د لنډیو په هنداره کې د سیلاو د غمیزې ننداره

آصف بهاند

595

د لنډیو په هنداره کې د سیلاو د غمیزې ننداره

لومړۍ برخه

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

یوسلودوه شپـېتمه برخه

 

ﺯوى يې د خړو اوبو ښکار شو

مور يې د کلي لار څاري چې رابه شينه

 

د تسلۍ راسره څوک دي؟

سیلاو ټول یوړه، زه یوزاې پاتې یمه

 

باران په بل ځای ابادي ده

خو زموږ کلي کې هرڅه راورانوینه

 

سیلاو بلا و، بلا راغله

هرڅه یې یوړل، موږ ته پاتې شول ویرونه

د لنډیو لمن ډېره لویه او پراخه ده او د ټولنیز ژوند هر اړخ رانغاړي، په روان ژوند کې چې هر څه رامنځته شي، د لنډیو په هنداره کې خامخا راښکاره کېـږي، که ښه وي که بد، که منفي وي که مثبت، که ابادي وي که تباهي، که د ژوند پر لور حرکت وي او که مړینه او…

زموږ په بیوزلي وطن کې د نورو گڼو اقتصادي، نظامي، سیاسي او… ستونزو تر څنگ په دې ورستیو کې طبعي افاتو هم خلکو ته سخت ځاني او مالي تاوانونه ورواړول لکه ورستیو زلزلو، وچکالیو او اوس هم بارانونو او سېلاوونو پر عامو خلکو سخت لو گډ کړی دی او زموږ گڼ هېوادوال یې د خپلو خړو څپو په خونړیو منگولو کې د مرگ  منگولو ته وسپارل؛ د سیلاونو د راتلو تلفاتو او ویرونو ډېر ژر ځان د لنډیو په هنداره کې ځان ښکاره کړ چې زموږ د متضررو هېواوالو د لویې غمیزې یوه غمجنه ننداره یې بللای شو. دغو بېلگو ته پاملرنه وکړئ:

وطن مي خړو اوبو یوړو

له بي وسۍ نه ورته اوښکې تويومه

 

ﺯوى يې د خړو اوبو ښکار شو

مور يې د کلي لار څاري چې رابه شينه

 

اسمانه ولې لا ولاړ یې

چې کلیوال خړو اوبو خولي دینه

 

نظر مې پورته په اسمان و

لاندې مې نه کتل سیلاو ته ولوېدمه

 

د تسلۍ راسره څوک دي؟

سیلاو ټول یوړه، زه یوزاې پاتې یمه

 

باران په بل ځای ابادي ده

خو زموږ کلي کې هرڅه راورانوینه

 

بارنه تم سه نور مه اوره

کور مې ورانیـږي بیا یې څوک ابادوینه

 

خلک باران ته خوشالېـږي

موږ ته بلا شو او هرڅه راورانوینه

 

خړو اوبو خوله خلاصه کړې

واړه زاړه تر خپل لوی ستوني تېروینه

 

سیلاو بلا و، بلا راغله

هرڅه یې یوړل، موږ ته پاتې شول ویرونه

 

سیلاو په بدو خلکو راشه

چې له بدۍ نه یې خدای خلاص کړي عالمونه

 

اور او اوبه غبرگې بلاوې

پر موږ یې راوستل جوړه ـ جوړه غمونه

 

وطن مي خړو اوبو یوړو

یوازې پاتې زه به چا ته وژاړمه

 

سیلاو له پاسه چټک راغی

هرڅه یې یوړل راته پاتې تش یادونه

 

ما وې چې څوک به مو جلا کړي

سیلاو کې ورک شوې زه به کوم ځای لټومه

 

یار مې سیلاو کې رانه ورک شو

زه خــواره گــرځــم نـیـزوړي لــټــومــه

 

ما تر قیامته یار گڼلې

خبره نه وم چې سیلاو دې رانه وړینه

 

سیلاو بلا ده، بلا راغله

بلا وبا غوندې پر ټولو وار کوینه

 

زه ورته ناسته یم په تمه

له نیزوړو سره تللی رابشینه

 

زه به تر څو سترگې پر لار یم

د سیلاو خړو څپو وړي نه راځینه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.