دا خبره لکه د لمر روښانه ده، چې د یو هېواد کرنسي د هغه هېواد له ملي ارزښتونو څخه شمېرل کېږي، ډېری وخت یو هېواد د خپلې کرنسۍ له ارزښت څخه هم پېژندل کېږي، که چېرې تاسې د یو هېواد په اړه مالومات پلټئ، نو د پلازمېنې او هوټلونو څخه وروسته به یې حتماً په دویم قدم کې د پیسې پوښتنه کوئ، چې پیسه يې څه نومېږي، او ارزښت يې په کوم حالت کې دی؟ دا ولې؟ دا ځکه چې نن ورځ د کرنسۍ څخه پرته ژوند ناممکن دی، له اضافي خبرو تېرېږو، راځم اصلي موضوع ته، په اوسمهال کې د افغانۍ د ارزښت لهپاره لاندې لارې-چارې باید پهپام کې ونېول شي:
لومړی، د افغانۍ د ثبات په اړه عام کمپاین کول (عامه پوهاوی): تاسې وگورئ، د افغانۍ په نهرایجېدو کې یو ستر فکټور د ولس نهباور دی، ولس فکر کوي، که نن زه په کور کې افغانۍ وساتم نو سبا ته به يې ارزښت څومره وي؟ همدا شک د هر چا په زړه کې دی، د دې ملي کرنسۍ ارزښت ته زیان رسوي، که ټول لاس یو کړو، او داسې وانگېرو، چې نه، افغانۍ د وخت په تېرېدو سره خپل ارزښت ثابت ساتي یا یې لوړوي، نو پرته له شکه، چې مثبت گومان، مثبتې پایلې هم لري. خو دا کار دومره اسانه هم نهدی، او یوه ستره برخه يې سیاسي ثبات، په کور دننه سترې پانگېاچوونې ته زمینه برابرول او ورسره کاري بوختیاوي ډېرول دی.
دوییم، د افغانستان په سرحدي ولایتونو کې باید د افغانۍ پر کارونې څار ډېر شي، ځکه په سرحدي ولایتونو کې ډېری هټیوال او کاروباریان خپل سوداگریز مالونه د گاونډيانو څخه په «روپۍ او تومان» اخلي، نو بېرته یې پلور هم په همدې کوي، حکومتي مسوولینو ته پهکار ده، چې د اړونده ادارو (ښاروالۍ، سوداگرۍ وزارت، سوداگرۍ اتاق، اصناف…) او نورو سره په همغږۍ دا نظارت پیاوړی کړي، جریمه حل لار نهده، باید د هټۍ یا کاروبار جواز لغوه اعلان شي.
درېیم، یوه بله ستره موضوع چې د افغانۍ په ارزښت لوړولو او رایجولو کې ډېره مرسته کوي، هغه د دولتي او غیر دولتي ادارو په ډالرو قراردادونه دي، په ټيټه یا لوړه کچه هېڅ یو ادارې ته باید دا حق ورنهکړل شي، چې پهخپلسر په ډالرو قرارداد وکړي، د هر قرارداد مالي پرېکړه باید په افغانیو سره محاسبه شي، هغه که د کومې خارجي کمپنۍ څخه د هېواد له بېوزلو سره مرسته وي او که د کوم خصوصي شرکت له لوري د سړک رغول وي، خبره باید ټوله په افغانۍ وشي. یانې زموږ په وطن کې داسې جالبې هم لیدل شوي، چې له بندرونو څخه «خارجي اسعار» په «بوجیو» کې راوړل کېدل.
څلورم، په اقتصاد کې پيسو ته هم د یو تولیدي توکي په سترگه لیدل کېږي، لهدې خبرې مې هدف دا دی، هېواد ته چې هر خارجي اسعار راځي باید د افغانستان بانک/خصوصي بانک سره ثبت و راجسټر او د قانوني لارې څخه راشي، مرکزي بانک باید د هر داخېلدونکي او وتونکي ډالر څخه خبره اوسي، او دا معلومه خبره ده، چې هېواد ته د ډالرو له واردولو پرته بل اسعار مطلق بند دی، البته د قانون لهمخې، خو دلته نه یوازې چې ډالر په قاچاقي ډول راځي او ځي، بلکې د ډېرو ټيټو هېوادونو پیسه، چې سراسر پهکې هېواد ته زیان دی، پرته له کوم قید و شرطه په خورا اسانۍ سره قاچاقېږي.
پنځم، مرکزي بانک مسوولیت لري، چې د اړتیا سره سمه افغانۍ بازار ته عرضه کړي؛ اوسمهال کې ستره ستونزه د هېواد په بازارونو کې د «افغانۍ» په کافي اندازه نهشتون دی، نن (۵شنبه، سرطان ۹مه) مې یو راپور ولوست، چې د هېواد د ستر صرافۍ بازار (شهزاده سرای) صرافانو ویليوو، چې د افغانیو له کمبود سره مخدي، دا وړه ستونزه نهده، فرض کړئ، اوس یو خصوصي شرکت یوه سوداگريزه معامله کوي، او ۱۰۰مېلیونه افغانۍ يې پهکار دي؟ له کوم صراف څخه یې واخلي؟ دا شرکت والا اړ دی، چې له ډالر یا بلې کرنسۍ څخه استفاده وکړي او بهانه یې هم جوړه ده، چې په هېواد کې افغانۍ کمه ده، ومې نهموندله، یانې مرکزي بانک باید یو له خاص پروسېجر په پلي کولو سره، په هېواد کې د افغانۍ د عرضې او تقاضا انډول په اغېزمن شکل سره وساتي.
شپږم، تر ټوله مهمه موضوع، چې د یو حکومت د ملي کرنسۍ ارزښت غورځوي، هغه د جعلي کرنسۍ چاپ او شتون دی. مرکزي بانک باید په ټول وس سره هڅه وکړي، چې په هېواد کې د جعلي افغانیو قاچاقبران/کاروونکي ونيسي او د قانون سره سمه سخته سزا ورکړي. بدبختانه دا چاره هغه مهال ډېره پېښېږي، چې کله په بازار کې د کرنسۍ لهپاره تقاضا ډېره او عرضه کمه وي. پهخپل قلمرو کې خپله کرنسي بدنامول، د خیانت اخري حد دی.
اووم، بیا يې هم وایم، چې په ټول هېواد کې هر ډول سوداگریزه کړنه (کور کرایه کول، هټۍ نېول، ځمکه اجازه کول…) باید په ملي کرنسي وي، چې پهدې کې بیا هم له مرکزي بانک څخه صرافان ډېر رول لوبولای شي. د اړونده حکومتي ادارو له لوري باید جدي نظارت وشي، تر څو دا چاره په مسلسل ډول وڅارل او تطبیق شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.