په سیمه کې جیوپولیټیکی بدلون او د نوی محور د تشکیل هڅې

لیکنه : امیر ګران

477

د چین جمهور رئیس شي جېن پینګ د دیسمبر د میاشتی له ۸ تر ۱۰ می نيټی ، ۲۰۲۲ م کال ، سعودی عربستان ته په دری ورځنی رسمی سفر تللی وو ، لکه څنګه چی ولیدل سول د سعودی د پاچا سلمان بن عبدالعزیز او ولیعهد محمد بن سلمان چی په غربی میډیا کی د MBS  په نامه مشهور ده لخوا ئی د بایدن په پرتله تود هرکلی وشو ، بن سلمان په روغبړ کی له بایدن سره سوک یا موټي لګولی وو  او د معمول په څیر ئی روغبړ ونکړ ولی د شی جېن پينګ سفر ته ئی ډیر ارزښت ورکړ ، چین چی وروسته له امریکا د نړۍ دویم اقتصاد بلل کیږی هڅه کوی چی د منځنی ختيځ له هیوادو سره اړیکی پراخی کړی که څه هم جیو بایدن په تیر اوړی کی سعودی ته د خپل سفر پر مهال په ډاګه کړی وه چی نه غواړی له منځنی ختیځه ووځی او ځای چین ، روس او ایران ته خالی کړی ، څرګنده ده چی سعودی په سیمه کی د متحده ایالاتو سره ستراتیژیکی پارټنرشیپ او ملګرتیا لری ،
د سیمی د حالاتو سیاسی او اقتصادی شنونکی په دی اند دی چی د شی جین پینګ سفر سعودی ته د چین لپاره بریاوی او لاسته راوړنی درلودی ، نوموړی په دغه سفر کی په دریو مهمو غوڼډو او خبرو اترو کی برخه واخیسته ،
۱ => سعودی عربستان – چین مذاکرات
۲ => د خلیج د همکاریو د شورا او چین غونډه
۳ => عرب – چین غوڼډه ( د عربی هیوادو د مشرانو او چین غونډه )
د یادولو ده چی امریکا د چمهور رئیس شی جېن پینګ سفر له نږدی او په وارخطائی تعقیباوه ، همدارنګه د کورونا د نړیوالی پانډیمی وروسته بهرنیو هیوادو ته دا د شی جېن پینګ دریم سفر ده ، لومړي سفر ئی قزاکستان ، دویم ازبکستان د شنګهای د همکاریو د سازمان په کنفرانس او دریم سعودی ته ، چینائی حکومتی پلاوی په دغه سفر کی له سعودی عربستان سره ۳۴ قراردادونه د ۳۰ میلیارده ډالرو په پانګه اچونه او ارزښت د سعودی د پاچا سلمان او د چین د جمهور رئیس شی جېن پینک لخوا امضاء شول ، یو له دغو قراردادونو څخه د I -T یا انفارمیشن تخنالوژي ده همداډول ، = د HUAWEI له کمپنۍ سره قرارداد ،= د تیلو تجارت ، د شنی انرژۍ یا هایدروجن ، تعمیراتو ، ترانسپورت او طبی صنعت د همکاریو قراردادونه.
په پورتنیو برخو کی به همکاری د محمد بن سلمان یا MBS د ۲۰۳۰ ویژن یا لیدلوری او د چین د OROBI یو سړک یو کمربند ابتکار تر سیوری لاندی عملی کیږی ، بن سلمان غواړی د دغه لیدلوری په رڼا کی سعودی عربستان د متمدنه ژوند او صنعتی کیدو خواته بوزی ، د یادولو وړ ده چی سعودی عربستان د انفارمیشن په تخنالوژۍ کی له هند سره هم د قراردادونو تصمیم درلود ځکه هند په نړیواله کچه د I-T یا انفارمیشن تخنالوژۍ سوپر پاور بلل کیږی او په دغه برخه کی ډیرو هیوادو ته متخصصین لیږی ، ضمناً بن سلمان د نوامبر په میاشت کی باید هند ته په رسمی سفر تللی وای خو مخکی له دی سفر د پاکستان صدراعظم شهبازشریف ریاض ته ولاړ او بیا وروسته د بن سلمان سفر هم هند ته د ناڅرګندو دلایلو له امله ونه شو بل مهم قرارداد د سعودی او چین په منځ کی د ستراتيژیکی اړیکو ملګرتیا ده ، باید هیر نکړو چی سعودی له امریکا سره هم ستراتیژیکی پارتنرشیپ لری او هم له نوموړی هیواد څخه د هوائی او ځمکنیو ځواکونو لپاره طیاری او وسلی اخلی ایا په دا ډول دیپلوماسۍ به امریکا ناراضه نه شی ؟ یو وخت د ایران او سعودی مناسبات کړکیچن شول بیا سعودی نور هم امریکا ته نږدی شو ، امریکا به دا اندیښنه هم لری چی مبادا د چین او سعودی ستراتیژیکی ملګرتیا د امریکا د دفاعی صنعت تخنالوژۍ ته د لاری پیدا کیدو سبب نه شی ، په عربستان کی د چین سفیر د “ الشرق “ له تلویزیونی شبکی سره په مرکه کی ویلی چی ( د چین او سعودی عربستان د اړیکو وده او پراختیا د دریم هیواد په تاوان نه ده ، دواړه هیوادونه په نړیواله کچه د سولی او انکشاف شریکان دی او په اوسنۍ څو قطبی نړۍ کی چین ، عربستان ته د یوه مهم قدرت په سترګه ګوری ، هغه زیاته کړی چی په عربستان کی د چین اقتصادی پلانونه د دغه هیواد د ۲۰۳۰ لیدلوری په رڼا کی عملی کیږی او پنځه راتلونکی کلونه به د دواړو هیوادو په اړیکو کی د رُنــســانــس حیثیت ولری ).
په همدی اساس په ریاض کی د عربی هیوادو د رهبرانو او شی جېن پینګ ملاقات د اهمیت وړ او د تیرو لیدنو کتنو چی په ۲۰۰۴ م کال کی ترسره شوی وی ، په ادامه وو ، په مذاکراتو کی عربی مشرانو د چین د OROBI یانی د یوه سړک یوه لار ابتکار تائید او په ګټه وباله او دا نوښت ئی د لرغونی وريښمو د لاری د احیا په لور مهم ګام او هم د اسیا، افریقا ، اروپا او نور سیمو د اتصال لپاره یو مهم لیدلوری یاد کړ ،
له بلی خوا که په اقتصادی ، تجارتی ، عمرانی او ستراتیژیکو همکاریو کی د عربستان او چین تودی اړیکی د هند او سیمی د هیوادو له نظره وڅیړو ، دا اندیښنی د پاملرنی وړ دی چی د سیمی په جیوپولیټیکی تـشـه کی د هند ځای چیری ده ؟
د سیمی د سیاسی اقتصادی چارو شنونکی په دی باور دی چی د عربستان او چین ستراتیژیک پارتنرشیپ ، اقتصادی ، تجارتی اړیکی او د ۳۴ تړونونو لاسلیک کول د عربستان ، چین او پاکستان د سیمه ایز محور د تشکیل په مانا ده ، د هند حکومت دا محور د خپلو ملی او سیمه ایزو ګټو په ضد بولی ځکه په غربی اسیا کی سعودی عربستان د هند له مهمو شریکانو څخه وو او اوس د هند له سیالو هیوادو ( چین ، پاکستان ) سره د یوه نوی محور په تشکیلولو مصروفه ده ، څه موده وړاندی د هند او سعودی مناسبات ډیر تاوده ول ، په تجارتی ، انفارمیشن تخنالوژۍ او نورو ساحو کی ئی همکاری کوله ، په ۲۰۱۹ م کال کی ئی د ستراتیژیکی ملګرتیا موافقت نامه امضاء کړی وه ، ځنی رپوټونه لیکی چی ۵۰۰ هندی کمپنۍ په سعودی کی فعاله دی او سعودی د هند څلورم لوی تحارتی شریک ګڼل کیږی ، په ۲۰۱۹ کی بن سلمان په هند کی د ۱۰۰ میلیارده ډالرو د پانګونی اعلان وکړ او نریندرا مودی ته ئی د پاچا عبدالعزیز لوړ نښان ورکړ ، او د هندی مسلمانانو لپاره ئی د حج کوټه زیاته او ۲۰۰۰۰۰ ( دوو لکو ) ته ورسوله ، هند هم د سعودی په وده او انکشاف کی مهم پارټنر وو ، اوس چی سعودی عربستان له چین سره ۳۴ تړونونه امضاء کړل ایا دا به د دی باعث نه شی چی سعودی د چین خواته ولاړ شی خصوصاً چی پاکستان هم په « ګــیـم » یا لوبه کی فعاله ده ځکه پاکستان د چین د هر موسم دوست ګڼل کیږی.
همدا ډول د سعودی عربستان او چین د اړیکو وده او انکشاف د سعودی او امریکا په مناسباتو هم بی تاثیره نه شی پاتی کیدای ، دا مناسبات د بایدن په واکمنۍ کی جلا لاری تعقیبوی ، سپینه ماڼۍ په استانبول کی د سعودی ژورنالیست خاشقجي په بی رحمانه قتل کی د بن سلمان لاس بولی ( چی اوس ئی صرف نظر کړی ) ، بل دا چی امریکا د اوپیک یانی د تیلو د صادرونکو هیوادو له سازمان OPEC څخه غواړی چی زیات تیل تولید او بازار ته عرضه کړی ، خو سعودی عربستان چی په دغه سازمان کی مهم غړي ده له روس سره موافقی ته رسیدلی چی د تیلو تولید کم کړی ، چی د دواړو هیوادو مناسبات د سوړوالی لور ته بیائی ، امریکا سعودی عربستان ته وسلی او نظامی کومکونه ورکوی په مقابل کی سعودی امریکا ته انرژی ، معلومیږی چی دا اړیکی د خرابیدو خواته روانی دی .
بل دا چی سعودی عربستان د ۲۰۳۰ لیدلوری په چوکاټ کی د خپل هیواد د مودرنایز کولو لپاره تخنالوژۍ ته اړتیا لری چی هغه به اوس چین ورکوی.
وګورو چی دا انکشافات به د دغو قدرتونو او سیمی د هیوادو اړیکو ته کوم لـــوري ورکړی.

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.