ټولنیز حرکتونه او زموږ ټولنیز جسم

بریال حبیبي

755

دې ته مو فکر کړئ، چې د بېلابېلو ټولنیزو حرکتونو؛ د بېلګې په توګه: کارګرانو، محصلانو، ځوانانو، ښځو او… ظهور باید په نېک فال ونیول شي او که نه؟
او یا:
که چېرته په یوې ځانګړې ټولنې؛ د بېلګې په توګه: اوسني افغانستان کې په پرلپسې ډول د بېلابېلو او ګڼو ټولنیزو حرکتونو د ایجاد شاهدان واوسېږو، نو دغه کار به د خپلې او یا بلې ټولنې د سلامتۍ او انسجام نخښه وبولو او که د هغې د ناروغۍ او نه انسجام هغه؟
که له یوې خوا د هر ټولنیز حرکت؛ د بېلګې په توګه: د کارګرانو د حرکت د ظهور تر شا په دې پوهېږو، چې له ځینو هېوادوالو سره ظلم او ستم شوی او یا یې لږ و ډېر حقوق ضایع شوي؛ نو له بلې خوا د هر حرکت په ظهور کې دا هم موندلای شو چې:
ـ یوې ډلې د خپل مظلومیت او ورسره شوي ستم په اړه پوهاوی تر لاسه کړی؛
ـ له دوی سره د مظلومیت او ورسره شوي ستم په وړاندې د کرکې او بېزارۍ احساس پیدا شوی؛ او
ـ اراده یې کړې چې د اوسني حالت د بدلون او یا نقضوونکي لامل د پیدا کولو/ له منځه وړلو لپاره هڅه وکړي.
که د هر حرکت د ظهور لامل د یوې ټولنې د ناروغۍ او نه انسجام نخښه وي او یا یې د سلامتۍ او انسجام هغه؛ خو په پورتنیو دواړو حالتونو کې د دا رنګه حرکتونو ظهور راته وایي، چې ستاسو ټولنه تر اخلاقي او معنوي سقوط او تنزل پورې هم را رسېدلې ده؛
یاد سقوط او تنزل لکه چې ومو ویل له دې پلوه نه چې په یوې ډلې ظلم و ستم شوی او یا یې حقوق ضایع شوي، بلکې له دې پلوه د بحث وړ دی، چې یوازې او یوازې هماغې مظلومې او ځپلې شوې طبقې د خپل وضعیت د بدلون لپاره مټې را بډ وهلې او د ټولنې په نورو انسانانو یې له امله د بڼو درندوالی هم نه دی راغلی.
د موضوع د لا ښه وضاحت لپاره یوه ټولنه په لاندنیو دریو ډلو وېشو:
لومړۍ ډله: کارګران؛
دویمه ډله: هغه کسان چې د کارګرانو حقوق یې ضایع کړي؛
درېیمه ډله: هغه کسان چې نه کارګران دي او نه د هغوی د حقوقو ضایع کوونکي.
په هغه ټولنه کې چې اخلاقي او معنوي سقوط نه وي رامنځته شوی، یوازې لومړنۍ ډله له دویمي هغې څخه د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره ملاوې نه تړي، بلکې درېیمي هغه یې هم ورسره یو ځای کېږي او د حقوقو د ضایع کېدلو په مخنیوي کې یې ورسره مرسته کوي؛
دوی داسې نه وایي چې:
(موږ خو کارګران نه یو… کارګران دې پخپله خپل حقوق ترلاسه کړي او….)
دوی داسې کار کوي، لکه چې خپله یې یو وخت حقوق ضایع شوي او یا همدا اوس ضایع کېږي.
که چېرته د کارګرانو له حقوقو نه په دفاع کې درېیمي ډله ننداره کوي او هغوی یې حق خوړونکو ته یوازې ورپرې ایښي وي، نو طبیعي ده چې دا ډول حرکتونه به هرومرو د هماغې ډلې د بېلګې په توګه د کارګرانو په نوم رامنځته کېږي او هر څه به یې په کارګرانو پورې اړه ولري او که چېرته یاده مبارزه شریکه وي او هر هېواوال یې د حق پوښتنه او غوښتنه خپل مسؤلیت وبولي، نو هماغه مهال بیا تر ډېره د داسې حرکتونو د ظهور اړتیا هم راکمېدلای شي؛
همداسې زموږ د ټولنې د ښځو، محصلانو، ځوانانو او… ټولنیز حرکتونه درواخلئ… !

پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.