د لنډیو په څپو کې د تړلو ښوونځیو ازانگې/۳

آصف بهاند

520

د لنډیو په څپو کې د تړلو ښوونځیو ازانگې

دریمه برخه

 

گوره چې څه به وشي پلاره

د ښوونځی ور خو یې بېرته وتاړنه

 

خدای خو دې ژر راته راخلاص کړه

بـنـده مـکـتـبـه انـتـظـار کــې نــاسـتـه یـمـه

 

ما ښوونځی نه دی پرېـيـښی

ناپوه ظالم راته تـړلي مکتبونه

 

هغه ډله خلک چې له تعلیم سره یې جوړه نه ده، له خپل سیاسي او نظامي واک نه په استفادې سره هرچېرې کښېني او وایي چې د افغانستان خلک د نجونو لپاره تعلیم نه غواړي، ترشپـږم پورته یې د نجونو ښونځي تړلي دي او په سپین سترگۍ سره بیا، بیا وايي چې خلک خپله د خپل دود دستور له مخې د نجونو له پاره ښوونځي نه غواړي؛ هغوی ته باید دا اسناد په مخکې کېښودل شي او پوښتنه ځنې وشي، د افغانستان خلک چې د نجونو تعلیم نه غواړي، دا خلک بیا د کوم ځای دي چې په چیغو ـ چیغو وايي چې موږ خپلو لوڼو ته تعلیم او ښوونځي غواړو:

«کندهار ډنډ ولسوالي،

د کلي او د ښاره،

د کوڅي او د غره نه،

د زاړه او ځوان،

د نر او ښځي،

د هر افغان همدا هيله او غوښتنه ده چې مونږ د نجونو ښوونځي غواړو، تعليم غواړو.

قلم لار رضاکارانو سره د ۱۴ کلونه څو ـ څو ځله د افغانستان ټولو ولایتونو ۳۳۰ زیاتو ولسواليو ته تللی ېم، هر کس همدا غوښتنه کوي چې مونږ سره تعليمي برخو کې مرسته وکړئ .

ټولو افغانانو ته دا مالومه سوېده چې زمونږ د ابادۍ جوړښت لاره تعليم دی ځکه خو هر افغان نن همدا غوښتنه کوي چې د نجونو ښوونځي خلاص سي ترڅو نور مونږ د پردېو د احتېاج نه خلاص سو.»

دا یې هم د هغې ویدیو لینک دی چې خلک د خپلو لوڼو له پاره تعلیم او ښوونځي غواړي:

https://www.facebook.com/100004296817412/videos/532664501960838

د نجونو د ښونځیو د خلاصېدو او اړوندو ستونزو پورې تړلې دغه لنډۍ مې د دې برخې له پاره دا راټولې کړې دي:

نجونې یې بېرته ورستنې کړې

ښوونځی کولپ دی اوس به څنگه شي درسونه

ښوونځی ولې ورته بند شو

د خویندو میندو ازار تا پسې درځینه

گوره چې څه به وشي پلاره

د ښوونځی ور خو یې بېرته وتاړنه

اخر به بند ښوونځي خلاص شي

په دې زورېـږم چې مې وخت د زدکړو ځینه

خدای خو دې ژر راته راخلاص کړه

بـنـده مـکـتـبـه انـتـظـار کــې نــاسـتـه یـمـه

د بندېدو یې کال پوره شو

څوک نه پوهېږي چې بې کله خلاصوینه

په نن سبا به څه ونشي

د بغاوت په دود به پورته کړو غږونه

زموږ مکتوبونه امیدونه

هر څه برباد شول اوس خو ټول تړلي دینه

چې څنگ مکتب ته خلکو مخ کړ

ظالم واکدار هم ورته واچول کولپونه

د لارښوونې مې څوک نه شته

ته خو لا ښه یې کور کې وايي کتابونه

ښوونځی وتړل شو خدایه

په ناپوهۍ کې به زه عمر تېرومه

د شکایت پته هم نه شته

ناچاره یو بل ته کوو شکایتونه

ما ښوونځی نه دی پرېـيـښی

ناپوه ظالم راته تـړلي مکتبونه

مکتب تړلی زړونه مات دي

نجونې په کور کې ورته نن سبا کوینه

په پـټـه خوله حق موندی نه شي

که مکتب غواړئ نو را پورته کړئ غږونه

د بغاوت ناره شوه پورته

زموږ غوښته ده پرانیستي مکتبونه

د حق نا حق مقابله ده

تې بندوه، زې خلاصوم د مکتب ورونه

زما د زدکړو وخت همدا دی

چې ښوونځی راخلاصوي غټه به یمه

قلم کاغذ هرڅه تیار دي

لوی ویر همدا دی چې تړلي مکتبونه

زړه کې مې بل کوم ارمان نه شته

ارمان مې دا دی چې بیا پیل شی مکتبونه

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.