کاش چې مو حکومت يوازې د ارګ نيول نه ګڼلاى

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

607

اسلامي امارت يقيناً په افغانستان کې تر ټولو ستر مشهود او محسوس دروند ځواک او د نورو جنګي ډلو په پرتله له ولسي ملاتړ څخه برخمن تحریک دى. د هيواد په کچه په هيڅ ډول پريکړه کې له پامه غورځول به يې د بن د پريکړو د نيمګړتياو تکرار او په هيڅ صورت کې د هيواد په ګټه نه وي. مګر دا هم انکار نه منونکى حقیقت دى چې په يوازې سر د نظام جوړولو او حکومت کولو په برخه کې ناکام دي.

که د تير نظام نړول،  د توپک په زور واک چلول، له اساسي قانون پرته د هيواد مديريت کول، په عام ډول په دولتي پوستونو باندي د بې تجربې اشخاصو ګمارل، د ګمارلو لپاره ملګرتیا او انډيوالي معيار ګرزول، له تير يو کال راهيسې د انجونو ښوونځي بندول، د مقننې او عدلیې  قواو له منځه وړل او په ارګ کې نيکټايانو پرځاى د لنګوټو رائجول اسلامي نظام ګڼل کېږي، نو بالکل اسلامي نظام له پورتنیو شاخصونو سره سم قائم او حاکم دى.

که له ارګ څخه د غني او پلويانو وتل او د طالبانو ديره کېدل خپلواکي وي، که د کادرونو شړل او د انډيوالانو نازول ښه حکومتولي وي، که د رسميت پيژندنې لپاره يو کال ناکامي هڅې ښه فعاله ديپلوماسي وي، که له يو کال راهيسې د سرپرست حکومت درلودل د ښې حکومتولي اړين شاخصونه وي، نو دغه ټولې ښېګڼې په اسلامي امارت کې شتون لري.

متأسفانه  په ملي کچه منل شوى او په نړيواله نورمونو باندي ولاړ مشروع حکومت، د  اساسي قانون جوړول او تصويب، اجرائیه مقننه او عداليه، عزم استعداد او امکانات غواړي. له نړيوالو سره د مشترکاتو  لټون،  د نړيوالو مکلفیتونو په برخه کې د خپل هېواد مسئوليت ادا کول  د ملي ګټو پر محور ولاړو تګلارو ترتيب،  لوړ ظرفیت مسلکي پرسونل او پياوړي فکري زيرمې ته اړتیا لري.

د اسلامي امارت د چارواکو لخوا له نړۍ سره اړيکې نورمال کولو هڅو زيات وخت واخيسته او نتیجه هم منفي ده. ښه به دا واى چې په لمړي سر کې له خپل ولس سره د اړيکې رغول شوي واى. ملي مشروعیت ترلاسه کول د نړيوال مشروعیت لپاره ښه بنسټ جوړوي. له دې څخه ورهاخوا د ګډو ګټو لټون، قوي استدلال  او د نړيوالو کنوانسيونونو په چوکاټ کې ترتيب شوې رغنده ديپلوماسي ترتیبول اړين کار وو.

څرګند واقعيت دادى چې يوازې اوسنى ټيم  په موجوده تشکيلاتي چوکاټ او په اوسنۍ بڼه د هيڅ ډول نظام جوړولو چلولو او د هيواد د مديريت کولو لپاره اړين مسلکي کادرونه نه لري. افغانستان اوس هم سخت زيانونه وګالل او لا يې هم ګالي. اقتصادي سياسي او امنيتي وضعیت د وخامت خوا ته په چټکۍ سره روان دى. د داسې وضعیت اټکل کيږي چې اوسنۍ ډله څه چې ټول افغانان به يي هم د کنترول وړتیا نه لري. له خورا زياتو امنیتي تدبيرونو سره سره د الظواهري  وژل کېدو ثابته کړه چې امریکا اوس هم کولاى شي وخت هر څوک په هر ځاى کې له منځه يوسي.

زموږ حکومتونه هر وخت د ملي ريښو له نشتون سره مخ وي. واک ته له رسيدو سره سم هغه پخوانۍ ژمنې هيرې کړي  او د واک له بايللو سمدم وروسته تښتي. له تير يو کال راهيسې د انجونو په مخ د ښونځيو دروازې بندې شوې دي خو تعجب دى چې اوسنى حکومت لاهم د ولس د ملاتړ خبره هم کوي.

شک نشته چې  زبرځواک هيوادونه چې په سر کې يې امریکا قرار لري د خپل تاريخ پاڼې له بيوزله هيوادونو سره له دوکو فريبونو او د ژمنو له ماتولو څخه ډکې دي خو دا هم باید ومنو چې نړیوال په هيڅ ډول شرایطو کې نه غواړي چې يو ځل بيا د افغانستان له خاورې څخه ورته بالفعل او يا بالقوه ګواښ شتون ولري. له موجوده حکومت سره د تعامل روانه پروسه او په ځينو مواردو کې اقتصادي مرستې د همدغو موخو برخه ده.

که همدا اوس د امارت مشران د نوښتونو جرئت ونکړي، د خپل مټکور ذهنيت د سمون لپاره په خپله لاس په کار نشي، حکومت ته ملي مشروعیت ترلاسه نکړي مسلکي خلکو ته د چارو سمبالولو دنده نه سپاري، له نړې سره په خپلو ژمنو باندي وفا ونکړي، اوسنى وضعیت نه افغانانو او نه هم نړيوالو ته د منلو وړ دى. موږ به متأسفانه ډير څه وبايلو. د افغانستان ستونځه ورځ تر بلې پيچلي کيږي کړاوونه او شخړې زياتيږي حتى د افغانستان جغرافیه له ګواښ سره مخ کيږي. متاسفانه  اوسنيو حاکمانو نه خپل ملت خپل کړاى شو او نه يې هم نړيوال ملاتړ ترلاسه کړاى شو.

کله چې حاکمان په انحرافاتو سر کيږي نو مسئوليت مستقیماً د عافیت په ګوښه کې ناستو هغو مخورو پاکو او ژمنو مشرانو د درد او درک درلودونکو ځوانانو او د عامو خلکو ته متوجه کيږي چې فکر کوي هغوى هيڅ نشي کولاى، دغه وخت د چوپه خوله پاتې کيدو دى. وخت او شرایط نورمال نه دي، يوازې هغوى څه کولاى شي؟ حکام د انتقاد اوريدو وړتیا نه لري او داسې نور.  د سمون او بدلون لپاره تعمیري مبارزه توپک او توره نه غواړي.

اوسنى ستونځه هم همدغه شان ده. حاکمه ډله د خپل لوري هرڅه سم ګڼي. د پړې ټوله ګوته نړيوالو ته نيسي او مخالفین له حکومت سره جګړه د حل يوازنۍ لاره ګڼي، خو دواړه خواوې سهوه شوى دي. په دغه ډول فکر کولو هم حاکمه ډله او د وسلوال مخالفت پلويان ستونځه لا نوره پيچلتيا ته بيايي او زموږ تراژيديو ته ضرب ورکوي.

که د حال له غوښتنو او شته شرایطو سره سم کار کول غواړو نو له خپلو وروڼو سره د جګړې پرځاى به له تاوتریخوالي پرته په سياسي سوله ييزو لارو باندې مبارزه پيلوو د ړنګون او نسکوريدو، د نظام لړزانده کيدو د اقتصادي وضعیت د ټکنى کيدو مخه به نيسو. د نظامونو د نړيدو تيرو ستونځمنو تجربو ته په پام کولو له نسکور نظام څخه همدغه ګوډ مات شل شوټ نظام هم په مراتبو ښه دى.

راځئ يوه ساده سيده ارزونه وکړو. هغه دا چې د دوحې د تړون ډيره برخه کوم اړخ نقض کړى ده؟ ايا امریکا ته د پړې ګوته نيول د تړون په هکله زموږ مکلفیت ختمولاى او ستونځه مو حل کولاى شي؟ ايا موږ د افغاني خبرو له لارې هغه شان ټول شموله اسلامي حکومت جوړ کړاى شو چې امریکا راسره د مرستو نه کولو او له نورې نړۍ څخه راته د مرستې نه غوښتلو له امله د دوحې د تړون ماتوونکي وګڼو؟ ايا موږ د خپل ولس د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره کله هم هڅه کړې ده؟

تعجب نه دى چې له تير يو کال راهيسې مو له هيڅ ډول کره منقول او معقول دليل پرته د ملت د مليونونو بچيانو په مخ ښوونځي تړلي دي، ولس، امت او نړئ چيغې وهي چې د هيواد د انجونو لپاره ښوونځي پرانيزئ، خو زموږ د حکامو په چلن لاهم يوازې په دروغجنو ژمنو ولاړ دى. د چارواکو د علميت کچه دومره لوړه ده چې د ملت فرياد د امریکايي تبلیغاتي جګړې اغيزې ګڼي او نړئ ته د ملامتي ګوته نیسي؟

ولس له موجوده حکمرانانو څخه په ديني اصولو او ملي ګټو باندې معامله کول نه غواړي، بلکې غوښتنه يې داده چې حکام د عصر وخت او زمانې له غوښتنو سره په خپل چلن او تعامل کې د بدلون راوستلو جرئت وکړي. دغه ظرفیت اوس نه ليدل کېږي.

حکمرانان باید پوه شي چې دا د امریکا له شل کلن اشغال څخه اغيزمن ملت نه دى. دا شل کاله پخوانى له کورنیو جګړو څخه راپورته شوى نيمه زده کړى ملت هم نه دى. د دغه ملت د خپلواکي ازادي او استقلال کچه له مريخ څخه هم لوړه ده. د خپلو حقونو د غوښتلو لارې چارې او له حکامو سره په چلن کې خپل حدود پيژني. حق حتماً غواړي خو د جګړو او توپک کارولو له لارې نه، بلکې د اسلام او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې د ننه د سياسي او سوله ايزې مبارزې له لارې، هر ډول، هره بڼه، هر فورم او هر ادرس کاروي ترڅو  حاکمان خپلو مکلفیتونو او مسئوليتونو  ته متوجه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.