د ښځينه حقونو په اړه د ملګرو ملتونو غوښتنه

سيد حسين پاچا

689

د نړيوالو چارو له شنونکي سيد بلال فاطمي سره د طلوع نيوز مرکه

د ښځينه حقونو په اړه د ملګرو ملتونو غوښتنه

دين – سياست ؛ تعقل و ناګواره هر اړخيز شرايط ټول يومخيز دا ايجابوي چې طالبي اسلامي امارت ټولشموله حکومت رامينځته، د نجونو ښوونځي خلاص، مېرمنو ته کاري چاپېريال رامينځته او له خپلې سرسختې سرتنبه ګۍ تېر او هم له زده کړې ((علم)) سره له يوې څلمې له تربګنۍ ((دښمنۍ)) څخه لاس واخلي

بي بي سي : د طالبانو مشر : د نړۍ فرمايشونه نه منو، که اتوم بم هم را باندې وکاروي.

خبريال : ستانکزی : هېوادونه مو مات کړل، خو حکومتولۍ موږ مات کړو

نوټ : الله تعالی د يعقوب عليه السلام زامنو ته د خپلې سرتنبه ګۍ چې ((ونحن عصبة)) دا ځکه چې دوی يوسف عليه السلام  د ((اني رايت احد عشر کوکبا والشمس والقمر رايتهم لي ساجدين)) لپاره زغملی نه شو د سمون ((اصلاح)) په پار د ((لقد اثرک الله علينا [۱] – وان کنا لخاطئين [۲])) دوه کاره وکړل. يو دا چې ”وخت“ يې ورته ورکړ او بل دا چې شرايط يې ورته بدل کړل. ولږه يې پرې راوسته چې  ((قد مسّنا واهلنا الضر)) [۱] او سوال ته يې مجبول کړل ((وتصدّق علينا))  [۲]يعنې اړ ايستل. يوسف عليه السلام د خپل پلار او د وروڼو دا حالت نور ونه شو زغملی، نو ځکه يې وپوښتل  چې ((هل علمتم ما فعلتم بيوسف واخيه اذ انتم جاهلون؟)).

اسلامي امارت ته اړينه ده چې د دغه اسلامي ارزښت په رڼا کې د هېواد د لوړو ملي – اسلامي، سياسي – اقتصادي ګټو په پار نرمښت او رغنده کړنلاره اختيار کړي. هېواد له فقر او له سيمه ييزې او نړيوالې انزوا څخه راوباسي او که نه، نو دنيوي واخروي مسووليت به د دوی پر غاړه وي.

طالب ته هم وخت ورکړل شو او هم د دوی د سرتنبه ګۍ او جهالت له امله پر ټول ملت فقر وسخته راغله او د ژوند له سختو اقتصادي ستونزو او انزوا سره لاس وګرېوان شول. ان تر دې چې شيخ هبت الله دومره سخته ګوتڅنډنه وکړه که اتوم بم هم پرې وکارول شي، نو له خپلې کړنلارې نه اوړي. نړيوالې ټولنې د دوی د اصلاح ((سمون)) لپاره هم وخت ورکړ او هم يې پرې تحريمات نرم کړل ، ترڅو دوی نړيوالو بشري قوانينو او نورو نړيوالو نورمونو ته غاړه کښيږدي، خو دوی سم نه شول، فلهذا د دوی رسميت پېژندنه يې وځنډوله او هم يې پرې ناګواره اقتصادي شرايط وضع کړل. پرون امريکا ((د ناټو د غيرمتحدينو)) له لېسته هم ورپسې ليرې کړ. دا هر څه د دې لپاره چې دوی خپلې کړې ژمنې پوره او يو ټولشموله حکومت رامينځته کړي چې په جوړونه يې له هماغه پيله پاتې راغلل. کوربه شل کلن ملاتړي هېواد لا ورباندې تورونه ولګول. جنګ کول او حکومت نيول اسان، خو جوړونه او ساتنه يې خورا ګران کار دی. ځکه خو شيرمحمد عباس ستانکزي له هماغه پيله منلې چې ((هر څه اسانه، خو حکومتولي سخته ده)).

قال شيخ الاسلام ابن تيمية رحمه الله :

ليس الفقيه من يعلم الخير من الشر ولكن الفقيه من يعلم خير الخيرين وشر الشرين

((ان الشريعة جائت بتحصيل المصالح وتکميلها ، وتعطيل المفاسد وتقليلها بحسب الامکان ، ومطلوبها ترجيح خير الخيرين اذا لم يمکن أن يجتمعا جميعًا ، ودفع شر الشرين اذا لم يندفعا جميعًا)).

مجموع الفتاوی : ۳۴۳/۲۳

Shaykh al-Islam Ibn Taymiyyah, may God have mercy on him, said:

“The Shariah came to collect and complete it, and to be disable and reduce it as possible, and what is required is to give priority to the good of the two god things if they cannot be combined together, and to repel the evil of the two evils if they are not combined.” Total Fatwas: (23/343)

پوه ((فقيه)) دا نه دی چې ښه و بد پېژني، بلکې پوه ((فقيه)) هغه دی چې دوو يا ډېرو ښو يا ښېګڼو ترمينځ ((ډېر ښه)) او د دوو يا ډېرو بديو ترمينځ ((بدتر)) وپېژني او توپير يې کړي. مانا دا چې ((ډېرو ښو)) ته پر ((ښو)) او ((بدو)) ته پر ((بدترو)) ترجيح ورکړي. ځان، کورنۍ او هېواد ته لا ښه ګټه تر لاسه او له بدترو او وخيمو عواقبو او تاوانونو څخه ځان وساتي.

شريعت د مصلحتونو ((ښېګڼو)) د لاسته راوړلو او د هغوی د پوره کولو يا سرته رسولو لپاره راغلی او همدارنګه د مفاسدو ((بديو)) د ځنډولو او د هغوی د کموالي لپاره راغلی او موخه يې دا ده کله چې ټولې ښېګڼې لاسته نه راځي، نو بيا دې د دوو ښېګڼو ترمينځ يوه غوره شي يعنې هغه چې ښېګڼه يې ډېره وي او همدارنګه د بديو/ضررونو د دفعه کولو يعنې له ضررونو/تاوانونو څخه د ځان ساتنې او مخنيوۍ لپاره مينځته راغلی کله چې د ټولو مخنيوی ناشونی وي، نو بيا دې له هغه سترو ضررونو/تاوانونو څخه ځان وساتي او لږ دې پر ځان ومني.

حاجة الداعية و طالب العلم والمجاهد والفقيه لفقه المصالح والمفاسد

سافر موسى عليه السلام وقطع القفار ليصل للخضر عليه السلام حتى يتعلم ثلاث مسائل لها تعلق بالأساس بقاعدة مراعاة المصالح والمفاسد

عقد النبى صلى الله عليه وسلم صلح الحديبية وسماه الله فتحاً فى كتابه

 ((إنا فتحا لك فتحاً مبيناً ))

د فقهې د ګټو او بديو لپاره د مبلغ، علم غوښتونکي، مجاهد او فقيه اړتيا

موسی عليه السلام خضر عليه السلام ته د رسېدو په موخه له  خرابۍ [کنډوالې] څخه تېر شو، تر څو هغه درې مسايل زده کړي چې په اصل کې د ګټو او بديو په نظر کې نيولو سره تړاو لري.

رسول الله صلی الله علیه وسلم د حديبيه تړون لاسليک کړ او خدای تعالی په خپل کتاب کې دا يوه فتحه بللې ده.

  (( بېشکه موږ تا ته ښکاره بريا درکړه))

طالبي کړنلارې د هېواد او ولس په ګټه نه دي. امارت خپله ګټلې سوبه/بريا ((فتحه)) د څارګرې ادارې په يوې باريکې ((نازکې)) لومې له لاسه ورکړه. اوس هم لا وختي دی. هيله ده چې ژر تر ژره له سره غور وکړي او هېواد/ملت له لا نورو وخيمو ستونزو راوباسي. بله لار ورته نشته. يا به سميږي او يا به له مينځه ځي. اسلامي امارت د څو تنو مشخصو سختدريځو او متعصبو ناپوه په لاس کې دی چې د بېګانه څارګرې ادارې په لاس کې څرخي او د هېواد د لوړو ملی – اسلامي، اقتصادي او تاريخي ګټو په تاوان دي.

ما ذئبان جائعان أُرسِلا في غنم بأفسد لها من حرص المرء على المال والشرف لدينه

له بده مرغه چې نننۍ واکمنه اداره هم د تېرو نظامونو په څېر د واک او عزت د لاسته راوړنې په تنده کې راښکېل شوي او سم ليدلوری ترې ورک شوی، نو ځکه له کورنيو او نړيوالو ستونزو او هم د خپل شل کلن کوربه هېواد له لورې په بېلابېل تورون لګول کيږي. ان تر دې چې وړمه ورځ پرې د ملګرو ملتونو په غونډه کې ولګول شو. رئيس الوزراء دې خدای ته بغارې کړي چې د خپل شل کلن کوربه هېواد له نويو تورونو څخه خلاص او خولې يې بندې شي.

له (( وَ عَلَّمَ )) او (( اَنْبِئْهُمْ )) څخه تر (( اِقْرَأ )) پورې

وأعدوا لهم ما استطعتم من قوة ومن رباط الخيل ترهبون به عدو الله وعدوكم وآخرين من دونهم لا تعلمونهم الله يعلمهم ۚ وما تنفقوا من شيء في سبيل الله يوف إليكم وأنتم لا تظلمون [الأنفال : ۶۰]

مولانا محمد خان شيراني : دا د پردی جنګ دی چې ملا وطالب او مذهبي طبقې ته په څټ پورې ورتړلی دی.

https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-61127464

https://www.youtube.com/watch?v=UarDSlPZEPc

https://www.youtube.com/watch?v=8m7TkwAncBU&t=227s

بي بي سي :

ښاغلی اخوندزاده وايي، هېڅوک دې نوموړي ته د حکومت مشورې نه ورکوي او ټينګار کوي که “نړۍ اټوم بم هم راباندې وکاروي، ټول مو وېلې کړي بيا هم د چافرمايشونه نه منوو.

نوموړی وايي: “نړۍ نه غواړي د افغانستان حکومت پر خپله اراده وچلېږي، موږ ته مشورې راکوي، زه ستاسې د فرمايشاتو نه يم، نه يو قدم درسره مخ ته ځم، نه تعامل درسره کوم، نه په شريعت معامله درسره کوم.

شيخ هبت الله، ملا حسن اخوند، ملا عبدالغني برادر او نور د اسلامي اسارت چارواکي دا څنګه توجيه کوي چې همدا سوکال د روژې مبارکې مياشت کې د دوی د کوربه هېواد پاکستان الوتکې راغلې او زموږ د خوست وپکتيا ځينې سيمې يې چې هلته زموږ وزيرستاني وروڼه استوګن ول ښځينه پېلوټانو بمبارد کړل او په شهادت يې ورسول. که د ښځو کار او د نجونو زده کړه زموږ لپاره منعه وي، نو کوربه هېواد خو هم اسلامي هېواد دی، نو دا څنګه کېدای شي چې هغوی ته دې يو حکم روا او موږ ته دې ناروا وي؟

Pak-Afghanistan rift widens with the Taliban’s refusal handover TTP militants after air strikes

A TTP’s social media account shared the picture of a Pakistani woman fighter pilot who allegedly took part in the airstrike.

“Inshallah, we will take revenge from this apostate, savage, cruel and infidel army,” says the post.

The unverified pro and anti TTP social media accounts have been claiming that Pakistan’s air strikes were led by women fighter pilots of Pakistan air force. 

“The bombing of TTP bases in Khost and Kunar, Afghanistan was carried out by this Pakistani female pilot Marium. Imagine how TTP terrorists feel like when a women bombs them in the Waziristan. Not a good feeling for a group that thinks that women should stay in a house,” wrote a war correspondent named Frenkie Mark.

A pro TTP user, shared the picture of another woman pilot and wrote in his post that “we will take revenge from this apostate, savage, cruel and infidel army.”

خبريال :

ښاغلی فاطمي :

ستړي مه شئ! کور مو ودان چې زموږ بلنه مو ومنله او زموږ په خپرونه کې مو ګډون کړی دی.

ښاغلی فاطمي، څه فکر کوئ چې ولې په افغانستان کې نجونې له خپلو بنسټيزو (اساسي) حقونو بې برخې شوي دي؟

سيد بلال فاطمي :

بسم الله الرحمن الرحيم

قدرمنه تاسې او ستاسې قدرمنو ليدونکيو او اورېدونکيو ته سلامونه وړاندې کوم.

[وعليکم السلام]

ښکاره خبره ده چې کله يو کال مخکې دا ستونزه راشروع شوله او اوس ترېنه پوره يو کال تيريږي. په اوايلو کې خو داسې ښکاره شوله چې دا د يو لنډ وخت لپاره بنديز دی او دا به ډېر ژر لېرې شي او د دې لپاره داسې پلمه وکړه چې د دې لپاره دوی ورته څه مېکانېزم به ورته لري او ايله به يې کړي. وروسته يې بيا د علماو مسأله رامينځته کړه او بيا يې ورپسې د کلتور مسأله راوړاندې کړله. نو اوس ورو ورو بالکل واضح شوې ده چې د اسلامي امارت په مشرانو کې په دې هکله داسې کوم تصميم او پروګرام نشته. په اکثريت قاطع کې خو څومره چې د کښته طبقې مشران دي هغوی د ښوونځيو د خوشې کولو غوښتونکي دي. مګر د دوی د مشرانو په طبقه کې اوس واضع شوې ده چې دا نه کوم ديني مشکل دی او نه داسې کوم بل مشکل دی، بلکې دا د هغوی ذهني مشکل دی يعنې د ذهن د تياره والي او د جهالت يوه نمونه ده چې دا رامخته کړې ده او د دوی د پروګرام داسې کومه نه ښکاري چې دوی دا خوشې کړي. ځکه چې اوس دا واضح شوې ده. ځکه هغه بله ورځ موږ هم په يو پروګرام کې يو تن له عالمانو نه چې هغه هم د دوی له نماينده ګانو څخه وو ورسره خبرې وکړې چې په آخر کې يې دا وويل چې ټول ملت او خلک دې بس الله ته په عذر و زارۍ شي چې د ملا هبت الله په زړه کې خدای رحم واچوي او هغه اجازه ورکړي چې ښوونځي خوشې شي. نو يوه خبره چې کله داسې يو حالت ته راورسيږي چې ملت ته دا وويل شي چې تاسې نور الله ته په زاريو پريوځئ چې له دې ستونزې خلاص شي، نو دلته د الله او د رسول معامله او د قرآن وسنتو مسأله مينځته نه راځي. دلته نور مدني قوانين او نور دا مينځته نه راځي.

دلته بس هغه نفسياتي وشخصي او د جهالت علايم مينځته راځي او بلکې دلته دا ښکاره کيږي چې د فردي جهل له کبله ټول ملت يرغمل دی او د تعليم دروازې د ټولو پرمخ بندې شوي دي او د دې اميد نشته دی چې موږ په لږ وخت کې دا هيله وکړو او هغه کومې هيلې چې دوی ورکولې هغه ټولې دروغ وې. له ملت سره نه صداقت او له الله او رسول (ص) سره دا دروغ دي. ښکاره خبره ده چې له ملت سره دوکه کوې، دروغ وايی او دا کذب دی. ښکاره خبره ده چې دا ښې پايلې نه لري او د دې نتايج (پايلې) به ډېر منفي وي. همدا اوس چې موږ وتاسې ورته ګورو چې د دې اثرات د نړۍ په کچه، د ملګرو ملتونو په سطحه د نړۍ د اکثريت مشرانو په دې باندې خپل نظرونه څرګند کړی دي او ټولو دا ويلي دي چې په دې برخه کې بايد يو پرېکنده (قاطع) تصميم ونيول شي چې ترڅو پر اسلامي امارت باندې داسې فشارونه راشي چې دا ښووځي خوشې کړي او دېخواته موږ ګورو او دوی دا وايی چې په دې اړه پر موږ باندې هر څومره فشار راشي تر څو چې موږ ژوندي يو موږ دا کار نه کوو. نو د متمدنې نړۍ او د جهالت ترمينځ يو جنګ به وي او روان به وي او دا د يو څو محدود تنو جنګ د. په اکثريت قاطع کې موږ وتاسې ګورو چې مشران او علماء د اسلامي امارت هغوی د دې طرفدار دي، خو دوی هم اوس خپله يوه ناهيلي (مأيوسي) ښکاره کوي. دوی هم خپل کوښښونه کړي دي او هيئتونه تللي‌دي او له مشرانو سره چې ناست دي هغوی بل داسې کوم دليل نه لري؛ بس همدومره وايی چې زموږ په ژوند کې به دا شونې (ممکنه) نه وي او دا د افغانستان د خلکو او د ملت لپاره ښه خبر نه دی، بلکې دا د ډېرې خواشينۍ مسأله ده او دا ملت مجبوروي چې يو پرېکنده (قاطع) تصميم ونيسي او د دوی په مقابل کې ودرېدل لازمي دي.

خبريال :

بلې ، ښاغلی فاطمي صاحب ستاسې په نظر باندې زده کړه (علم) پر نر وښځه باندې فرض ده. د فرض پر وړاندې درېدل څنګه بولئ او په خوا کې ورسره د دغه ډول يو تصميم نيول چې تقريباً دغه د نجونو د زده کړې مسأله سياسي شوې ده او تر ډېره له دېنه سياسي ګټه پورته کيږي، نو ولس ته يې زيان څه کېدای شي؟ که هم تاسې يې په راتلونکې باندې رڼا واچوله که لږه نوره هم دغه موضوع تشريح کړئ.

سيد بلال فاطمي :

ما مخکې تاسې ته وويل چې خپله علماء له ديني وشرعي نقطې نظره  په دې اند دي چې په دې کې کومه ستونزه نشته دی، خو څوک چې د الله تعالی له قرآن او د سنتو له احکامو نه پښه اړوي هغه يا دا ده چې ناپوه (جاهل) دی او يا دا چې ځان له قرآن وسنتو نه لوړ (اوچت) ګڼي چې په دواړو حالاتو کې د الله تعالی حکم دا دی چې د داسې کسانو اطاعت په کار نه دی او هر هغه څوک چې له دغسې کسانو نه اطاعت کوي هغوی د جهل او د قرآن پر ضد (خلاف) اطاعت کوي. ځکه چې موږ وتاسې د يو آمر تر هغه پورې اطاعت کولی شو چې تر څو هغه د الله تعالی او د رسول (ص) امر مني. کله چې خپله آمر د الله تعالی او د رسول (ص) له احکامو نه وځي او داسې کارونه او کړنې تر سره کوي چې هغې ته کوم بنياد او دليل نه لري او صرف (محضې) کله يوه او کله بله بهانه (پلمه) کوي چې نورې يې پلمې (بهانې) هم ختمې شوي دي. اوس ښکاره واضح شوې ده چې دا کوم خلک چې اخوادېخوا کوي او ښوونځي نه خوشې کوي چې دا ذهني تياره فکره دي او ذهنونه يې داسې دي چې هغه علمي بڼه يې ډېره کمزورې (ضعيفه) ده. دوی يوې محدودې تګلارې ته ګوري او د دې دا تاثيرات همدا دي چې ….

خبريال :

ښاغلی فاطمي صاحب،

تر دې وړاندې ښاغلي پخواني ولسمشر کرزي حامد کرزي د ښوونځيو د تړلو پاتې کېدو په تړاو يې ويلي وو چې د ښوونځيو په پرانېستلو او تړلو باندې پرېکړه د اسلامي امارت د چارواکو نه ده، بلکې دا د پاکستان غوښتنه ده او هغه څه چې تاسې ورته اشاره هم درلوده د افغان ولس او يا د ماشومانو د جهل او تيارې خوا ته د وړلو يوه هڅه ده څومره ورسره موافق ياست؟

سيد بلال فاطمي :

 له دې سره سل فيصده موافق يم، بلکې دا خبره ما بار بار له کرزي صاحب نه مخکې کړې ده او زه له اولينو کسانو څخه وم چې کله ښوونځي بند شول، نو ما دا وويل چې دا د اسلامي امارت تصميم نه دی. زما دا خبره ثابته هم شوه چې کله د علماو شورا وشوله او ٪۹۸ د علماو شوری دا پرېکړه (فيصله) وکړه چې ښوونځي دې خوشې شي، مګر ٪۲ هغه بېګانه ايجنټان چې په دې نظام کې ناست دي او د ISI کسان دي او دا خبره موږ په واضح توګه کړې ده چې حتی له کرزي صاحب نه مې هم په صريح توګه کړې ده. دا هغه کسان دي چې نه غواړي چې ښوونځي خوشې شي او هغه ټکی يې جوړ کړی دی چې په هغې باندې له اسلامي امارت سره نړۍ هم ورسره په تقابل کې ده چې پېژندنه يې هم ورسره ځنډول شوې ده. ټولې مراودې ځنډول شوي دي. تاسې ګورئ چې زموږ وستاسې په ټولو کړنو باندې تاثيرات لري. زموږ وستاسې حالات له يوې ورځې بلې ته خرابېدونکي دي. اوس دا دی ژمی راننوتو کې دی يعنې راروان دی. همدغه اسلامي امارت چې دا څو کسان يې چې له يوې غاړې له ټولې نړۍ سره همنظري نه ښيي او له بل لورې يې همدې نړۍ ته کچکول په غاړه پروت دی او بيا له همدۍ نړۍ نه کومک هم غواړي. ان تر دې چې موږ وتاسې ګورو چې يوکراين چې خپله په جګړه کې يو ځپل شوی او اخته ملک دی هغه دېرش زره ميټريک ټنه غنم له افغانستان سره کومک کوي. دا دوی او موږ وتاسې ټولو ته نهايتې د شرم ځای دی چې موږ پخپله دومره د دې توانايي نه لرو چې خپل ځانته يوه مړۍ ډوډۍ جوړه کړو. اما له يو ځپل شوي مملکت نه چې هغه خپله د جنګ په حالت کې دی او ټولې کروندې يې خرابې شوي دي. اما بيا هم له موږ سره او همدارنګه له نورو ۱۹ اسلامي هېوادونو او د درېيمې نړۍ له هېوادو لکه سومالې او نورو سره د غنمو کومک کوي.

خبريال :

ښاغلی فاطمي صاحب، تاسې په خپلو خبرو کې ياده کړه چې د اسلامي امارت ځينو چارواکو د ښوونځيو د پرانېستو لپاره خپلې هڅې کړي دي ولې هڅې يې ناکامه شوي دي يعنې هغه باورونه واقعي دي چې د اسلامي امارت چارواکو ترمينځ په لوړه کچه باندې د نظر اختلافات هم شته.

سيد بلال فاطمي :

دوی ورته د نظر اختلاف نه وايی ځکه چې دوی هم ځينې يې د همدې مکتب خلک دي او د همدې مکتب پر اساس دوی له دې خپل مشر نه په هر حالت کې د هغه پيروي (اطاعت) پر ځان باندې فرض و واجب ګڼي. په داسې حال کې که دوی لږ ذره بينش او پوهه درلودلای او واضح دغه دي چې که څه دهم د مشر اطاعت تر هغه حده پورې پر موږ باندې واجب دي چې هغه د شريعت په محدوده کې واوسي. کله چې هغه د شريعت له محدودې وځي، نو بيا اړين نه دي. همدا اوس په دې حالت ورفتار کې چې د بېلګې په توګه زه هېڅ ښوونځی نه پرېږدم چې دا له کوم عقل وتعقل سره برابر دی؟ له کومو اسلامي احکامو سره برابر دی؟ ښکاره خبره ده چې دا تياره ذهنونه د جهالت علامه (نښه) ده او د جهالت اطاعت کول پخپله جهالت دی. فلهذا دلته موږ له هغو مشرانو نه دا هيله کوو چې که څوک داسې جاهله وي او د هغې جهالت او ….

خبريال :

ښاغلی فاطمي صاحب، سره له دې چې د نجونو د ښوونځيو تړلي پاتې کېدل له يو لورې تياره خپروي، خو افغانستان د يوې تيارې پر لور بيايي، بل خوا ته بيا په نړيوالو بحثونو يآ په نړيوالو غونډو کې افغانستان څومره د انزوا خوا ته بيايي؟

سيد بلا فاطمي :

په انزوا کې خو افغانستان تللی دی او کاملاً تللی دی. دا خو تاسې ته بايد ووايم چې کاملاً چې د امريکې او نورو له پلانونو نه چې لري يې او د هغې پر اساس باندې به له اسلامي امارت سره به خپلې اقتصادي مرستې هم ساتي، مګر د رسميت پېژندنې پروګرام (خبره) دا اصلاً په اجنډا کې وجود نه لري (نشته). مګر له ټولو نه لويه خبره دا ده چې دا د افغانستان په ټولو ملت باندې چې د يو جاهل ملت خطاب ورته کيږي. دا د څو تنو جاهلانو له وجهې نه اوس ټول څلوېښت ميليونه انسانانو ته د جهل خطاب کيږي. بله دا چې اسلام ته لويه بدنامي کيږي. ځکه چې په غربي نړۍ کې خو داسې ويل کيږي چې دوی خو ځانته د اسلام نمونه وايی او کله چې څوک د اسلام نمونه وي او هغه داسې جاهله وي، نو ټول اسلام جاهل معرفي کيږي. ايا موږ په دغه حالت کې لکه زموږ ځينې دوستان هم په ځينو خبرو خپه کيږي او وايي چې تاسې ولې زموږ پر مشر باندې دومره تند غږېږئ؟ نو چې ستا مشر پر سمه لار روان نه وي او مشر دې دين بدناموي او وطن بدناموي او ملت بدناموي، نو د داسې مشر به زه څه وکړم؟ دا مشر څه په درد خوري؟ او بيا وايی چې دا ډېر لوی عالم دی، نو دا څومره لوی عالم دی چې دا له الله تعالی او له رسول (ص) نه مخکې روان دی؟ که د علم پورې شي، نو له ابليس نه خو د بل هېچا علميت زيات نه وو، خو کله يې چې د الله تعالی له حکم نه سرغړونه وکړه، نو الله تعالی رنده (محروم) د دربار کړ او د ورځې تر حشر پورې رنده دی. دا خو ډېر عادي انسانان دي. د دوی خو حتی هغه علميت هم سم نه دی. د دوی د زياترو خو انشاء واملا هم زده نه ده. ليکل ولوستل يې سم نه دي، نو دا خو ….

خبريال :

ښاغلی فاطمي صاحب، که واقعاً د ښوونځيو په برخه کې پرېکړې يا تصاميم بهرنيان نيسي او په هغې د اسلامي امارت چارواکي مستقل نه دي. دوی د اسلامي امارت چارواکي همېشه دغه ادعا کوي او وايی چې دوی مستقل دي او حکومت يې خپلواک دی، نو دلته بيا د دوی خپلواکي تر پوښتنې لاندې نه راځي؟ او په يو ډول دوی له ستونزو سره نه مخ کوي؟

سيد بلال فاطمي :

بالکل کوي يې. همدغه يې د خپګان ځای دی چې يو مملکت او ملت چې تاريخي وياړونه لري او هغه وايی چې موږ لوی زبرځواکونه وهلي‌دي. دا داسې مثال لري لکه موږ چې د لويو ځنځيرو کړۍ (حلقې) ماتې کړي دي، خو په يوه لومه کې نښتي ياستو چې دا لومه د ISI لومه ده چې ځينې بېنفسه او جابر داسې کسان دي چې د ملت په قيمت يې ځانونه پر ISI باندې خبرڅ کړي‌دي او هغوی نن دا لوبه کوي. دا لوبه هم ډېر دوام نه کوي. دا لوبه ډېر دوام نه کوي، خو افسوس دلته دی چې هغه کسان لکه موږ چې شل کاله مو په دې لاره کې مبارزه کړې ده او د خلکو ښکنځلې مو اورېدلي‌دي او مشکلات راته پيدا شوي دي. په دې لاره کې موږ راکاګل (راښکل) شوي يو. د القاعده په نوم زندان ته کش کړل شوي يو او نن موږ خپله حيران يو چې ايا موږ کومه لار انتخاب کړې ده؟ ايا دا لاره زموږ سمه وه او که ناسمه (غلطه) ؟ دا واقعيت دی چې د جهاد لاره زموږ سمه (صحيح) وه. له امريکې سره زموږ جنګ برحقه وو. مګر نن چې کومه سياسي لاره ده، داسې ويل کيږي چې سياسي بهره برداري ګرانه ده. دلته څنګه سياسي بهره برداري کيږي؟ دا خو سياست نه دی. دا جهالت دی او جهالت چې دی دا له سياست سره کومه لاره نه لري. سياست خو ډېره زيرکانه (ځيرکانه) لوبه ده او سياست د زيرکو (ځيرکو) خلکو کار دی. د عاقلو خلکو کار دی. د ملت مشري او رهبري د دوی پر غاړه باندې پرته وي (پرته ده). نو رهبر او رهنما د يو ملت جاهل کېدلی نه شي. دلته موږ ګورو چې زموږ واک د جاهلانو په لاس کې دی. بې دليله او بې منطقه دوی ښوونځي بندوي، نو په دې کې چې زموږ دوستان خپه کيږي – دوی دې خپه شي. ځکه دلته د الله تعالی او د رسول (ص) خبره ده. دلته د ملت خبره ده. دلته د تاريخ خبره ده. دلته زموږ دين ته ګوته نيول کيږي. همدا اوس موږ تر سخت فشار لاندې ياستو. سل پوښتنې راڅخه کيږي او وايی چې دا کومه لاره تاسې انتخاب کړې ده؟ ايا دا لاره سمه ده؟ ايا ته پر سمه لار روان يې؟

خبريال :

ډېره مننه فاطمي صاحب،

کور مو ودان چې په خپرونه کې مو ګډون راسره کړی وو او پر موضوع مو راسره بحث درلود.

سيد بلال فاطمي :

له تاسې هم مننه.

په درنښت

سيد حسين پاچا

نيمه‌ورځ: د ښځو د حقونو غوښتنې په اړه د ملګرو ملتونو ټينګار

https://www.youtube.com/watch?v=hPtNhXv6peY

تودې خبرې: د شانگهای همکاريو سازمان غونډه؛ افغانستان ته د ګډون بلنه نه‌ده ورکړل شوې

https://www.youtube.com/watch?v=AIMlJ2xLrzI

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.