په یخو اوبو لامبل پوستکی تازه ساتي او ډیپریشن کموي

806

ځينې خلک په ګرمو اوبو لامبي. ځینې نور بیا په تړمو اوبو ګوزاره کوي. خو څیړونکي وايي، چې په تشناب کې د ګرمو اوبو د دود او بخار په ځای که په یخو اوبو ولامبئ، ګڼې ګټې به مو کړي وي.

ددوې په وینا، چې په یخو اوبو سره لامبل پوستکی تازه او ځوان ساتي. د پوستکي ځلا ورسره زیاتیږي او د پوستکي خوشکي هم له مینځه وړي.

ددې سربیره په یخو اوبو سره لامبل انسان ویښ او بیداره عادتوي. سستي او لټي يې ختموي او د ډیر کار شیمه پیدا کوي.

څيړونکي دا هم وايي، چې په یخو اوبو سره لامبل پریشناني او ډیپریشن تر ډیره حده کموي.

د څیړونکو په باور چې د ورځې کمه تر کمه دوه ځلې په یخو اوبو لامل د ډیپریشن سره د مبارزې تر ټولو غوره لاره ده.

نو که د ستړی او پریشانۍ احساس کوئ، بسم الله کړئ. پورته شئ او په یخو اوبو ولامبئ. خو په دومره یخو اوبو هم نه، چې خدای مه کړه مریض مو کړي.

په یخو او یا تړمو اوبو لامبل د بدن خیره ختموي، سټریس کموي او انسان د بهرنيو پیښو په وړاندې غبرګون ته ویښ او بیدار ساتي.

نو سپارښتنه کوو، چې شاور (لامبل)، که په وس مو پوره وي، مه پریږدئ.

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.