آیا د رباني ـ مسعود د نوویمو کلونو دولت مشروع و؟

لیکوال: غازي اکبر

799
1) د افغانستان د معاصرې ستونزې پیل:
هسې خو د افغانستان په شمول د هر هیواد په تاریخ کې ستونزې راغلي دي، خو زموږ وروستۍ ستونزې د دوستۍ په جامه او د ګاونډیتوب د اصولو خلاف د روسانو د دسیسو، کودتاګانو، وژنو او یرغل له امله راپیل شوې دي. البته نور هیوادونه او ډلې هم په ترتیب سره مسؤول دي.
روسانو د لوی پتر او لینن د هیلو مطابق ګرمو اوبو ته ځان رساوه. له امریکا او غرب سره د ایران د ښو اړیکو او هلته د امریکایي پوځیانو د موجودیت له امله یې دغه هدف ته د رسیدو لپاره د ایران نه بلکې د افغانستان لار ټاکلې وه.
روسانو د ظاهر شاه په نظام کې د ملي شخصیتونو (لکه مجید زابلي، عبدالملک عبدالرحیم زي او نورو) په ګوښه کولو، خپلو ملګرو ځای په ځای کولو، په شوروي اتحاد کې د افغان (خصوصاً نظامي) کادرونو په روزلو او یو ځه اقتصادي مرستو سره ځان دې هدف ته رانږدې کړ.
تر هغه وروسته یې د سردار محمد داود له خوا د محمد ظاهر شاه او د خلقیانو له خوا د سردار داود پر خلاف کودتاه ګانې حمایه کړې. د خلقیانو تر بري وروسته یې ډېر ژر د ببرک کارمل له خوا بله کودتا پلان کړه چې بریالۍ نه شوه، خو د تره کي او امین تر منځ د اختلاف اچولو له لارې یې خلقي نظام عملاً د سقوط پر ژۍ ودراوه. وروسته د تره کي پلویانو د کودتا څو نورې هڅې هم وکړې، خوناکامې شوې.
که څه هم حفیظ الله امین کوښښ وکړ چې د امریکا، عربو او پاکستان سره خپلې اړیکې ښې کړي، خو روسان پرې رادمخه شول، نظامي یرغل یې راوړ او نوموړی یې پخپل کور کې له خپلو اولادونو او د کورنۍ له نورو غړو سره وواژه.
غرب چې همدې ته په کمین کې ناست وو او مخکې یې لا دقیق تحلیلونه لرل چې که شوروي اتحاد په یوه جګړه کې راګیر شي، نو نړیږي؛ په همدې خاطر یې د افغانانو له وسله وال مقاومت او جهاد څخه ټینګ ملاتړ پیل اوورو ورو پراخ کړ.
2) اوه او اته تنظیمونه:
متاسفانه د شوروي پر ضد د جهاد یو واحد صف جوړ نه شو. په پاکستان کې اووه او په ایران کې اته تنظمیونه فعال شول او د شوروي پر خلاف د جګړې امکانات یې تر لاسه او د جګړې او جهاد عملي چارې یې رهبري کړې.خو د ګټې پر مهال د دوی د اختلاف له امله ټوله لوبه د افغانانو په مطلق او شوروي په نسبي تاوان او د پاکستان په نسبي او د امریکا په مطلق بري منتجه شوه.
البته د شوروي خلاف پیاوړي جهادي تنظمیونه په پاکستان کې دیره وو ځکه هلته هر کال له غرب او عربو په سلګونو میلونه ډالر مرستې او وسلې راتلې. پاکستان او ایران هم نه غوښتل چې په مقابل کې یې له افغانانو یو قوت جوړ شي. تنظیمي مشرانو هم کفایت ونه ښود او غرب هم خپلو ګټو ته ترجیح ورکړه او دا یې بس وګڼله چې د افغان په وینو شوروي اتحاد مات او د نړۍ یکه تازه مشري راخپله کړي.
3) د برهان الدین رباني او احمدشاه مسعود ستراتیژیک قومي پلان
د تنظیمونو په مشرانو کې برهان الدین ربانی یو تر ټولو هوښیار خو له لومړي سره محض سیاسي شخصیت وو؛ د ځوانۍ له وخته د طاهر بدخشي سره همنظره وو او دواړو تصمیم نیولی وو چې د نړیوالو او سیمه ایزو اړیکو او توازن د تغییر په صورت کې باید د تاجکو په مشرۍ دولت جوړ کړي. په پاکستان کې د تنظیمونو او رهبرانو تر منځ د اتحاد هره هڅه رباني له منځه وړله او مسؤولیت یې پر حکمتیار وراچوه. د رباني ستراتیژیست او تکړه قوماندان احمدشاه مسعود هم په پنجشیر کې ځان د یوه تکړه چریک او نظامي سازمان ورکوونکي په توګه تثیبت کړ.
مسعود په لومړیو کې د اخوان المسلین په نظریه روان، یو فکري شخص وو خو وروسته د رباني په افکارو روان شو او د نړۍ د تاریخ، جغرافیې، سیاسي ـ اقتصادي نظامونو، بشري جوړښتونو، نړیوالو سیاستونو او د هغوی په منځ کې د فرصتونو د ښو ارزولو څخه وروسته پوه شو چې د محض جنګ په نسبت، سازش هدف ته د رسیدو لپاره ښه بدیل دی.
مسعود پوه شو چې د مجاهدینو قوي مشران حکمتار، مولوي محمد نبي او مولوي خالص تر (یوه سوچه) اسلامي حکومت په کم شي نه راضي کیږي چې دغسې نظام په هیڅ صورت غرب ته د منلو وړ نه وو، نو ده دا یو لوی فرصت تشخصیص کړ. له بلې خوا یې دا تشخیص هم وکړ چې جمعیت اسلامي او نظار شورا د شوروي اتحاد پر ضد د جګړې محور نه دی، نو باید له شوروي سره سازش وکړي. د همدې فکر په رڼا کې یې لومړی شوروي په دې قانع کړ چې د افغانستان تر ازادولو وروسته تر امو سیند ها خوا د حکمتیار او نورو مجاهدینو د مخنیوي لپاره د دوی تر ټولو موثر شریک همدا احمدشاه مسعود کیدای شي.
روسانو هم تحلیل درلوده او دا یې پخپله ګټه وګڼله چې پر مسعود پانګونه او ورسره د متقابلې همکارۍ تړون وکړي. شوروي د تړون له مخې پر مسعود حمله هم نه کوله او لوژستیکي او نظامي تجیزات یې هم ورکول، په عین حال کې یې د ده په ګټه پراخ تبلیغات هم کول. مسعود بالمقابل د ماورای کوکچې له ټولې سیمې د حزب اسلامي د تصفیې دنده ومنله او تر ډېره پکې بریالی شو.
مسعود وروسته همدغه (په اصطلاح د افراطي اسلامي حکومت د مخنیوي) مفکوره په فرانسې، انګلستان او نورو غربي هیوادونه هم وپلورله او د دوی اعتمادي شخص هم شو. امریکا هم تر نورو مهمو قوماندانانو (چې میاشتنی معاش یې تر ۵۰ زرو ډالرو وو) د مسعود معاش ۲۰۰ زره ډالر وټاکه.
مسعود به هغه وخت له شوروي ځواکونو سره د نورو تنظیمونو په ځانګړي ډول حزب اسلامي په مجاهدینو د شاه له خوا د هغوی د عقب نشینۍ پر مهال په داسې حتل کې برید کاوه چې له درې لوریو به د شوروي اردو، افغاني اردو، ملیشو او له هوا د الوتکو تر بمبارد لاندې وو. همدا راز نوموړي د حریفو تنظیمو مهم قوماندان او د جمعیت اسلامي په دننه کې خپل حریفان، همدا راز د ستم ملي او شعله جاوید اړوند جنګیالي یو په بل پسې ترور او بې وسلې کړل او په لومړي سر کې په پنجشیر او په دویم ګام کې د تاجکو سیمه کې خپل تبارز تثبیت کړ.
احمدشاه مسعود د جهاد په لومړیو کې قوم پالنه له شیطاني عملونو ګڼله خو وروسته یې د قومونو پر بنسټ د افغانستان د سیاسي واک ویش د حل یوازنۍ حل لاره وړاندې کوله.
ده په هغې اوږدې دوه نیم ساعته وینا کې چې د نظار شورا د لومړۍ کلیزې په بیا کتنه او پلانګذارۍ کې یې کړې ده، د افغانستان نورو قومونو، خصوصاً پښتنو ته ژور سپکاوی کړی دی. له دغې وینا یې معلومیږي چې هغه نور یو محض سیاسي شخصیت و او له هرې (مشروع یا نامشروع) لارې او تکتیک او په هره بیه یې قدرت ته ځان رسول غوښتل.
هغه له روسانو سره سازش او د مجاهدینو وژل په شعوري ډول انتخاب کړي وو او محاسبه یې دا وه چې چنګیز، تیمور، بابر او نور ټول فاتحین د انسانانو او ښارونو تر تباهۍ وروسته واک ته رسیدلي دي. ده ځان کومه استثنی نه ګاڼه، هغه څه یې کول چې د ده په زعم زیاتره سیاستمداران او نظامیان یې کوي.
4) جگړه او بن بست
روسانو پر افغانستان د یرغل په لومړي کال دا درک کړه چې د امریکایانو پیشبیني سمه ده او دوی ددې جګړې د دوام په صورت کې له اقتصادي او حتی سیاسي سقوط سره مخ کیږي. که څه هم د جګړې په لومړیو کلونو کې د ابرومنده وتلو لپاره یې له امریکایانو د مرستو غوښتنو نتیجه ورنکړه، خو وروسته یې د ژنیو د تړون په لاسلیک سره د خپلو پوځونو وتلو ته لار هواره او عملي کړه. کله چې حکمتیار له امریکا سره یو معقول توافق ته ونه شو رسیدای، په جګړه کې بن بست راغی. کابل حکومت هم د روسانو له ټول نظامي او لوژستیکي حمایت سره په (مستقلانه) جګړه کې بری تر لاسه نکړ او مجاهدین هم پخپلو کې په یوه نظر او یوه سنګر سلا نه شول.
5) د روسانو او غربیانو له خوا د حکومت او نظام پاشلو پلان
کله چې روسان مطمین شول چې د ډاکتر نجیب الله په مشرۍ حکومت نه جګړه ګټلی شي او نه ملت د ملي روغې ـ جوړې د اعلان شوي سیاست له مخې له ځان سره یو ځای کولی شي، نو د خپل بدیل پلان په عملي کولو له مخې یې د دغه حکومت په کمزوري کولو پیل وکړ. لومړی یې د نجیب او تڼي تر منځ اختلاف رامنځ ته کړ، چې له نظامه د خلق جناح په لیرې کولو او د نظام په یولنګه کیدو منجر شول. له بل لوري یې اردو او مسلکي نظامي برخې تقریباً فلج او قومي خپل سرې ملیشې تقویه کړي. له نظامي ځواکونو د تکړه کادرونو په لیرې کولو او پر ځای یې د قومي او سکټاریستي فکر پر اساس د نظامي مشرانو ټاکلو عملاً دې ته زمینه برابروله چې مسعود رامخې ته کړي. د غرب او شوروي محاسبه داوه چې مسعود په جغرافیوي او بشري حساب محدود او کمزوری دی او د ده په رامخې ته کیدو به افغانستان ژر په داخلي جګړه کې ګیر او د افغانستان د دولت د وسله والو ځواکونو او له مجاهدینو سره د وسلو امبارونه به له منځه ولاړ او شوروي او غرب ته به یې تهدید رفع شي.
6) د مجاهدینو، نجیب او ملګرو ملتونو له خوا په یو بې طرفه موقتي حکومت توافق
د غرب او شوروي په مرسته د مسعود له خوا د نظام د پاشلو په دې پلان باندې په پوهیدو سره ډاکتر نجیب الله او د مجاهدینو مشران په دې سلا شول چې د ملګرو ملتونو تر نظارت لاندې به یو بې طرفه موقتي حکومت واکمن شي چې ملت بیرته راټول کړي، ټاکنو ته زمینه جوړه او یو ملي حکومت ته په زمینه جوړولو هیواد ته سوله راوړي.
7) د ملګرو ملتونو پر پلان کودتا او اعتراف
د ډاکتر نجیب الله په حکومت کې چې د تره کي او امین له پلوي خلقیانو او کارمل پلوه پرچمیانو څخه جوړ وو، او ډاکتر نجیب الله هسې د یو مصلحت له مخې یوې مرحلې ته (احیاناً د قربانۍ کیدو لپاره) رامخې ته کړای شوی وو، د تڼي په شړلو ټوله فضا د کارمل ملګرو ته خلاصه شوه. د همدغې پرچم جناح د کارمل د ډ‌لې زیاترو جنرالانو د شوروي په هدایت لا پخوا له مسعود سره اړیکې لرلې او د دوستم، سید کیان او نورو ملیشو سره په ګډه د احمدشاه مسعود سره په دې سلا شول چې د ملګرو ملتونو پر طرح کودتا وکړي. پخپله مسعود په ډېر ویاړ دغه مسؤولیت منلی او وایي چې (فراموش نمی کنیم که بعضی تنظیم ها به شمول حزب اسلامی توافق کرده بودند که ده – ده نفر نماینده خود را معرفی کند و حکومت بی طرف تحت نظارت ملل متحد بر افغانستان حاکم شود. در اخرین لحظات بود که جلو توطیه ګرفته شد و طوری که ګفتم فقط یک روز مانده بود که حکومت بی طرف تحت سرپرستي ملل متحد زمام امور را بدست بګیرد. ولی خداوند این افتخار را نصیب مجاهدین ….. ما ساخت که نګذاریم حکومت بی طرف زمام امور را بدست بګیرد). د ده خبره رښتیا وه، ټولو اړخونو منلې وه؛ ډاکتر نجیب د یو میلیون په خواوشا کې رسمي او ملیشه یي نظامي ځواکونه درلودل، حکمتیار په ټول هیواد کې فعالې جبهې درلودې، ټولو تنظیمونو په خپله خپله اندازه قوت درلود، خو دا وروستی معقول تصمیم یې نیولی وو چې بې طرفه موقت حکومت ومني او د افغانستان کړکیچ د سولې له لارې حل کړي. خو یوازې مسعود چې یوه ډېره کوچنۍ او اسیب پذیره جغرافیه یې په لاس کې وه د شوروي او غرب په ډاډ دې ته حاضر شو چې د ټول ملت د پریکړې خلاف په دغه طرحه کودتا وکړي، مسؤولیت یې هم ومني او افتخار هم پرې وکړي او ووایي چې الحمدلله در اخیرین لحظه بود که جلو حکومت بی طرف و صلح ګرفته شد!!!.
😎 د نظام پاشل، چورول او کورنۍ جګړې ته زمینه جوړول
دا چې د مسعود ظرفیت، جغرافیه او کادر دومره نه وو چې حاکمیت او تسلط ټینګ کړي، له بلې خوا یې مخالفین داسې حساس کړل چې ټول به له صحنې باسي او د زرو کلونو وروسته به د یو نوي قومي هویت له مخې د نظام اساس ږدي؛ له مخالفت او مقابلې سره مخ شو. د مجاهدینو نورو مشرانو لومړی د مصلحت کوښښ وکړ؛ مثلاً مولوي خالص رباني ته وویل چې د وړو غوښتنو پر خر مه سپریږه (یعنې ستمي او قومي اجندا پریږده) او د ملت د مشرۍ په آس سپور شه، خو د ټول ملت سره په مشوره. خو د رباني او مسعود اجندا مطلقه قومي او محلي وه او یوازې هغه څوک یې له ځان سره منل چې د دوی د لوی هدف!!! په وړاندې ونه دریږي. همزمانه، په راولپنډۍ کې د دخیلو لوریو په مرسته د جهادي مشرانو له خوا په یو نوي جوړښت توافق وشو چې هغه هم د مسعود – رباني تبارز ته لار هواروله.
9) د راولپنډۍ د توافق له مخې د رباني له خوا په قدرت خیټه اچول او د ۶۰ زرو کابلیانو وژل
که څه هم په راولپنډۍ کې ظاهراً توافق وشو چې حضرت صبغت الله مجددي به دوه میاشتې او برهان الدین رباني به څلور میاشتې واک چلوي او بیا به واک د منتخبې شورا له لارې ملت ته لیږدوي، خو استاد رباني له لومړۍ ورځې د جګړې لار ونیوله، مجددی یې د یو نظربند په شان وساته او ټاکل شوی صدراعظم یې کار ته نه پریښود او ویل یې چې (صدراعظمي را خو چه که یک یک مرغانچه را هم در کابل برایش نمیدهم). دوی د نظام ټول درې سوه کلن هویت، اساسات، بنسټونه، بیرغ او سرود د یوه قوم او ډلې په خوښه جوړ کړل او ځکه یې یوې خونړۍ داخلي جګړې ته لار هواره کړه. هغه سیمې چې د نورو تنظیمونو لاس کې وې (جاده میوند، کارته نو، سیدنورمحمدشاه مینه، هودخیل، قابل بای، احمدشاه بابا مېنه، چهلستون، دارالامان، دهمزنګ، د کابل غرب، افشار، قرغه، کارته سخي، کارته سه و چهار ……) د جمعیت له خوا بې رحمانه بمبار او توپ باران شوې او تر اوسه یې ورانۍ پاتې دي. نورو تنظیمونو (د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي، د عبدالعلي مزاري په مشرۍ حزب وحدت، د عبدالرب رسول سیاف په مشرۍ اتحاد اسلامي او د عبدالرشید دوستم په مشرۍ جنبش ملی اسلامی هم د خپلو حریفانو تر واک لاندې سیمې په توغندیو ویشتلې، خو د وسلو زور یې دومره نه وو، چې سیمې د پورته یادو شوو سیمو په شان ونړوي. په دغو جګړو کې ۶۰ زره بیګناه هیوادوال ووژل شول، خو د رباني ـ مسعود پلویان چې د جنګ پر پیلولو او د ملګرو ملتونو پر پلان کودتا باندې افتخار کوي، د دغو وژنو او ورانیو مسؤولیت پر نورو اچوي.
10) د اهل عقد و حل په شورا کې د جمعیت او سیاف له ملایانو پرته د ټول افغانستان د علماو اغفال او دوکه:
د حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي پرته نورو تنظیمونو او ملت (ممکن د ملي ګټو او اسلامي ورورولۍ او اتمام حجت په خاطر) رباني ـ مسعود ته فرصت ورکړ او د سولې هڅې یې وکړې. بالاخره رباني او مسعود حاضر شول چې د اهل عقد و حل یوه شورا جوړه او د شورا له خوا ټاکل شوي مشر ته واک ورکړي. په دغه وخت کې د ټول افغانستان د اهل السنت والجماعت د علماوو سراسري شورا د مولوي ذاکري په مشرۍ فعاله وه چې د دوی مشران علما دې شورا ته رابلل شوي او په کابل کې منتظر ناست وو. خو د سیاف سره په ګډه رباني ـ مسعود تصمیم ونیو چې د دغو علماو له حضور پرته په پټ ډول یوازې د خپلو تنظیمونو له ملایانو شورا دایره او رباني د ولسمشر په توګه وتاکي، کله چې په ټاکل شوي ورځ وخت په تیریدو شو، د مولوي ذاکري په مشرۍ علماوو پوښتنه وکړه چې دا شورا ولې نه دایریږي او موږ ته څوک غږ ولې نه کوي، خو ورته وویل شول چې شورا جوړه او رباني یې د مشر په توګه وټاکه. له همدغې شیبې وروسته د علماوو سراسري شورا تصمیم ونیو چې د یو غاصب په توګه د رباني د واک د چپه کولو کار پیل کړي او دغسې فتوا یې ورکړه.
11) د دوکې او تغلب سره سره ناکامیدل
د اسلامي علماو او مجتهدینو له خو د مسلمانانو په منځ کې د وینې توییدو او لا زیات اختلاف د مخنیوي لپاره په نادرو حالاتو کې تغلب هم د واک نیولو یوه لار ګڼل شوې ده. خو متاسفانه رباني ـ مسعود تغلب هم ونه کړای شو او واک یې یوازې د کابل په شمال څو ناحیو کې محدود پاتې شو. حتی کابل ښار یې په خپله ولکه کې رانه وست. نه یې وکړای شول پل محمود خان ته خپل واک وغځوي، نه قرغې ته او نه دهمزنګ او نورو سیمو ته.
د دوی د لجاجت له امله کابل چور او کابلیان تباه شول. د دې فاجعې استثنایي اړخ دا وو چې د جمعیت او نظار شورا مشرانو پخپله خپلو جنګیالیو ته امر کاوه چې د پیسو مارکیټ، دولتي ځمکې او کورونه غصب کړي. په تاریخ کې دوی یوازني د کور مشران دي چې د خپل کور د تالان او چور امر یې کاوه. مثلا فهیم خان به خپلو جنګیالیو ته واضح ویلي چې ځانونه ماړه کړئ او لکه یهود چې د پیسو په زور پر نړۍ پټ واک چلوي، تاسو هم ځانونه پر افغانستان همدغسې واک کولو ته تیار کړي. ده به ویل چې د ( غل) له نوم مه شرمیږئ: (نامش دو سال است، بعد ازو برای تان حاجی صاحب، ملک صاحب، وکیل صاحب، وزیر صاحب و رییس صاحب میګویند).
پر همدې اساس دوی ټول تاریخي او فرهنګي میراثونه، د نظام بنسټونه، د ولس او دولت شتمنۍ او جایدادونه غصب او چور کړل.
12) د یو افغاني ملي دولت پر ځای د قوم او ډلې حکومت، شعار، هویت او تاریخ:
که رباني او مسعود د هیواد او دولت د هویت او تاریخ د بدلون اجندا نه لرلای، ممکن له دومره شدید مقاومت او په پای کې له ماتې سره نه وای مخ شوي، خو دوی غوښتل د تاریخ ټول مسیر بدل کړي. همدا دلیل وو چې ټول ملت ورسره فکري او جنګیاليو ورسره نظامي مخالفت وکړ او د دوی د واک کمپله یې یوې محدودې سیمې ته ورټوله کړه.
13) د کابل بایلل او بغاوت ته دوام ورکول
رباني ـ مسعود ته له اته او اووه تنظیمونو یوازې د سیاف تر ټولو کوچني تنظیم پاتې شو چې هغه له پخوا د جمعیت یوه ځانګه وه، خو دا چې د روسانو په مرسته د وسلو او نظامي تجهیزاتو تر ټولو زیاته برخه جمعیت او نظار شورا تالا کړې وه، فکر یې کاوه چې له ټول ملت سره مقابله کولی شي. البته مقابله یې ونه شوه کړای او کابل یې پریښود. له کابل څخه تر وتلو وروسته یې بیا هم جګړې او شورش ته دوام ورکړ، ځکه همدغه یې د ژوند تیرولو مصروفیت او له بهرنیانو د پیسو او ملاتړ جلبولو وسیله وه. له بلې خوا مسعود بیا هم د یو ستراتیژیک خریدار هیله له لاسه نه وه ورکړې او لابي یې کوله چې غرب خپلې مرستې ته راکاږي.
14) غربي نړۍ سره د اسلام او طالبانو د عمق اسلامي او عمق ستراتیژیک د مخنیوي معامله کول:
په اصطلاح د اسلامي عمق او ستراتیژیک عمق مخنیوي لپاره د مناسبترین شخص او ډلې په توګه احمدشاه مسعود بیا ځان غرب ته عرضه کړ او بل ماموریت یې واخیست. کله چې نوموړي د اروپا په پارلمان کې خبرې کولې دا جمله ترې (ارادي یا غیر ارادي) راووته چې (….. طالبان در پی یک عمق ستراتیژیک و یک عمق اسلامی در منطقه و جهان هستند …). دا خبرې چې ډاکتر عبدالله وژباړلې، عمق اسلامي ترې یا هیر شو یا یې نه غوښتل چې ویې ژباړي، نو مسعود ورته ورو وویل: عمق اسلامي. یعنې دوی غربي نړۍ ته ځان داسې عرضه کاوه چې د یو اسلامي نظام مخه یوازې دوی نیولی شي. او د دغسې معاملې اساس یې کیښود.
په پای کې سره له دې چې قوماندان مسعود وژل شوی وو ، خو ملګرو ته یې له غربي نړۍ سره د معاملې وخت راغی. هغه وخت چې د امریکا په مشرۍ د غربي نړۍ او متحدینو نړیوال ایتلاف پر افغانستان یرغل کاوه دوی د لس میلیونو ډالرو په بدل کې یې له هیڅ ډول لیکلي قرارداد پرته د افغانستان ټول تاریخ او هیواد او لویې ملي او اسلامي داعیې وپلورلې. امریکا او شریکان یې هم حیران وو: دومره ارزانه سودا؟ په لس میلیونو ډالرو ټول هیواد، تاریخ، عزت، دین او ابرو خرڅول؟
15) له غرب سره د خپل هیواد، نظام، وطنوالو او مسلمانانو د وژلو معامله او میلیونونه ډالر اخیستل:
د امریکا او غرب د حضور پر مهال دوی هسې شرمناک کارونه وکړل چې د بشریت په تاریخ کې بې ساري وو. د اسلام پروفیسور برهان الدین رباني تر اتومي بمونو راکم د نړۍ تر ټولو لویو بمونو (ډیازی کټر) د ورولو په صورت کې لا هم ځان کې د جګړې زور نه لیده، نو امریکایانو ته یې چیغې کړې چې غټ غټ بمونه راغورځوي. ده ته ۱۸ خرواره بم کوچنی ښکاریده، او یا دا چې د اتوم بم د استعمال هیله یې لرله.
یونس قانوني له امریکایانو سره خپلسری زندان جوړ کړ او ټول پښتانه پانګوال به یې یا ویرول او یا اختطاف او تالا کول او یا به یې تر هغه بندي کول چې د خپل تجارت یوه برخه کې د دوی د ډلې یو غړی په وړیا ډول شریک کړي.
د امریکا تر یرغل وروسته سره له دې چې مسعود نور ژوندی نه وو، خو ملګرو او روزل شوو شاګردانو یې بیا هم د یرغلګرو د کرایې عسکرو په توګه په افتخار او خوشحالۍ د ملت دښمنۍ ته راودانګل. دوی به د هغو شهیدانو څخه وسلې راټولولې چې د بهرنیانو په هوایي بمونو او کیمیاوي ګازونو به مړه وو او ویل به چې این و آن جای را فتح کردیم!!! یعنې د پردیو په واسطه د خپل هیواد اشغال ته به یې فتح ویله!!!
16) هیواد یې بې له کوم قرارداده خرڅ کړ:
د مسعود تر وژنې وروسته مارشال د دې ډلې نظامي مشر وو. له امریکايي نظامیانو او استخباراتي مامورینو سره یې د الوتکې په منځ کې په داسې حال کې د افغانستان په اشغال کې د بهرنیانو د ځمکني اجیر جنګیالي د تر سره کولو شفاهي موافقه وکړه، چې هغوی هلیکوپتر هماغسې چالان او زورور اواز یې اوچتیده. کله چې الوتکه بېرته والوته او نوموړی د خپلو ملګرو څنګ ته ورغي د ملګرو د انتقاد په وړاندې چې ولې یې له امریکایانو یو لیکلی سند وانه خیست، په قهر شو او ویې ویل: شما از ابرقدرت سند می ګیرید، برای ما کافی است که طالب را بزند. یک اندازه امکانات نیز داده است. نوموړي اووه میلیونه ډالر اخیستې وو. په دې هم پوهیده چې د چور له لارې به بیا د دغه مقدار سل چنده پیدا کړي. همداسې وشول، د لسګونو میلیاردرانو په منځ دا ښاغلی هم وو چې تر مرګ وروسته یې غلا شوي پیسې د ورونو، زامنو او زومانو له خوا چور شوې.
17) غربي ایتلاف ته لیکل ورکول چې د افغانانو د کورونو تلاشي او بندي کول په خلاص مټ وکړي
په دولت کې د غوښنې برخې تر لاسه کولو وروسته لکه چې اشاره ورته وشوه د نظار شورا مشرانو د افغانانو د نیولو او شکنجه کولو لپاره شخصي زندانونه جوړ کړل. د دوی په منځ کې (ظاهراً) تر ټولو نرم مزاجه شخص ډاکتر عبدالله رسماً بهرنیانو ته لیکلې اجازه ورکړه چې د هر افغان کور شپه یا ورځ په نامسؤوله او د ټولو بشري موازینو خلاف تلاشي کولی او غړي یې ځورولی او بندي کولی شي. د دې ډلې جنګیالي د افغانانو کورونو ته له بهرنیانو سره یو ځای تلل او تر هغوی یې زیات تشدد کاوه. البته بهرنیانو ته د دغو کورونو د تلاشۍ غلط معلومات به هم د امرالله صالح، د هغه د ملګرو او نظار شورا ـ جمعیت نورو غړو له خوا برابریدل، ځکه د ناسمو معلوماتو راټولول او د هغو په واسطه د افغانانو د کورونو تلاشي، د نارینه و وژل یا تر بې ابۍ او وهلو او ټپي کولو وروسته باګرام او ګوانتانامو زندانونو ته وړل او یا وژل او د تربیه شوو لیوانو او سپیو له خوا د باعفته میرمنو داړل د دوی د عقده مند او مزدور ژوند تر ټولو لوی خوند وو. امرالله به پخپله په ډېر ویاړ ویل چې د هغه ټول ژوند (بهرنیانو ته د افغانانو پر ضد) د معلوماتو برابرول دي. ده ویل چې معلومات څښي. رښتیا د ده او د ده د ډلې څښاک، خوراک او تنفس ټول د هغو مردارو پیسو له لارې تمویلیده چې دوی پر بهرنیانو د دغو ناسمو معلوماتو د پلورلو او هیواد د چور له لارې تر لاسه کولې.
18) له اشغالګرو سره یو ځای د خپل ملت پر تعقیبولو او شکنجه کولو اعتراف
فهیم خان چې بیا وروسته اشغال ته د پیاده عسکرو د مشر په توګه د خپلو خلکو د وژنو په بدل کې د مارشال نوم ورکړ شو په دې اعتراف چې اوس دې خپل دښمنان (افغانان ـ مسلمانان) په کندهار او نورو ولایتونو کې تعقیبوي او د (دنیا) د شرایطو سره ځان عیارولو ورته دغه لویه ګټه کړې ده.
19) بیا په نړۍ ګرځېدل او د قرادادي او اجرتي قاتلې ډلګۍ رول ته تیاریدل
اوس چې جمعیت او نظار شورا یو ځل بیا مات او له صحنې وتلي دي، په نړۍ ګرځي او ورته وایي چې د طالب او نورو اسلام فکره ډلو د ځپلو لپاره درسره ملګري یو. دوی بیا هم ځان هر افغان ضد او مسلمان ضد قوت ته عرضه کړی دی چې په ارزانه بیه ځان وپلوري او بیا د افغانانو او مسلمانانو د وژنو، بندي کولو، اختطاف کولو، خرڅولو او بې عزته کولو قرارداد واخلي.
20) دوی د نورو افغانانو په شان د معقول او متمدن سیاست حق لري، خو پوهیږي چې په دغسې شرایطو کې دوی د ټول افغانستان او په ځانګړې ډول د خپلو سیمو د خلکو له محاسبې سره مخامخ کیږي. ځکه دوی خو تر ټولو لومړی د خپلو سیمو هغه سیاسي او جهادي کادرونه وژلي دي چې د دوی د کلي او کور خلک وو. له بلي خوا دوی اوس د رهبر له فقدان سره مخ دي. رباني او مسعود ته کلونه په کار وو چې ستمي او د بهرنیو د مزدورۍ څېرې یې راښکاره شي، خو اوسني مشران یې د مشهورو غلو زامن دي او د حسیب قوای مرکز په شان مشهور لنډه غران او اختطاف چیان او د امرالله صالح په شان جاسوسان دي چې هیڅ ډول شخصیت او محبوبیت نه شي تر لاسه کولی.
21) د افغانستان ټول قومونه په ځانګړي ډول تاجکان باید دا ډله وپیژني او خپله لاره ترې بېله کړي. دا حرفوي مزدوران د دوی مظلوم اولادونه له خپلو نورو افغان ـ مسلمانو ورونو سره د جګړې په سنګرونو کې وژني او په بدل کې یې په پیسو چې له غیر اسلامي او مغرضو هیوادونو یې اخلي خپلو زامنو او لوڼو ته په دوبۍ، استانبول، پاریس، لندن او د نړۍ په ټولو ښکلو ښارونو کې بلندمنزلې، ارایشګاوې، بارکلپونه، هوټلونه او ویلاګانې اخلي. دوی نه د تاجکو نماینده ګان وو او نه دي. دوی د خپلو غلا کړو شتمنیو د ساتلو نماینده ګان دي. البته په جمعیت اسلامي کې چې کوم کسان مسلمانان وو، له هماغه لومړیو ورځو د جنایتکارانو له ډلې جدا شول، ځینې یې په کور کیناستل، ځینو بهر ته مهاجرت وکړ او ځینې یې پر ضد له نورو ډلو سره ملګري شول.
نو د جمعیت او شورای نظار له شریرو جګړه غوښتونکو دې څوک د خیر او ښو کومه هیڅ تمه نه کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.