ډېره له لاسه نهدی ورکړی؟ پهکار خو وه، چې اوس له یو ډالر څخه ۲۰۰ افغانۍ جوړېدلای! لازمه مې وگڼله، چې ځواب يې له تاسې سره هم شریک کړم:
لومړی، د افغانيو پشتوانه کنگل ده، صفر شوې نهده: موږ ټولو ته معلومه ده، چې د ۲۰۲۱ز د اگسټ له ۱۵مې وروسته امریکا د افغانستان ۹ مېلیارده د افغانۍ پشتوانه (ارزي ذخیره) چې پهکې طلا، سکې او نور قیمتي اسناد شامل وو، کنگل کړل او د نوي حکومت له لاسرسي يې ووېستل، خو دلته یو ټکي ته پام پهکار دی، چې دا پشتوانه لا هم د افغانستان ده او د امانت په توگه د یو څه وخت لهپاره کنگل شوېده، یانې لا هم د افغانۍ د ارزښت لهپاره مهمه ده، که څه هم یو څه وخت مخکې ویل کېدل، چې لهدې پيسو ۷مېلیارده یې له کنگل وځي، نیمې يې د ۱۱سپټمبر پېښې قربانیانو ته د غرامت په بڼه ورکول کېږي او نيمې به يې افغانستان کې د بشري مرستو په نوم مصرفېږي، خو دا چاره ځکه سخته او ناشونې برېښي، چې د یو هېواد ارزي شتمني په دا ډول حیف و میل کول، خورا ستر حقوقي بحثونو او اجازهلیکونو ته اړتیا لري.
دوییم، د افغانۍ ارزښت په ډالر پورې تړلی دی: افغانستان بانک د خپلې پولي پالېسۍ له مخې د افغانۍ ثبات د ډالر پهوسیله برقرار ساتي او دا چاره له ډېر پخوا څخه داسې کوي، چې کابو په هرو دوو/درېو اوونیو کې ډالر لیلاموي او له بازاره افغانۍ راټولوي، خوشبختانه د وروستیو سترو تغییراتو سربېره دا چاره ونهدرېده او موږ وينو، چې هره دوو/درېو اوونيو کې د افغانستان بانک مېلیونونه ډالر لیلاموي او د افغانۍ ثبات تضمینوي.
درېیم، گاونډیانو سره سوداگري په ټپه نهده ولاړه: صادرات او واردات هغه څه دي، چې د یو هېواد کرنسۍ ته ارزښت بخښي، که څه هم روان اقتصادي حالت د افغانستان لهپاره ځکه گواښونکي او خواشينونکی دی، چې مالي او بانکي سیسټمونه يې ځپل شوېدي او د افغانستان نوی نظام په نړۍ کې رسمیت نهلري، خو د دې ستونزو سربېره له افغانستان سره د گاونډيانو په ځانگړي ډول د پاکستان، ایران، ازبکستان او تاجکستان سوداگرۍ کې ورځ تر بلې پرمختگ وینو. د ارقامو پر بنسټ په ۲۰۱۹ز کې افغانستان ایران ته کابو د ۱۵مېلیونو ډالرو صادرات لرل، همدارنگه پاکستان ته يې پههمدې کال د ۲۹۸مېلیونو ډالرو صادرات لرل. اوس مهال کې د افغانستان د ډبرو سکاره ښه بېلگه اخیستلای شو، چې په تېرو ۶ میاشتو کې د افغانستان له گمرکاتو د ډبرو سکرو د صادرولو پر سر ۳۳.۸ مېلیونه ډالر عواید ترلاسه کړېدي او د ۱۶مېلیارده افغانیو (کابو ۱۷۶مېلیونه ډالرو) سکاره یې صادر کړېدي.
څلورم، افغانستان ته د ټرانزېټي لارې څخه هم عواید لاسته راځي: د پاکستان د سوداگرۍ وزارت په یو مطبوعاتي اعلامیه کې مې لوستلي وو، چې د افغانستان د ټرانزېټ لهطریقه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د پاکستان صادرات ۷۰سلنه لوړ شويدي، چې په تېرو ۱۱ میاشتو کې د افغانستان له لارې په گټېاخیستنې د دې هېواد په عوایدو کې ۲۰۲مېلیونه ډالر ډېروالی راغلیدی، حال دا چې دغه عاید تېر کال ۱۱۸ مېلیونه ډالر وو. له موږ سره دوی هم مزو کې دي.
پنځم، د افغانۍ د ثبات لهپاره د ملگرو ملتونو مرستې: د راپورونو پر بنسټ د ملگرو ملتونو یا UN هغه نقدي مرستې چې دوی يې د افغانستان د بانکي سیسټم لهپاره حیاتي بولې له ۹۰۰مېلیاردو اوښتې دي. یانې پههمدا ډول بحرانې حالت کې یوازې د ملگرو ملتونو له لوري په کڅوړو کې تر یو مېلیارد (زر مېلیونو) ډالرو پورې نقدې مرستې د افغانۍ د ثبات لهپاره رارسېدلې دي، او دا کومه وړه شمېره نهده.
شپږم، له بهر څخه د افغانانو او بشري سازمانونو مرستې د افغانۍ په ثبات کې مرسته کړېده: پرته له شکه چې د نړیوالو سازمانونو بشري مرستې افغانستان ته راځي او دا مرستې که چېرته په نقدي بڼه وي، نو په غیر مستقیم دا ډالر بازار ته ښکته کېږي، او د افغانۍ په ارزښت ساتلو کې ونډه لري. تر څنگ يې ډېر شمېر افغانان له افغانستانه بېرون په کار بوخت دي، چې وخت نا وخت په افغانستان کې له خپلو کورنیو سره مرسته کوي، چې دا مرسته هم د افغانۍ په ارزښت کې له پامه نهشو غورځولای.
اووم، پر افغانستان کوم ستر پور نهشته: بله جالبه خبره دا ده، چې افغانستان باندې د کوم نړیوال مالي سازمان داسې پور نهشته، چې د دې هېواد پولي ارزښت تر سوال لاندې راولي، موږ ولیدل چې سریلانکا څرنگه نړیوالو پورونو غرقه کړه او یا هم خواته گاونډي مو د دې پورونو لهکبله له کومو ستونزو سره لاس و گرېوان دی، که څه هم پر افغانستان د نړیوال بانک یو څه پور شته دی، خو هغه دومره نهدی، چې اندېښنه دې ورته وشي.
اتم، بازار کې ورځ تر بلې د افغانۍ کمبود: دا چې افغانستان د نړۍ له بندیزونو سره مخ دی، ارزي شتمني يې کنگل ده، د اگست له ۱۵مې راهیسې هېواد ته نوې افغانۍ نهده چاپ شوې، له سقوط کابو یوه میاشت وړاندې ۱۰مېلیارده افغانۍ چاپ شوېوې، خو د امریکا او اروپايې ټولنې له لورې يې د نوي نظام په راتگ سره له پولېنډ څخه هېواد ته د انتقال مخنېوی وشو، نو پهدې مانا چې بازار ته نوې افغانۍ نهده عرضه شوې او پخوانۍ افغانۍ څه د استهلاک لهوجې له کاره لوېږي او څه د عوایدو په بڼه هره ورځ حکومت له بازاره ټولوي، که څه هم دا کار په لنډمهال کې د افغانۍ په ارزښت لوړولو کې گټور تمام شویدی، خو په اوږدمهال کې ناوړه پایلې درلودلای شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.