لنډۍ او چارۍ
لنډۍ، د ثبتولو ستونزه
یوسلوپنځه شپـېتمه برخه
خلک په مینه کې کلچې خوري
ما د لیلا د لاس بېلچې خوړلې دینه
ظالمه ټول ځان مې خوږېـږي
لور دې انگړ کې په بېلچو وهلی یمه
سم کښېناستی نه شمه مورې
پر کوناټو مې د بېلچې شوي وارونه
داسې لیدل کېـږي چې په افغان میډیا کې د «بېلچې» بازار ښه تود دی. په پښتو ژبه کې (بېلچې» ته چارۍ ویل کېـږي. (وگورئ: مشواڼی زاهد، پښتو ــ پښتو سیند، دریم چاپ، د افغانستان د علومو اکاډیمۍ د پښتو څېړنو نړیوال مرکز، ۹۰۰۹ م کال، ۳۲۷ ام مخ)
په دې لنډو تېرو ورځو کې له یوې ځوانې افغان مېرمنې سره د شوي زور زیاتي خبر، د مډیا لومړی خبر وگرځید او رنگارنک کامنتونه، نظریات او رپوټونه ورباندې ولیکل شول او خپاره شول.
د موضوع د څرنگوالي په باب میډیا خپل معلومات خپاره کړي دي او د رامنځته شوې ستونزې د طرفینو د سلامت او ملامت په باب هم قضاوت نه کوم؛ خو دومره یادونه کوم چې یاده موضوع د برېښنا په چټکوالي خپره شوه او د افغانانو تر څنگ نړیوال هم پرې خبر شول.
همدا موضوع په ډېرې چټکۍ سره د لنډیو قالب ته هم ورولوېده او ځینو ښاغلو یا اغلو داسې لنډۍ تخلیق کړې چې د یادې ستونزې په فزیکي کشکړپ کې د کارول شویو وسایلو یادونه په کې شوې ده. ویل کېږي د ښځینه لوري له خپل ځان نه د دفاع په پار «بېلچه» یا چارۍ کارولې ده، او همدا د «بېلچې» یا «چارۍ» د کارولو موضوع سمدلاسه د لنډیو په اینه کې راښکاره شوې ده.
اصلي خبره دا ده چې د لنډیو له نظره د ټولنیز ژوند هېڅ برخه پټه شي نه پاتې کېدای، بلکې د ټولنیز ژوند په هره برخه باندې یې نظر وي او هغه په خپله پراخه او ښکلې لمن کې رانغاړي، هنري رنگ ورکوي او خوندي کوي یې.
د نویو لنډیو د ټولولو او خوندي کولو په لړ کې مې، په یادې ستونزې پورې اړوند هغومره لنډۍ چې اورېدلي او یا د میډیا په بېلابیلو برخو کې لیدلي دي، هغه مې رټولې کړې او خوندي کړې دي، دلته به یې تاسو درنو لوستونکو ته وړاندې کړم:
خلک په مینه کې کلچې خوري
ما د لیلا د لاس بېلچې خوړلې دینه
د کوناټو تاوان مې راکړه
زه دې ناحق په کوناټو وهلی یمه
ښه ده چې ژر دې پښې کړې سپکې
مـا د بــېــلــچـې پــه وار مـنــلی زنــدانــونــه
ما خو دې سر ته وه نیولې
ماغزه دې سم و چې دې شا راواړوله
ظالمه ټول ځان مې خوږېـږي
لور دې انگړ کې په بېلچو وهلی یمه
سم کښېناستی نه شمه مورې
پر کوناټو مې د بېلچې شوي وارونه
بېلچه په لاس درپسې گـرځم
د کونډې زویه، له مردۍ دې خلاصومه
د نورو خلکو څه بيلچې وي
بېلچې د ښځو کوناټي پرې نرموینه
یو وار پرې بل وکړه زړورې
چې د بېلچې یادگار یې زړه کې پاتې شینه
بېلچه په لاس ورته ولاړه
که ورنږدې شي، کوناټي به غوړوینه
د بېلچې وار ته به ټینگېـږې
بې له بېلچې نه د یار نه شته وصلتونه
د بېلچې وار گوره رانکړې
له ملا نه خلاص یم بیا به وکړې ارمانونه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.