زیاته خوله راتلل، لاملونه او د حل لارې

ریاض احمد

1,252

د انسان له بدن څخه خوله راتلل یو طبیعي کار دی چې د بدن په یخ ساتلو کې مرسته کوي خو ځینو خلکو ته د نورو په پرتله زیاته خوله راځي چې په عام ډول یو بد عادت ګڼل کیږي.
د خولې نورماله اندازه سړی له تشویش سره نه مخ کوي خو که چیرې انسان له اندازې زیات او له ځنډ پرته په دوامدار ډول خوله کیږي، نو دا یوه ستونزه ګڼل کیږي، انسان له شرمندګۍ سربېره د بدبویۍ ویره هم لري.
پوهانو د زیاتې خولې راتلو په اړه بېلا بېل لاملونه په نښه کړي دي:
لومړی دا چې د ښځو په پرتله نارینو ته زیاته خوله راځي، دویم؛ هغه کسان چې فزیکي ورزش نه کوي هم زیاته خوله ترې ځي، معنا دا چې هغه کسان کوم چې زیات ورزش کوي د هغو په پرتله چې نه یې کوي کمه خوله راځي، دریم د وزن زیاتوالی هم د زیاتې خولې راتللو ستر لامل دی.
یوازې دا نه بلکې زیاته خوله راتلل د ځینو ناروغیو لامل هم کیدلای شي چې په لاندې ډول دي:
زړه حمله
که چیرې مو له بدن څخه زیاته خوله وځي نو د زړه حملې او یا هم د زړه کومې بلې ناروغۍ نښه ګڼل کیږي، که چیرې د ځان په اړه د زړه کومې ناروغۍ یا حملې شک و شبه لرئ نو د زیاتې خولې راتلو په حال کې هرو مرو ډاکټر ته رجوع وکړئ، خو که چیرې د خولې راتلو سره د سینې تکلیف هم وي نو دا د زړه کومې جدي ناروغۍ نښه وي.
ذهني فشار
زیات وخت د ذهني فشار په نتیجه کې له بدن څخه خوله وځي، فشار یا ذهني ستومانتیا یوازې پر بدن منفي اغیز نه کوي بلکې د خولې وتلو پرمهال هم انسان ته د زیان رسولو خبرتیا ده.
د وینې کم فشار
ځینې مهال د وینې کم فشار هم د زیاتې خولې وتلو نښه وي، دا هغه مهال هم پېښیږي چې موسم ګرم نه وي خو د وینې فشار کچې په کمېدلو سره ډیره زیاته لوږه، ذهني ستومانتیا، سر تاویدل او د سترګو لید په څېر ستونزو نښې څرګندیږي.
د درمل منفي اغیز
د زیاتې خولې وتل د بېلا بېلو درملو خوړلو پرمهال هم کیږي، که څه هم دا کومه ستونزه نه ده خو ځینې د انټي بایوټکس، د وینې فشار یا نور درمل په استعمال سره خوله راتلل منفي خو عام اغیز ګڼل کیږي.
که چیرې مو د پورته ستونزو څخه کومه نه درلوده او له بدن څخه مو بیا هم زیاته خوله خارجیږي نو په لاندې خوړو سره یې مخه نیولای شئ:
د مڼې سرکه، د لیمو شربت، (مالګه او لیمو)، تور چای، د خوړو سوډا، همدا ډول ددې ستونزې له منځه وړلو لپاره مالګه او لیمو ګډ کړئ په لاسونو او پښو یې پریمنځئ، له وچېدو وروسته یې پریمنځئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.