مفتي تقي عثماني ته

سيد حسين پاچا

638

مفتي تقي عثماني ته :

که د لاهور هيرا منډي دې د قرآني نهې په شتون کې خلاصه وي، نو ولې د افغانستان د نجونو ښوونځي د قرآن حکم د ((وعلّم ادم الأسماء کلها او وقال يا ادم انبئهم بأسمائهم)) په رڼا کې بند دي؟

پاکستان او په کابل کې واکمنې لاسپوڅې ادارې ته يې د لارډ ميکائيل قانون معتبر، خو د الله تعالی کتاب ورته ارزښت نه لري

د طالبانو د اسلامي امارت له برکته د افغانستان د نجونو ښوونځي د لاهور له هيرا منډي هم بې ارزښته دي. هغې ته چې انګريزي قانون حق ورکړی خلاص، خو هغو ته چې اسلام حق ورکړی د دين د پتنګانو له لورې د پاکستان په نغوته بند دي

نوټ : ښاغلي مفتي تقي عثماني له تاسې په زغرده هيله کيږي چې خپلو خپلو پوځي، استخباراتي او سياسي چارواکيو او اړونده ادارو او حکومت ته دې ووايه چې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځيو مخنيوی د اسلام د مبارک دين له ارزښتونو او هم له ټولو نړيوالو بشري قوانينو او هم د لارډ ميکائيل له قانون سره په ټکر کې دی. د انګرېزي قانون په رڼا کې خو د کامونويلټ لپاره اجازه وه، خو لا هغه وخت هم د افغانستان لپاره انګرېزانو په کابل کې د سراج الأخبار اجازه نه ورکوله، خو نن پاکستان د طالبانو په وسيله يو ګام نور هم مخته تللی چې رسنۍ خو يې ټولې بندې کړي، بلکې لا د نجونو د زده کړې مخه يې هم ونيوله.

Jemima Goldsmith (left) has been like a second mother to her ex-husband Imran Khan’s love child Tyrian White (right). Now 26, she was born in June 1992 after he had an affair with Sita White three years before Jemima and he married

تاند :

تاند( جمعه ، د اسد ۱۴ مه) د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان،چې د واکمنۍ پر مهال يې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنيدو لپاره په نړيواله کچه ډېره لابي کوله، په کابل کې د دوی حاکمه اداره د پاکستان خپله اداره ګڼلې ده.

نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي : ((که امريکا ته پاکستان له خپلې خاورې د کابل د وروستي بريد اجازه ورکړې وي، نو دا ښه کار نه دی شوی.))

عمران خان زياته کړې : ((د غني حکومت زموږ ډېره بدنامي کړې وه او ډېرې ملامتۍ يې راباندې اچولې وې، مګر د کابل اوسنی رژيم زموږ خپل دی او بايد ناراضه يې نه کړو.))

ښاغلي تقي عثماني

له تاسې څخه د يو ديني عالم او لارښود په توګه هيله کيږي چې خپل پوځي واستخباراتي او هم ټول سياسي واکمنان دې په دې وپوهوه چې د پاکستان په نغوته د طالبانو په وسيله د نجونو د ښوونځيو مخنيوی به طالبانو او پاکستان ته لا پسې خرابی وکړي. دا ستاسې په شتون کې چې هلته له وفاق المدارس او ټولو ديني بنسټونو استازولي کوئ چې خپل ښوونځي مو لا څه ان چې خپلې د مرداريو نومتوتې هيرا منډي مو له قانوني پلوه خلاصه، خو زموږ د نجونو ښوونځيو ته څوک د زده کړې او خلاصېدو حق نه راکوي. تاسې ته خو پته چې :

((ويجعل الرجس علی الذين لايعقلون))

هغه څوک چې له تعقل او خپلې پوهې څخه کار نه اخلې، نو ځکه قرآن ورته د ((رجس)) کليمه کارولې.

ښاغلی مفتي صاحب،

تا ته خو ښه پته ده چې په پاکستان په دې وروستيو کې له ډېرو سختو سياسي واقتصادي نا اراميو او بې ثباتيو څخه کړېده چې بالأخره پوځي واکمن باجوه دې ته اړ شو چې له امريکا څخه سيده مرسته وغواړي، نو هماغه وو چې امريکا ته يې خپله زنګ وهلی وو او له IMF څخه يې د پورونو د ترلاسه کولو لپاره يې له امريکا څخه مرسته وغوښته. تاسې پته ده چې امريکا هم تاسې له خوګې ګوتې نيولي وئ او نبض مو ورته روښانه دی، نو ښايي چې  له IMF څخه يې ورته د سودي پورونو د تر لاسه کولو لپاره د يو ضامن په توګه خپل شرط وړاندې کړی وي او باجوه ورته د هغه شرط په بدل کې هغه څه چې په افغانستان کې ستاسې له راتګ سره سم تر سره شول ژمنه کړې وي او ټټر ورته وهلی وي.

دا وېره شته که خدای مه کړه له تاسې د داسې يو شرط د تر سره کولو لپاره له باجوه څخه د استفتاء پوښتنه شوې وي، نو ستاسې استفتاء به ورته څه وي؟

ستا په شتون کې ستا حکومت د همدې طالبانو د ځپلو لپاره خپل درېواړه حريمه په واک کې ورکړل، خو ستا تر دې دمه د حق يو غږ پورته نه شو او که خدای مه کړه بيا داسې پېښه شوې وي، نو ستاسې غبرګون به څه وي؟

که تاسې ته د يو مسلمان په توګه په بل اسلامي هېواد کې د خپلو هر اړخيزو ګټو او موخو د ساتلو او تعقيبولو لپاره پټه او بربنده لاسوهنه روا وي، نو بيا ولې له موږ سره د نورو په پرتله توپيري چلند کيږي او هغه دا چې ايا تاسې کولی شئ چې په کشمير کې د نجونو ښوونځي بند کړئ؟ ايآ کشميريان به د دې حق درکړي چې خپل د نجونو ښوونځي ستاسې لپاره وتړي؟

پوښتنه دا ده چې پاکستان اوس افغانستان ته په کوم ارزښت قايل دی؟

ايآ تاسې افغانستان ته د خپلې يوې مفتوحې سيمې په سترګه ګورئ، نو ځکه ورته د کشمير غوندې هغه د حکمتيار او ضياءالحق د وخت په څېر د کنفېډرېشن يا نيمه خپلواکۍ حق هم نه ورکوئ. د برتانوي استعمار په وخت چې دا ټوله سيمه د ستر استعمار او ښکېلاک يوه برخه وه. هغه وخت په هند کې خلکو په هند کې مظاهرې کولې، خو په افغانستان کې انګرېزانو بيا زموږ د ((سراج الأخبار)) په نوم يو اخبار نه شو زغملی او دا يې د ځان لپاره يو خطر بللو، نو پاکستان هم د افغانستان د نجونو ښوونځيو بندولو د هماغه تېر زاړه استعمار د يو ميراثخور په توګه خطر ګڼي که څنګه؟

په درنښت

سيد حسين پاچا

خپل حکومت ته د عمرانخان سپارښتنه : د کابل اوسنۍ اداره زموږ خپله اداره ده، درنه خپه نه شي

https://taand.net/?p=212553#comment-23924

https://www.opindia.com/2022/06/former-wife-of-imran-khan-jemima-goldsmith-shares-picture-of-his-abandoned-love-child-tyrian-white/

https://www.dailymail.co.uk/femail/article-6211227/How-Imran-Khans-ex-wife-Jemima-second-mother-love-child-shunned.html

https://www.unewstv.com/225837/jemima-shares-imran-khan-s-daughter-s-picture-in-her-tweet-on-father-s-day

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.