نواب محبت خان بړیڅ

لطیف یاد

1,067

د هند دروهیلکهنډ دپښتنې سیمې نواب او دریا ض المحبت دپښتو قاموس لیکوال نواب محبت خان بړیڅ

————————————————————–

نواب محبت خان بړیڅ د شهید حافظ الملک حافظ رحمت خان بړیڅ ( مړ ۱۷۷۴ زیږدیز) زوی و. دی دخپل پلار دمړینې په وخت کې ۲۴ کلن زلمی و. نواب محبت خان په ۱۷۵۰ زیږدیز کال په روهیلکهنډ کې زیږیدلی و او دپلار تر مړینې وروسته لکهنو ته لاړه او هلته اوسیده . دی یو زړور ، غیرتي اوپه پښتو او پښتنواله ټینګ پښتون و.نوموړی په پښتو ، فارسی، اردو ، هندي ، عربي او سنسکریت ژبو پوهیده او په پښتو ، فارسي ، اردو ، هندي او عربي ژبو کې یې شاعري هم کړې ده .

نواب محبت خان بړیڅ دریاض المحبت د پښتو قاموس په لیکلوسره دپښتو ادب ژبد ود ( ګرامر) او وییښود ( لغت ښودنې) بنسټ کیښود.

دلته به په دې لنډه لیکنه کې هڅه وکړم چې دهغه دپښتو ،فارسي ، اردو او عربي ژبې ځینې شعرونه تاسو دفیسبوک آغلو او ښاغلو ملګروته وړاندې کړمّ :

نواب محبت خان بړیڅ دپښتو ژبې ښه شاعر و.دی په پښتو اشعارو کې دهندي سبک پیرو و.

دنواوب محبت خان بړیڅ د پښتو دیوان چې ( دیوان محبت ) نومیږي خطی نسخې یې

دهند درامپور او دبرتانیی دبودلیان په کتابتونونو کې خوندي دي.

زه دلته لومړی تاسو ته دهغه ددیوان نه ځینې پښتو شعرونه وړاندې کومّ:

الهي آه او ناله د محبت را

اور د مينې پر کاله د محبت را

لکه ګل په غم د عشق مې ځيګر خون کړه

داغ په زړه لکه لاله د محبت را

تشنه لب د مى د مينې هر نفس يم

په کرم يوه پياله دمحبت را

اودایې هم د بښتو دیوه بل شعر بیلګه :

امتياز ظاهر د پاک وي له ناپاکه

په هېڅ شان به آيينه نه شي څپياکه

ته ناحق په ما کينه کړې کينه ناکه

په کينه به آيينه نه کړې ته پاکه

نواب محبت خان بړیڅ په فارسی ژبه کې د(اسرار محبت )په نامه یوه فارسی قصیده او همداراز دفارسی ژبې دقواعدو یوه لغتنامه لري چې (آمد نامه )نو میږي .

داهم دده دفارسی شعر یوه بیلګه :

دست شوقم ګر چنین سوی بیابان میرود

چاک هردم از ګریبان تا بدامان میرود

پیچ وتابم ازجنون ګر نیست خاک من چرا

ګرد بادي میشود وسوی بیابان میرود

داهم دنواب محبت خان بړیڅ داردو کلام یوه بیلګه :

نی زر نه زور نه یار آشناکانام

رکهتی هین اپني پاس صنم هم خدا کا نام

ظالم کهون مین یاکه ستمګار همدمو

کیا پوچتهي هو مج سی تم اس بیوفا کا نام

داهم د نواب محبت خان بړیڅ دعربي ژبې داشعارو یوه بیلګه :

اذالم یبق فی الا سلام اثار

جری من مقلتي دمع کا انهار

فقلت لهاتف من یظهرالدین

فجاء الصوت سلطان الجهاندار

نواب محبت خان بړیڅ په ۱۸۰۹ زیدیز کال کې د۵۹ کلونو په عمر دهند اتهر پردیښ په پلازمیینې لکهنو کې وفات شو او وزیر باغ ته نږدې په کشور ګنج هدیره کې خاوروته وسپارل شو .

اروادې یې ښاده وي !

————————

ددې مقالې په لیکلو کې مې دلاندنیو ماخذونو نه ګټه اخیستلې ده :

۱-حیات حافظ رحمت خان ، په اردو ژبه، دالطاف علي بریلوي تالیف ، ۱۹۶۳ کال ، دلندن چاپ

۲- ویکیپیديا

۳-دروهیلکهنډ دنوابانو په اړوند دلطیف یاد یاداشتونه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.