غزل

نقیب احمد قریشي

475

د دنیا خوند د دغه شیانو ټکر وړی دی

ښکلا یې تا وړې او قېمت یې سره زر وړئ دی

دا ځل نکریزي پر دېوال تپو، را اخلو یې نه

زموږ بدبختو د لاسونو رنګ اختر وړی دی

تاته د خپل وطن زخمي حالات در یاد نه سوله؟

تا  څنګه وویل چي “مستي منګی بر وړئ دی”

زموږ دیدن بیا سره و نه سو بندي سوه هغه

چي ملایانو زموږ له کلي ماځیګر وړی دی

هغه یې عشق کي دوکان د بربادۍ آباد کړ

هغې نن بیا منګی دربار ته د دلبر وړی دی

نقیبه یاره! پر وجود دي دي زخمونه بې شمار

خو و الله پاک ته دي څه سپېره ټټر وړی دی

۱۴ اکتوبر ۲۰۲۲/کندهار

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.