د لنډیو په څپو کې د تړلو ښوونځیو ازانگې/۲

آصف بهاند

766

 

د لنډیو په څپو کې د تړلو ښوونځیو ازانگې

دویمه برخه

د بادشاهي بنیاد دې سست شه

زموږ دې سست کړل بې مکتبه بنسټونه

 

دا خو په هېڅ قانون کې نه شته

چې جنکۍ دې وي بې برخې له درسونه

 

جلۍ ژړل دا یې ویلې

ښوونځی بند دی اوس به څنگه شي درسونه

 

جنکۍ ډلې ـ ډلې ژاړي

کور ته روانې دي چې بند دي مکتبونه

په عام ډول د ټول نوي نسل له پاره د تعلیم مسأله او په خاص ډول د نجونو د تعلیم مسأله اوس په ټول افغانستان کې یوه مطرح او د اکثریت خلکو په لومړنیو غوښتنو کې راوړل شوې ده. په ځینو ولایتونو کې خلک راوتلي دي او د نجونو د تعلیم حق یې په جدي ډول مطرح کړی دی.

پکتیا کې خلکو جدي غوښتنه کړېده چې باید د نجونو تر شپـږم ټولکې پورته ښوونځي پرانستل شي، که نه د دوی اعتراضیه غونډې به همداسې روانې وي.

دغه رااز د کندهار، هلمند او روزگان خلکو هم د نجونو د تعلیم غوښتنې کړېدي.

د ښوونځیو د پرانستلو سرلاری مطیع الله ویسا داسې لیکلي دي:

«د کندهار تر ټولو ليري وروسته پاته ولسوالي

معروف د کندهار تر ټولو خدماتو له اړخه وروسته پاته ولسوالي ده .

دلته مو د خپلو خلکو سره يو ځاي د تعليم، نجونو تعلېم ، ښوونځي ، مدرسي ږغ بدرګه کړو .

چیري چي کلونه ښوونځي ، مدرسي نه وي .

اوس بايد هلته ښوونځي ، مدرسي جوړ سي .

ټول تعمېرونه جوړ سي .

دا ږغ به ډېر ژر د ملګرو ملتونو تر دفتر ، اروپاېې اتحادېې پارلمان ، او ټولو داخلي او نړېوالو موسساتو پوري رسوو .

چي د معروف ولسوالئ چي کلونه د هره اړخه خصوصا د تعليم له اړه پاته سویده نن بايد تر ټولو سيمو هلته ډېره توجه وسي .

د تعلېم ږغ ، دنجونو تعلېم ږغ ، ټولو بشري حقونو ږغ ، د یووالي ږغ ، دخپلو حقونوږغ به د هر کلي کلي د افغانستان هر کونج ته رسوو.

دا زمونږ مسوليت دی د خپل ولس خپل هيواد دخلکو ږغ رسول خدمت کول په مونږ فرض دی .»

د خلکو له خوا د ښوونځیو د پرانستو غوښتنه په لاندې لینک کې:

https://www.facebook.com/matiullah.wesa/videos/1541991876203050

د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې په ډلیز ډول د ښوونځیو د بیا خلاصیدو غږونه ډېر شوي دي او دغه راز په انفرادي ډول هم خلکو د ښوونځیو د بېرته پرانستل کېدو هیله کړې ده. ځینو خلکو د لنډیو له قالب نه په استفادې سره خپلې غوښتنې او اعتراضونه اوچت کي دي او په میډیا کې یې له نورو سره شریکوي.

د ښونځیوو د تړل کېد او بېرته پرانستلو موضوع پورې اړوند تخلیق شوې لنډۍ هره ورځ زه تعقیبوم او راټولوم یې، د دې برخې لپاره مې دا لنډۍ راټولې کړې دي:

بېرته چې راغله په ژړا وه

ویلې مورجانې بیا یې بند کړل مکتبونه

 

جنکۍ ډلې ـ ډلې ژاړي

کور ته روانې دي چې بند دي مکتبونه

 

چې مکتب خلاص شو په خندا شوه

اوس راته ژاړي چې نور نه شته مکتبونه

 

یو کال یو عمر غوندې اوږد شو

ښوونځی نه شته پر ما بار دی ډېر غمونه

 

د بادشاهي بنیاد دې سست شه

زموږ دې سست کړل بې مکتبه بنسټونه

 

که څوک زموږه خوښي غواړي

راته دې مات کړي د مکتب دا تور کولپونه

 

دا خو په هېڅ قانون کې نه شته

چې جنکۍ دې وي بې برخې له درسونه

 

څوک چې له درسه وي بې برخې

زړه یې تنور شي بدن سوځي په اورونه

 

د چا چې یو کال مکتب بند وي

چې هرڅه وکړي رنگ یې ځایته نه راځینه

 

مکتبۍ نه دي ملامتې

له کال نه ډېر شو چې بندي دي په کورونه

 

زموږ سیاست سره کار نه شته

په موږ مو ولي دي تړلي مکتبونه

 

چې مکتبۍ ته مکتب کولپ شي

جهان پرې تنگ شي ژوندون خوند نه ورکوینه

 

زما تلوسه ده د درسونو

ښوونځی کولپ دی چا ته وکړو فریادونه

 

مکتب دې کولپ کړ، کولپ یې پرېـږده

زه کور کې وایم له لالا سره درسونه

 

د ناپوهۍ پر خره سپور شوی

کښته به نه شي که زر ورکړې قسمونه

 

د جهالت استازي راغلل

اول یې وتړل د نجونو مکتبونه

 

چې نور به څه کانې راوکړي

جنکۍ ژاړي چې یې بند دي مکتبونه

 

خاونده روغ یې لیونی کړې
چا چې تړلي دي زموږ د مکتب ورونه

 

خاونده بیا دې نوی کال کړ

ښوونځي بند دي نور په څه خوشاله شونه

 

جلۍ ژړل دا یې ویلې

ښوونځی بند دی اوس به څنگه شي درسونه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.