ښکلی وطن دی، عجیب یې خلګ، عجیب یې ژوند دی
ښوونځي بند دي، څراغان مړه دي، واک د مُلا دی
ځوانان مهاجر شول، نیم اوبو یووړل، نور لالهاند دي
وطن خالي دی، وجود یې نشته، غږ د بلا دی
نو!
تر دې به ښه وای، چې مخکې مړ وای، خو په وا ـ وا وای
کاشکې! چې زه خو، له څو نسلونو، مخکې پیدا وای
ـ ـ ـ ـ ـ ـ
خوږه وطنه! ترخې شېبې دې، هیڅ نه تېرېږي
د اولادونو، په سر قسم دی، چې دا ماتم دی
زړه مې خوږېږي، که یې در پرېږدي، ستا و لیدو ته
دوی ته به نه وي، خو ماته غم دی، ماته ستم دی
نو!
څومره به ښه وای؛ زوی د زردشت وای، زوی د بوُدا وای
کاشکې! چې زه خو، له څو نسلونو، مخکې پیدا وای
ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ
دوی وایې ژوندی دی، لا خو ساه اخلي او روغ سړی دی
زه وختې مړ یم، یو کال یې کېږي، چې د ښور نه یم
زندګې نه ده، سیاه پوشې ده، په سپین ستم کې
د چا پلار نه یم، د چا زوی نه یم، د چا ورور نه یم
نو!
کاش! د زړه اور مې، مست وای خو هست وای، پوه په اروا وای
کاشکې! چې زه خو، له څو نسلونو، مخکې پیدا وای
ـ ـ ـ ـ ـ ـ
پسرلی نشته، فصلومه درې دي، اوبه ترخې دې
د خُم و څنګ ته، خېمه چپه ده، مینا ژړېږي
باد را الوتی، له چپه لورې، ګلونه مړاوې
کندهار ژاړي، کابل جان چوپ دی، پکتیا ژړېږي
نو!
چې زه د بلخ وای، لویه باداره، وخت د یما وای
کاشکې! چې زه خو، له څو نسلونو، مخکې پیدا وای
ـ ـ ـ ـ ـ ـ
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.