ځانوژنه

نقیب احمد قریشي

429

د فکر – زړه تر منځ مي جنګ روان دی

زما پر حال خپه انسان، حیوان دی

خو خدای له عرشه رانه ګوري هسي

خوشحالي کاندي، شين آسمان خندان دی

یارانو زما د ځان وژني لامل

په عصبي تکلیف یې مه اړوئ

ټوټې ټوټې وجود مي سپو ته یوسئ

داسي يې دلته هلته مه اړوئ

خپله يې نه ټولوي ډېر هوښیار دی

باچا لېوه نه دی لېوه یې تر څنګ

هر یو یې لس خولې او لس کوني لري

چي څوک ډاریږي ترې هغه يې تر څنګ

سل نه زرهاوه خلګ يې ووژله

واکدار جهاد وکړ څوکۍ یې راوړه

موږ د مسلم زامن يې کړو مسلمان

کابلۍ یې ورکړه، پنجابۍ یې راوړه

عجیب خیرات دي، عجيبه انصاف دی

څلوېښت میلیونه په هفته کي راځي

دوی یې بینسو کي وړي چمن یارو ته

خو و ولس ته په لوټه کي راځي

د انصاف تله ده د خدای لیدنه

چي دا ممکنه ده پر دې دنیا؟

موږ ته د هغه جهان کي حوري غواړي

دوی ته مهینه ده پر دې دنیا

هاخوا د بل نازک بچي غول سوي

ځيره راواستوئ خیر یوسئ

موټر راوباسئ له کوره څخه

تاسي يې ویل، پانه او ټير یوسئ

جهان حيران دی چي دا څه وسوله؟

موږ خو لا دغه فکر نه و کړئ

چي به ملا صاحب هغه ملا وي

موږ په ريوړیو ذکر نه و کړئ

نو يه جهانه نن زه ځان وژنمه

بیا ښه درواغ راپسي و دوړوئ

چي عصبي انسان رسۍ واخیسته

ځان يې په خپلو لاسو وځړوئ

٩ ډسمبر ٢٠٢٢/ کندهار

نقیب احمد قریشي

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.