د کوچنیانو له پاره- د هوښیار کونګي  لنډه کیسه

ژباړونکی: رڼاګل اریوبزی

1,779

ډیر وخت پخوا د ځنګل د ننه په یوه ژوره کې یوې کونګې ژوند کاوه. دې کونګې د د څیړۍ د یوې ځواکمنې څانګې په سرکې ځانته یوه ځاله جوړه کړه او ټول هغه څه به يې په غور او مینه اوریدل چې د ځنګل ژویو به د خپلو غمونواو ښادیو په هکله ویل.  کونګې هم هغه کیسې په مینه بیانولې چې باد او باران به له ورایه راوړلې. له ورځو نه یوه ورځ يې پریکړه وکړه چې د ځنګل منځ به پریږدي او کومې بلې خواته به ځي، تر څوچې نوې کیسې واوري. دې خپل وزرونه وغځول او په دې پراخه نړۍ کې د لرې ځای په لور والوته. کونګې په خپلو غټو سترګو هرڅه لیدل، په خپلو تیزو غوږو يې هرڅه اوریدل او په خپله ځواکمنه حافظه کې يې هرڅه په غور خوندي ساتل.

په دې ډول کلونه کلونه تیریدل، کونګه زړه کیده او ورځ په ورځ هوښیاریده. اوس يې نو په خپل ځنګل او د څیړۍ په لویه ونه پسې زړه وخوږیده، دهغوی دلیدو تنده يې ورځ په ورځ زیاتیده او پریکړه يې وکړه چې بیرته خپل ټاټوبي ته را وګرځي. په ورځو ورځو والوته او له ډ یرې الوتنې نه وروسته په کراره په زړې څیړۍ کې په خپله ځاله کې کیناسته. کله چې د ځنګل ژوي خبر شول چې هوښیاره کونګه بیرته راغلې ده، نو ټول د سپوږمۍ په رڼا کې دڅیړۍ لاندې سره ټول شول او غوښتل يې چې ټولې هغه کیسې واوري، کومې چې هوښیارې کونګې د نړۍ د هرې خوا نه له ځان سره راوړې وې.

کونګې په ډ یرمینه داسې خوند ورې کیسې اورولې او ټولو ژویو په دومره خوند اورید لې، چې هیچا نه غوښتل کور ته لاړ او ویده شي. دې په ترتیب خپلې کیسې د مرغلرو په شان په تار کې پیلې وې اویوه په بله پسې يې په خوند بیانولې او اوریدونکويې په مزه مزه اورید لې، ترڅو چې کیسې پای ته ورسید لې. بیانو یوه آهو و ویل چې:« میرمن کونګې! ته څومره هوښیاره يې، ما خو له تا ډ یر څه زده کړل، خو د خواشینۍ ځای داد ی چې انسانان ستا کیسې نه پیژني.» کونګې تر ډیر وخت پورې په دې هکله په فکر کې ډوبه وه او کله چې پوه شوه چې د ژوند وخت يې ډیر نه دی پاتې، نو یوه غټه کتابچه او یوه د لکلو بڼکه يې راوخیستل او د کیسو لیکل يې پیل کړل، لیکل يې، اولیکل يې او کله چې يې وروستې کیسه تر پایه ولیکله، نو د تل له پاره يې سترګې پټې کړې او د مرګ په خوب ویده شوه. داغټ کتاب د څیړۍ لاندې را لویدلی و، ما بیاموند او چې خلاس مې کړ پکې لیکل شوي وو چې:« ډیر وخت پخوا…….»

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.