د قبض څخه خلاصون لپاره اسانه لارې چارې

ریاض احمد

1,084

همیشه قبضیت یوه داسې مهلکه ناروغي ده چې انسان ذهني نارامه ساتي، دفاعي سیستم یې کمزوری کوي، د شکر په څېر د سترې ناروغیو نښه بلل کیږي او دا ډول د یو شمېر نورو ناروغیو رامنځته کېدلو لامل هم جوړیږي، په دې اساس قبض ته د «مرضونو مور» هم ویل کیږي.
د څیړنو پر اساس د شکری ناروغۍ نه غیر د سرطان ناروغۍ هم د قبض په بڼه رامنځته کیږي، روغتیا پوهان وایي که تاسې له قبضیت ناروغۍ سره مخ یئ نو هیڅکله دې ته په وړه سترګه مه ګورئ او ددې سمدلاسه درملنه ترسره کړئ.
په لاندې اسانه نسخو د قبضیت مخه ونیسئ او یا یې له منځه ویسئ!
زیتون تیل: د زیتون سوچه تیل د قبض په مخنیوي کې تر ټولو اهمه نسخه ده، ددې په استعمال سره د هاضمې سیستم په حرکت راځي چې ورسره کولمې پاکیږي، د پوهانو په وینا ددې لپاره باید هر سهار په لوږه یوه کاشوغه د زیتون تیل استعمال کړئ، ځکه چې په تشه خیټه یې اثر غوره وي.
اوبه: که چیرې هره ورځ اته ګیلاسه اوبه وڅښل شي د قبضیت څخه شکایت به له منځه ولاړ شي، اوبه د کولمو فعالیت متحرک کوي، هر کله مو بدن د اوبو کموالي سره مخ شو په قبض ناروغۍ اخته کیدلای شئ.
د پخلي سوډا: بیکنګ سوډا د قبض له منځه وړلو لپاره ښه ثابتیږي، د ګیلاس یو پاو برخه تړمې اوبو کې یوه کاشوغه بیکنګ سوډا ګډه کړئ او ښه یې حل کړئ بیا یې وڅښئ، ډیر ژر به مو قبض له منځه ولاړ شي.
دا ډول مناسبه اندازه سبزي، مالټه، کیوي او مستې هم د قبضیت له منځه وړلو کې ګټورې ثابتیږي.
د قبضیت رامنځته کېدلو یو شمېر لاملونه دي، د بیلګې په ډول، په خوړو کې ژور بدلون، ډیر زیات پاخه شوي خواړه، په ځانګړي ډول هغه مهال چې غواړئ وزن مو کم کړئ، د کافي یا نورو کافیین لرونکې څیزونو استعمال، ګازي څښاک او درد وړونکی درمل استعمال هم د قبض رامنځته کېدلو لامل ګڼل کیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.