د پېریانانو ښار

عبدالباري جهاني

652
د اګسټ د میاشتي پر دیارلسمه، په مطبوعاتو کي رپوټونه او ویډیوګاني خپرې سوې او ویل یې چي د جوزجان ولایت په کوم کلي کي پېریانانو د خلکو کورونو ته اورونه اچولي او د کلي اوسېدونکي یې تېښتي او د خپلو کورونو پرېښودلو ته مجبور کړي دي. یوه سړي خو په یوه ټلیفوني رپوټ کي ویل چي طالبانو پر دغو پېریانانو باندي ډزي هم کړي دي خو پر هغوی باندي مرمۍ اغېزه نه کوي. یو ځل مي جهان ته وکتل او بیا مي، د یوویشتمي پېړۍ په درېیمه لسیزه کي، د خپل بېچاره قام جهالت ته وکتل او د ا غزل مي ولیکل:
ماته مو بېړۍ ده له توپان سره به څه کوو
مځکه به کړو خپله له اسمان سره به څه کوو
تا په تور او سپین جادو قرنونه غولولي وو
وایه مُلاجانه له پېریان سره به څه کوو
تا خو د یاجوجو له نکلونو بېرولي وو
اوس د کوه قاف له تُرابان سره به څه کوو
موږ له آدمزاده څخه شل میدانه وړي دي
تېغ ورته عاجز دی له شیطان سره به څه کوو
نن د ښار وګړي د مُلا د منتر نذر دي
عقل چي پردی سي له زمان سره به څه کوو
شپې مو په کلونو د رڼا په هیله ستړي کړې
نه چي سهار کیږي له آذان سره به څه کوو
مړې که دا ډېوې کړو میخانې که خلوتونه کړو
شرنګ د ربابونو له مغان سره به څه کوو
موږ له خپل نصیبه له وزر سره راغلي یو
تورو پنجرو کي له زندان سره به څه کوو
ښار دي جهاني د تورتمونو غېږ ته مخه کړه
دې د ابوجهل له اعلان سره به څه کوو.
عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۲ کال د اګست څوارلسمه، ویرجینیا
May be an image of fire and outdoors

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.