د سبکپوهنې اړیکه له نورو علومو سره

فرزانه زیار

1,268

سبک څه ته وايي؟

سبک د یوې لیکنې د فکر او فيګور له ترکيب او تناسب راپيدا ښکلا او ځلا ده.

د فکر او فورم تر منځ باید تناسب وي او دا تناسب ښکلا او ځلا رامنځته کوي.

هر لیکوال يو خاص سبک لري، او پر هغه سبک باندې پيژندل کيږي، په يوې بلې پيژندنې کې سبک داسې راپيژني:

سبک عربي کلمه ده په حقيقي مانا سره د سرو يا سپينږ زرو ویلې کول او په قالب کې اچول دي مجازا د بیان او اظهار ځانګړي طرز ته سبک وايي.

 د اورپا په ادبیاتو کې د سبک د کلمې پر ځای د style کلمه کارول کيږي.

چې نسبت سبک ته کوم پراخه او وسیع مفهوم افاده کوي.

Style  یوناني کلمه ده چې ترسیم، بیان او څرګندونې ته وايي.(۵:۹۹)

 

سبکپوهنه څه ته وايي؟

سبکپوهنه د یو اثر ليکنې، طرز یا د يوې لیکنې ځانګړنې راښيي.

ځينو سبکپوهنه د ادب پوهنې د فرعي ځانکو يوه غښتلې او غوره څانګه بللې ده خو سبکپوهنه يوه ځانګړې پوهنه ده.

د سبکپوهنې اړيکه د ادب پوهنې او ژبپوهنې څانګو سره نه شليدونکي ده، کله چې موږ ادبي سبکپوهنه وايو، نو مشخصوو يي،موخه مو ترې يوازې او يوازې د ادبي آثارو طرز او طريقې ښودل دي.

نو د ادب پوهنې په  فرعي څانکو کې یې شمیرو،علت یی دا دی چې دغه څانګه د ادب پوهنې له بنسټیزو او فرعي څانګو سره په يو ډول نه یو ډول اړيکه لري .

سبک د ادبي علومو د وړاندې کولو طرز او طريقه راښيي.

د ټولنيزو علومو څانګې يو له بله سره اړيکه لري يو د بل د تشريح او توضيح په برخه کې مرسته کوي، سبک هم د ادبپوهنې او همدارنګه له فلسفې ارواپوهنې او ژبنیو علومو له بیلا بیلو څانګو سره اړيکه لري د ادبي او ژبنیو علومو څانګې د سبک په پيژندلو سپړلو سرهراسپړل کيږي د دغو څانګو سره اړيکې لري د ادبي او ژبنيو علومو څانګې د سبک په پيژندلو او سپړلو سره راسپړل کيږي،ددغو څانګو د کار ساحه ټاکي.

لغت پوهنه:لفظونه د اصل، بڼې او جوړښت په لحاظ راسپړي نو سبک هم د يو اثر په څرګندولو کې له دغې پوهې ګټه اخلي، ددغې پوهې پر بنسټ سپکپوهنه کولی شي چې د يوې ليکنې ځانګړنې د لغوي جوړښتونو له مخې په ګوته کړي، موږ ګورو چې په ځينو لیکنو کې مرکب او بسیط لغتونه په تکراري بڼه د کلام د ښکلا، تاکيد او موسیقيت لپاره په بار بار يا بیا بیا کارول کيږي، دغه کارونه په ادب کې د سمبولونو، استعارو، تشبیه،کنايي او مجاز په بڼه وي؛ مثلا: په لرغوني دور کې د پښتو شعرونه د نورو ژبو له کلمو څخه پاک وه،لکه:

بیلتانه ناره مې وسوه په کور باندې

                نه پوهيږم چې به څه وي پیښ په وړاندې

                                                                         اسماعيل بابا

یا :

چې ځي مرغې له تورې کرغې له

                                همزولي پاته، ته ځې برغې له

همدارنګه په منځنۍ دورې کې د میزاخان انصاري، خوشحال خان خټک او رحمان بابا پّ شعرونو کې په پراخه پيمانه د عربي او پارسي لغات وينو، لکه خوشحال بابا چې وايي:

            په پښتو شعر چې ما علم بلند کړ

                        د خبرو ملک مې فتح په سمند کړ

            يو په حال او په ماضي کې هسې نه وه

                         چې ښکاره یی د خبرو راته خوند کړ.(۴:۱۱)

رحمان بابا وايي:

                 ګوره هسې کردګار دی رب زما

                        چې صاحب د کل اختیار دی رب زما

 

د اشتقاق پوهنې او سبک پوهنې اړیکه:

د اشتقاق علم یو لفظ چې له بل لفظ نه جوړ شوی وي، اصلي او فرعي بڼې یې څيړي، ځينې ليکوال له يو لفظ نه نور ډېر لفظونه چې رامنځته شوي وي هغه بیا بیا تکراروي چې دا هم د سبک يوه ځانګړنه ده.

د غوڼډله پوهې اړيکه له سبکپوهنې سره:

د لفظي بڼو ترکيب او د اصلي ماناګانو له وړاندې کولو څخه بحث کوي په يوې ليکنې کې نحوي جوړښتونه هم د يوې ليکنې سبکي ارزښت ټاکي لکه د جملو اوږدوالی،لڼډوالی، د مبتدا او خبر وړاندې وروسته والی، د جملې کړند،کړي او کړ وړاندې وروسته والی هم د يوه ليکوال د سبک په ټاکلو کې وڼډه لري،لکه:

فاعل د غوڼډلې په آخر کې:

د خوشحال قدر که اوس په هیچا نشته

                            پس له مرګه به يي ياد کا ډېر عالم(۳:۷۳)

د معانې او سبکپوهنې اړیکه:

د افادې طریقې او ډولونه څيړې، معانې له فصاحت او بلاغت څخه بحث کوي، د ځینو شاعرانو شعرونه ډېر فصیح او څوک یی ژر پر معنا پوهیدلی شي او د ځينو بیا ډېر پيچلي موضوعات وي الفاظ یی سره داسې اوډلي وي چې یا دوه معناوې ترې اخیستل کيږي او یا یی څوک ژر پر معنا نه شي پوهیدلی؛لکه عبدالرحمن بابا چې وايي:

                  زه د یار په دردر و غم کې شادمان یم

                       لکه ګل د پریشانۍ په وخت خندان يم

د بیان پوهنې سره د سبک پوهنې اړیکه:

د بیان پوهنه د مانا څرنګوالی د څرګندوالي او مبهم والي له نظره څيړي، په دې برخه کې تشبیه، استعاره، مجاز، کنایه،پاراډکس، اسطوره،سمبول… راځي، د يوې ادبي ليکنې کيفیت په همدغو صنعتونو کې نښتی دی او دغه کیفيت د سبک په ټاکنه کې هم وڼډه اخلي، چې د ځينو ښاعرانو په ليکنو کې په بیلا بیلو بڼو راڅرګنديږي.

لکه د حمید بابا په شعرونو کې چې استعارې ډېرې ليدل کيږي، حميد بابا چې وايي:

           آسمان ته به د شعر زینې کيږدم

                که حميد له دې غمونو سر راجګ کړ.

د وزن پوهنې اړيکه له سبک پوهنې سره:

وزن پوهنه هغه علم دی چې د نظم پر څپو ويشنه،رکنونه او بحرونه راپيژني.

د يوې لیکنې د سبکي ځانګړنو په ټاکنه کې عروض هم ځانګړې وڼډه لري،ډېري وخت له وزن څخه هم د یوې ليکنې شاعر څرګنديدلای شي.

لکه د پير روښان په نثري لیکنو کې چې د څپو نظم مراعات شوی دی، چې وايی:

او بایزيد، وکښه په دا الحان، چې به یی کښه سورت الرحمن.

د قافيي پوهنې اړیکه له سبکپوهنې سره:

قافيه پوهنه د بیتونو د پای  د کلمو آهنګينه برخه څيږي، د ادبي ليکنو د سبک په ټاکنه کې دا پوهنه هم لويه وڼډه لري، د قافيي رنګينوالی،بیا بیا تکرار،د رديف راوستل یا نه راوستل هم کولای شي چې د سبک ځانګړنه وټاکي.

د موسیقۍ پوهنې اړیکه له سبکپوهنې سره:

د کلام موسيقي د يوې لیکنې  د تورو او غږونو تر منځ اهنګين تړاو دی چې دغه تړاو په ځينو لیکنو کې ځان بیل راښيياو دا ديو شخص د کلام رنګ او خوند هم راښيي،لکه په معاصر دوران کې چې امان الله سیلاب د خپلو غزلو د موسیقیت له امله ډېر مشهور او محبوب دي، لکه چې وايي:

      ستا د سترګو بلا واخلم بیا د سترګې ولې سرې دي

            پام چې وار د خطا نه شي ما منلې غر غرې دي

            د ارزو جوپه باريږي حوصیلې وهي خنجکې

              د امید په قافله کې شروع نوې نغارې دي.(۲:۲۱۱)

د سبک پوهنې اړيکې له انشاء پوهنې سره:

دغه ليکنه د ديوه منثور کلام کيفیت او څرنګوالی راښيي، په یوې ليکنې کې د کلام کیفيت او څرنګوالی د سبک ځانګړنه ده.

لکه د رشاد صاجب په لیکنو کې د سختو کلمو کارول یا د د سید بهاوالدين مجروح په ليکنو کې فلسفي افکار یا هم د نورمحمد تره کي په کیسو کې کلیوالي الفاظ او د غریب د ژوند انځور…

د محاضراتو پوهنه:

دغه پوهنه موږ ته په یوې ليکنې کې حاضر ځوابي، في البدیهه ويلو اصول،طریقې او کیفیتونه راښيي.

د سبک په پيژندنه کژ دا برخه هم د مطالعې وړ ده، لکه چې خوشحاله بابا تل په ښکاره ځواب ویلی او هیڅکله له چا څخه نه دی ويريدلی، لکه چې وايي:

بهرام هغه خنزير دی

                 چې لایق دی د تفنګ.

د سبکپوهنې اړیکه له تاریخ پوهنې سره:

دغه پوهنه موږ د تیرو خلکو احوال،کړه وړه او دودنه را په ګوته کوي، په ځينو لیکنو کې دا برخه ډېره د پام وړ ګرځي او همدغه پام ور اووښتنه د سبک په ټاکلو کې ځانګړې وڼډه لري؛لکه:

    ته يوسف یی ارزو ستا زليخا ده

                                ستا په برخه غلامي ددې لیلا ده.

د سبک پوهنې اړیکه له متلونو سره:

د متلونو پيزنده او کارونه په يوې ليکنې کې سبک راښييد يوې ليکنې سبکي ځانګړنې جوتوي(۱:۱۰۶)

لکه  حمید موند چې وايي:

په زړه مهر په خوله قهر زوی ته بویه

                         څه ښه وايي چیرته ډب هلته ادب(۵:۱۱۲)

د سبکپوهنې اړیکه له فلکلور پوهنې سره:

فلکلور پوهنه د يوه ملت، قوم او قبیلې ذهني تجربې او کړه وړه راښيي، ددې پوهې د ليکلو او نورو سره د توپيرولو کار سبکپوهنه راښيي، په دې برخه کې ولسي ادبیات د ځانګړې مطالعې وړ دي ولسي ادبیات ځان ته سبک لري، چې ځينو شاعرانو په خپلو شعرونو کې ولسي ادبیات هم راوړي وي، لکه،ټپیزې، ټکوریزې، غزليزې…

لکه فرزانه زیار چې وايي:

    ټولې هیلې یې رامړې                                      ټولې ماتې یې ښيښې کړې

       هرې خواته چیغې مڼډې                                           د کتاب پاڼې یې پرې کړې

       هر یو لفظ یې راشهید کړ                                         زموږ سترګې یې وړندې کړې

        د علم کور یې راته وران کړ                                      تورې سترګې یې راسرې کړې

                  پوهنتونی شو فارغ نه شو

         مور یی په چیغو چیغو ټول کړل کتابونه

                 له ادبپوهنې او ژبپوهنې سره  د سبکپوهنې اړیکې له ادبپوهنې څانګې:

ادبپوهنه اصلي او فرعي څانګې لري، په اصلي برخه کې یې ادبتيوري،ادبي کره کتنه او ادبتاريخ شامل دي او فرعي څانګې یې لکه:متن پوهنه، کتاب پيزندنه،ادبي تذکره پوهنه… دي.

سبکپوهنه په ټوله کې د ادبپوهنې له ټولو څانګو سره په  يوډول نه یو ډ،ل اړیکې لري؛ سبک په خپله د ادبپوهنې يوه فرعي څانګه ګڼل شوې ده ، سبک د ادبپوهنې او ژبپوهنې لیکنی جاج راښيي.

کره کتنه او سبکپوهنه:

کره کتنه د يو اثر ښیګڼې او بدګڼې راښيي د همدغه تعريف له مخې دا چې یو ليکوال څنګه کره کتنه تر سره کړې، له کومو کلمو،ترکيبونو او پاراګرافونو له اوډنه یی کار اخیستی، دا د کره کتنې سبک دی.

کله چې موږ د يوه اثر  ښیګڼې او بدګڼې معلوموو نو ضرور دی چې لومړی د هغه اثر په سبک پوه شو، څکه د سبک له لارې موږ د يو اثر ځانګړنې راسپړلی شو او دغه ځانګړنې اثر له نورو څخه رابیلوي.

ادبي تیوري او سبک پوهنه:

ادبي تیوري د تخليقي ادبي آثارو لپاره اصول او قواعد جوړويد تیورۍ له لارې کولای شو د يوه اثر ماهيت او ارزښت وپيژنو .

سبک او تيوري دواړه  د يوې سکې دوه مخونه دي کله چې موږ د یوه اثر ارزښت راسپړو یا د يوه اثر په کيفیت او روح بحث کوونو د سبک له دروازې ورننووځو، یا په بله وینا د يو اثر کيفیت او ارزښت په اثر کې د ځينو ځنګړنو له مخې راڅرګنديږي دا هغه ځانګړنې دي چې موږ ته يو اثر له نورو سره په مپرتلې راپيژني، دغه ځانګړنې چې موږ  د هغه له مخې د اثرروح، څرنګوالی و ارزښت پيژنو دا سبک دی، تيوري عمومي ده او سبک ځانګړی یا فردي دی، موږ  يوې تیورۍ له مخې چې هغه ټولمنلې ده د يو اثر کیفيت، ارزښت،جوړښت او سکښت معلوموو خو په اثر کې چې کومې ځانګړنې دي او دهغو ځانګړنو له مخې اثر راپیژندل کيږي او له نورو سره یی پرتلنه کيږي دا چاره سبک ترسره کوي.

د بیلګې په ډول: يو لیکوال تل غرل ليکي، نو د غزل جوړښت تیوري او  دا چې ليکوال یی  تل کاروي دا سبک شو.

ادبتاريخ او سبکپوهنه:

ادبتاریخ  د ادبي آثارو پرمختیايي بهیر پوړ په پوړ مطالعه کوي او په دې بهیر کې  د رامنځته شوو ادبي پديدو پر پيدایښت او ارزښت خبرې کوي.

دا چې ادبتاريخ څنګه ولیکل شي، کوم څیزونه پکې مهم دي ژبه یی باید څنګه وي دا هغه څه دي چې سبک ی راته لارښوونه کوي .

تاريخي مسایلو پر یو ادبي متن څه اغزی پرې ایستی څه ادلون بدلون پکې راغلی ژبه يي څنګه ده دا هغه څه دي چې موږ ته  یی د ادبتاریخ سبک راپيژني

سبک له ادبتاريخ سره دا اړيکه لري چې موږ ته د ادبیاتو د تاریخ لیکنې په برخه کې د هر ليکوال لید لوری او طرز تفکز راښيي.

 متن پوهنه او سبکپوهنه:

متن پوهنه هم د ادب پوهنې يوه فرعي څانګه ده،متن د يوې وینا لیکنۍ بڼې ته وايي او متن پوهنه بیا د متونو د احيا په باب څيړنه ده .

سبک بیا د متن پوهنې له اصولو سره سم د متن څيړونکي ليکنۍ ځانګړنې راښيي، په دې برخه کې د متن څيړونکي مفکوره او لفظي هنر ښودل کيږي، سبک د متن له اصولو سره کار نه لري بلکې د وړاندې کولو لاره چاره او د وړاندې کولو طريقه راښيي.

ژبپوهنه او سبکپوهنه:

سبکپوهنه او ژبپوهنه یو له بله سره په علمي او ادبي برخه کې اړیکې لري .

ژبپوهنه سبک پيژندونکي ته د اثر د رامنځته کيدو چاپیریال د مهال له ژبنیو مسایلو سره سم وړاندې کوي او پر ژبنیو ارزښتونو یی خبروي، دغه ژبني ارزښتونه د ژبپوهنې د علم له مخې ګرامري جوړښتونه او د ژبې تاريخي، مقایسوي او تشريحي برخه ده او د ژبني هنر په توګه د ژبې ښکلاييز باب راسپړي.

د سبکپوهنې له لارې کولای شو چې د يو ژبپوه لیکنی طرز او طريقه روش او د وړاندې کولو لارې چارې په ګوته کړو.

د بیلګې په توګه: که موږ د پوهاند مجاور احمد زیار ژبنۍ څيړنې له استاد الهام او استاد اڅک سره پرتله کړو نو وبه وينو چې استاد زیار د وییزیرمې په سوچه کولو ډېر ټينګار کوي او استاد اڅک او الهام فقط غواړي چې خلک پر ګرامر وپوهيږي.

په پایله کې ویلی شو چې سبکپوهنه له هر علم سره اړیکه لري ځکه هر انسان د ليکلو او ویلو خاصه طریقه لري چې همدغه  طریقه د سبک په نامه یاديږي.

د هر انسان خبرې، رفتار، کړه وړه، د اصطلاحاتو کارول، لیکل؛ چې يو انسان ورڅخه له بل انسان نه توپيریږي، د همغه انسان سبک دی چې سبک پوهنه په ادبي علومو کې د ځانګړي بخث ځای لري، ځکه دلته هر لیکوال او ښاعر د لیکلو يو خاص طرز لري.

دا سبک کله کیدای شي چې له بل چا څخه هم واخيستل شي او دا معمول له هغو شاعرانو څخه اخیستل کيږي چې ډېر محبوب او مشهور وي.(۱:۱۱۹)

                                     پایله

سبک په لغت د سرو او سپينو زرو ويلي کولو او په قالب یا سانچه کې اچولو ته وايي او په اصطلاح کط د يوه ليکوال یا شاعر د ليکن ېځانګړي طرز یا روش ته ويل کيږي چې هماغه ليکوال ورباندې شهرت لري او کله کیدای شي چې دا سبک ډېر لوی شي عام شي د خلکو تر منځ محبوبیت پيدا کړي او همدارنګه لارويان پيدا کړي، لکه د رحمان بابا سبک، د خوشحال سبک…

همدا سبک بیا له نورو ډېرو ګڼو علمو سره اړيکې لري پّ حقيقت کې خو هیڅ کوم داسي علم یا کس نه شته چې هغه به کوم خاص سبک لاره یا روش ونه لري، هر ليکوال چې کله لیکنې په یو خاص طرز یی ليکي چې همدغه طرز ته د ليکوال سبک ويل کيږي

   اخيستنځې

۱: ازمون، لعل پاچا(۱۳۹۸) سبکپوهنه.کابل: هاشمي خپرندويه ټولنه.

۲: باجوړی،بریالی(۱۳۹۷)د پښتو ادبیاتو معاصر تاريخ د ويښتیا پړاو.کابل:جهان دانش خپرندويه ټولنه.

۳:زيور، زرغونه(۱۳۶۶) پښتو نحوه.پيښور: د ساپي د پښتو څيړنو او پراختیا مرکز.

۴:شینواری، دوست شینواری(۱۳۶۵)د ادب تیورۍ اساسونه.کابل:يار خپرندويه ټولنه.

۵: همکار، ابراهيم(۱۳۸۶) د بديع فن او پښتو شاعري. کابل:رڼا مرکز کلتوري څانګه دانش خپرندويه ټولنه.

۶: یزال، یارمحمد؛ ادبي سبکونه او مکتبونه،د خپرو شوو مقالو ټولګه درسي او مرستندویه مواد،د کابل پوهنتون د ماسټرۍ پروګرام درسي او مرستندويه مواد.

۷: يزال، یارمحمد؛د منځنۍ دورې منظوم متون، کابل پوهنتون ، د ليساینس درسي لکچر نوټ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.