پاکستاني پولیسو یوه ‘افغانه ناوې او ورسره شاوخوا ۲۴۰ نور افغانان’ نیولي

659

پاکستاني پولیسو یوه ‘افغانه ناوې او ورسره شاوخوا ۲۴۰ نور افغانان’ نیولي.

د بلوچستان په شېراني سیمه کې تر ۲۴۴ پورې افغانان د چهارشنبې په ورځ د جولای په ۲۷ په دې تور نيول شوي چې ګنې په “غير قانوني توګه” پاکستان ته دننه شوي او له قانوني اسنادو پرته یې سفر کاوه.

په نيول شويو کسانو کې يوه ناوې هم ده چې په سرو لاسونو د واده په کمیس کې له خپل خاوند سره پېښور ته د خپل نوي کور په لور روانه وه خو د واده شپه يې د ژوب په مرکزي زندان کې شوه.

د شېراني سیمې مرستيال کمیشنر اعجاز جعفر د پنجشنبې په ورځ امريکا غږ ته وويل: “له ۲۴۰ تر ۲۴۴ پورې افغانان د «دانه سر» پر څوکۍ ملېشه ځواکونو د جولای پر ۲۷ نيولي او د سیمې چارواکو ته سپارل شوي دي.”

په نيول شویو کسانو کې دوې ناروغــ.ې ښځې هم دي، چې يوه پکې مېندواره او بله یې د راپورونو په اساس د سـ.ـ.رطان په ناروغۍ اخته ده. د ژوب مرکزي روغتون د اسنادو له مخې دوی له ژوب څخه د لاهور او پېښور روغتونونه ته لېږل شوي دي.

د يو شمېر مدني او سياسي فعالانو په ګډون د ژوب او شېراني سیمو يو شمېر مدافع وکيلان د نيول شويو افغانانو د انساني حقونو د خوندي ساتلو په دفاع کې محکمې ته تللي، خو د دوی د قضیې اورېدنه به د جمعې په ورځ د جولای په ۲۹م کېږي.

مدافع وکیل ولي ازاد امريکا غږ ته وويل “د پاکستان فارنر اېکټ ۱۹۴۶ د قانون له مخې د درملنې لپاره د ډاکټر له اسنادو سره روغتون ته پر تللیو بنديز نه شته، چې کله یې درملنه وشي بيا هغه بهرنیان تر پولې اړول کېږي.”

نوموړي وويل چې په نيول شويو کې له ماشومانو او ښځو سره سره ۶۰ داسې کسان هم شته چې د پاکستان له خوا ورکړل شوي ټول قانوني اسناد هم لري.

په ژوب کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ځایي مشر وکیل قيوم مندوخېل امريکا غږ ته وويل چې پر ټولنیزو رسنیو د خبر تر خپرېدو وروسته دوی له دغو افغانانو سره لیدلي او هغوی ته يې د ډوډۍ بندوبست کړی، نوموړی وایي، “ماشومان او د کېنسر د ناروغه تر څنګ ټول زندانيان ډېر په تکليف وو.”

د عوامي نېشنل ګوند یو ځایي مشر نذير افغان هم د نيول شويو افغانانو مرستې ته ورغلی، نوموړي امريکا غږ ته وويل: “په نيول شويو کسانو کې ۵۰ داسې کسان هم شته چې له هغوی سره د پاکستان د شناختي کارډ جوړولو ادارې «نادرا» ورکړل شوي د افغان تابعیت کارډ (Afghan Citizen Card) هم شته چې قانوني سند دی، دغه کارډونه تېر کال په دسمبر کې ورکړل شوي دي.”

په کوټه کې مېشته افغان کډواله وارثه ستانکزۍ وایي، د افغان کډوالو د مهاجرت د کارتونو ډېره لويه ستونزه ده، هغې امریکا غږ ته وویل “د پاکستان دولت چې موږ ته کوم نوي کارډونه د افغانستان د تابعیت کارت په نامه راکوي په دې موږ ډېر ځورل کېږو بلخصوص کله چې په پاکستان کې دننه سفر کوو.”

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو این اچ سي آر د نوي راپور له مخې په پاکستان کې دا وخت ۱.۳ ميليونه رجسټر شوي افغان کډوال دي.

په پاکستان کې د افغانانو درې ډوله دي. لومړی افغان کډوال دي چې له يادې ادرې سره ثبت شوي، دويم هغه دي چې د پاکستان له «نادرا» ادارې سره ثبت شوي او د افغان تابعیت کارډونه ورکړل شوي او درېیم هغه دي‌ چې هيڅ قانوني اسناد نه لري او په غيرقانوني توګه په پاکستان کې ژوند کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.