غزل

عبدالباري جهاني

716
وختونه به تیریږي دا ژوندون به سبا نه وي
دې ښارته به د اوښکو د سېلونو سلا نه وي
تیارې به د قرنونو وي له لمره تښتېدلي
په خونه را شریک به مو پیریان او بلا نه وي
کارګان به په تور مخ وي زموږ له باغ څخه وتلي
پر کور د انارګل به د زاغانو غوغا نه وي
که نن نه وي جانانه سبا کلي ته درځمه
په لار کي به دي پلونه د رقیب خامخا نه وي
یزید به لکه خلی د زمان بادونه یوسي
پر ښار به تر قیامته حسیني کربلا نه وي
تر بور به وي پښېمانه د پېړیو له بدیو
لښکر د ابوجهل ته به کلي تنها نه وي
له خپلو منبرونو به مو ږغ د خپل بلال وي
واکمن به نامحرمه د بابا د قلا نه وي
څښتن به مي د واک یمه خالق چي را بخښلی
« اختیار به مي د ږیري همېشه د ملا نه وي»
چي قبر ته راځې زما به پر شناخته وي لیکلي
تیارې به تر ابده د دې غرونو په خوا نه وي
ما هم د جهاني له غزل زېری دی اخیستی
ډېوه به مو په کور کي د رقیب تر سبا نه وي
عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۲ کال د اګست د میاشتي شپږویشتمه، ویرجینیا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.