استاد یاسر

1,343

ما لا تر اوسه ورته شھید یا مرحوم نه دی لیکلی، مفقود او غایب ورته ویل ھم خوند نه راکوي.

زہ دا خبرہ د فقه الأسرة ( کورنۍ فقه ) د مفقود الأثر،او غایب د فقھي تعریفاتو له مخې نه کوم، ھغه دې قاضیان او مفتیان صاحبان وڅیړ‎ي!

زہ د خپل زړ‎ہ خبرہ کوم، د مومن د فراست خبرہ ، پخپل زړ‎ہ کې دننه د یوې داسې ھیلې، امید او ارمان خبرہ چې نه پوھیږ‎م د کوم ځای

څخه په الھام اخیستنې یې تل د ھغه د حیات زیری را کړ‎ی!

ښه شو دې ورځو کې دا زیری د استاد د کورنۍ غړ‎یو ھم پر موږ‎ ټولو وکړ‎.

څه باید وشي؟

۱- د استاد د ازادۍ لپارہ په ټویټر کې کمپاین پیل شوی، باید لا یې نور ھم پیاوړ‎ی کړ‎و!

په فیس بک او نورو خواله رسنیو کې یې په اړ‎ہ لیکنې وکړ‎و، په راډیو او تلویزوني پروگرامونو او مرکو کې یې یادونه وکړ‎و او …..

۲- د استاد یاسر د کورنۍ غړ‎ي او مخلصین باید د غونډو، مجالسو، مظاھرو او ان لاریونونو له لیارې پر حکومتفشار راوړ‎ي چې

 د استاد پوښتنه وکړ‎ي!

غالبا د ۲۰۲۰ م کال اخري نیمایي کې یو ھیئت د قطر له سیاسي دفتر څخه د پاکستان په رسمي دعوت ھلته روان وو، ما د

شخصي پیغامونو له لیاري د قطر ملگرو ته د استاد یاسر د پوښتنې یادونه کړ‎ې وہ، ھغوی ھم د استاد په اړ‎ہ د مالوماتو حاصلولو

 وعدہ را کړ‎ې وہ، خو ھغه مھال اما رت له یوہ حساس او نازک سیاسي حالت څخه تیریدہ نو د ډیر فشار وارِدول راته مناسب نه ښکاریدہ!

اوس حالات بدل دي، پر حکومت باید ولسي فشار راوړ‎ل شي تر څو لږ‎ تر لږ‎ہ د استاد یاسر پڅیر مشرانو د حیات او

ممات په مسئله کې د مرموز سیاست څادر له ځانه لیرې کړ‎ي!

د استاد د کورنې غړي ‎او ورته نژدې کسان باید دا مبارزہ رھبري کړ‎ي،  خو ھیله دہ د کوم سیاسي موقف دلاسته راوړ‎لو

 لپارہ ترې د وسیلې کار وانخلي!

۳- حکومت باید؛

الف: د تورلینگیانو سفیر احضار او د استاد د پریښودو غوښتنه ترې وکړ‎ي!

ب: د عفوې د نړ‎یوال سازمان، نړ‎یوالې ټولنې او نورو ذیدخله سازمانونو څخه د استاد په را خوشې کولو کې مرسته وغواړ‎ي!

ت: په پاکستان کې د افغان سفارت او نورو ممکنو لارو له لیارې د استاد دوسیه د پاکستان سپریم کورټ ته

وړ‎اندې کړ‎ي، که پیسې ولگول شي، په پاکستان کې تکړ‎ہ وکیلان د مدني ټولنو فعالان، او ژورنالستان په دې اړ‎ہ پورہ مرسته کولای شي.

ج: د پاکستان علماء و ننگوي، او پر دې یې باوري کړ‎ي چې تر اوسه یې د پنجابي استبلشمنټ لپارہ دیني احکام او د شریعت تقاضاوې

 تر پښو لاندې کړ‎ې وې، خو که اوس د خپل مسلمان عالم، مجاھد، مھاجر او مبارزورور په خوشې کولو کې کردار اداء کړ‎ي،

 نو د پھلا پاکستان تیوري یې نه متضررہ کیږ‎ي!

ج: په کراچۍ او نورو ځایونو کې له افغان مسافرو سرہ د پاکستاني امنیتي کسانو وحشي چلند او د منظورپښتین د تحریک او نورو پښتنو مرستې

دا وښودله چې “ لاس مات شي، غاړ‎ې ته راځي” د وینا پر اساس، په دولتي سطحه ترې مننه وکړ‎ي او د استاد په راخوشي کولو کې ھم

 ورڅخه مرسته وغواړ‎ي!

۴- د دې کمپاین موخه د اما رت مخالفت نه دی بلکې کله کله حکومتونه پخپله غواړ‎ي چې رعیت د ولسي فشار له لیارې د دا رنگ داعیو

د مخته وړ‎لو لپارہ زمینه سازي وکړ‎ي؛ ماته دا دوسیه ھم ھمداراز ښکاري ، که نه د استادمتعلقینو تر اوسه ولې سکوت کړ‎ی وو؟

 خو موږ‎ ته مڼه پکار دہ، پر ونه یې کار نلرو!

۵- دې کې شک نشته چې افغانستان په وچه کې ایسار  ( Landlocked) ھیواد دی، اقتصادي ستونزې لرياو حکومت یې ھم

له نړ‎یوالو بندیزونو سرہ مخ دی خو که بلې خوا ته وگورو، پاکستان تر موږ‎ په بدتر سیاسي اواقتصادي وضعیت کې قرار لري،

موږ‎ د خپل وضعیت د ښه کولو لپارہ له پاکستان څخه بھتر بدیلونه په لاس کېلرو، نو ځکه په زغردہ وایم چې که د پاکستان دولت

د ښه گاونډیتوب مسؤلیت نه اداء کوي، باید سفیر یې وشړ‎لشي او بھرنۍ اړ‎یکې ورسرہ قطعه شي، ھغوی ھسې ھم افغان حکومت په

 رسمیت نه دی پیژندلی. د افغانحکومت جرئتمندانه اقدام، پاکستان د ھند له ویرې ھم لارې ته راولي!

۶- افغان دولت، باید پاکستان ته په دې اړ‎ہ دوہ بدیله مخې ته کیږ‎دي!

لومړ‎ی؛ امارت ته د استاد سپارل او که خدای مکړ‎ہ او بیا ھم خدای مکړ‎ہ شھید شوی وي نو د استاد مړ‎ی او دقاتل سپارل.

موږ‎ لله الحمد د شرعي نظام څښتنان یو.

که د شرعي نظام د تقاضا مطابق د لوگر، پکتیا او نورو سیمو په لوبغالو کې د حدودو او تعزیراتو پلې کول د شریعت غوښتنه وہ

نو د استاد پر قاتل د قصاص د شرعي حکم تطبیق ھم د شریعت غوښتنه دہ.

راځئ! موږ‎ ھر یو د استاد یاسر د خوشې کیدو لپارہ د خپلې وسې او امکاناتو مطابق ھڅې او کمپاین وکړ‎و.

پیغمبر علیه السلام فرمایلي:

والله في عون العبد ما كان العبد في عون أخيه. رواہ مسلم

ھمت مردان، مدد خدا

___________________________

حفیظ الدین پیرزادہ

د نومبر ۲۸/ ۲۰۲۲ م

لندن

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.