محبس او قفس- شپږمه برخه

عبدالقیوم

235

د بشري علومو څیړونکي حکومتونه څنگه راپیژني

   د بشري قوانینو اړوند علمأ هغه که کافر وي یا مسلمان د مشر، خلیفه وي او یا پاچا د هغو په ټاکلو کي همدغه د مشورې لاره غوره بللې ده. “مایکل راسکين، رابرت گورډ، جميز ميدیورس او والټرجوز” په خپل کتاب “پولیټیکل ساینس” کي چي د ښاغلی ډاکترمحمدصدیق ظهير پواسطه له انگليسي ژبی څخه و پښتو ژبې ته را ژباړل سویدئ. هلته حکومتونه داسي راښي:”مشروع حکومتونه چي حکمران یا واکمن يې د ټول ولس په گټه عمل کوي او غیري مشروع حکومتونه چي حکمران يې یوازي د ځان په گټه کارکوي.”

په بل ځای کي بیا وايې:” پرحقیقت ويلو هیڅ مه په قهر کيږه، هرهغه څه چي حقیقت دي هغه واقعیت هم دي. “

  سقراط وائی:”د افرادو سعادت د ټولنې په سعادت کي نغښتی دئ. ” نونيکي د ښو او بدو اعمالو په پیژندنه کي ده او بس.”

  سقراط:”شخص چي په یوه ټولنه کي وزیږي او بیا په هغه ټولنه کي د حکومت یعني ملت په شتو تربیه سي، نو پس دغه شخص د هغې ټولني پوروړئ دی.”

  افلاطون: په خپل تالیف ” د قوانینو” په کتاب کښی لیکي:” که دولت د ټولني د افرادو اړتیاوي د منځه ونه باسي، نو دده په عقیده دغسي دولت پرغلط لاره روان دئ.ځکه یوازي د ژوند اړتیاوي او احتیاجونه د اقتصاد اساسي موضوع گاني دي چي د دولت د جوړېدو سبب کرځي.”

  ارسطو: “که دولت د ټولني د افرادو ارامي او خوښي برابره نه کړي، داسي دولت نو ناوړه او مردود دئ. ارسطو په عیني زمان کي په غیرمستقیم ډول خلگو ته د ناوړه او مردودو حکومتو د نړولوحق او اختیار ورکوي.حکومت باید خپله کړنلاره د خلگو دغوښتنو سره سمه وټاکي.”

  اپیگور: “قوانین هغه مقررات دي چي جامعې منلي وي. او د جامعي خلگ هميشه هیله لري چي د دغه مقررانو په اساس ژوندو کړي.که د جامعي خلگ قوانین او مقررات د خپل ځان په تاوان فرض کړي، نو دا ډول مقرات او قوانین باید تغیراو یا بشپړ لغو سي. ډېر مهمه خبره داده چي اپیکوریانوعقیده لرل چي  د نړۍ ټول انسانان یو د بله سره وروڼه دي. یو ملت پر بل ملت برتري نه لري. دټولوانسانانو تربیه او د بشر دوستۍ نهضت غواړي.” کله چي د هر پاچاه، خلیفه، امپراطور او رئیس جمهورڅخه دعدل ترازو دلاسه ولوېدئ او یا دعوامو ناسود خیر اوښیگڼي پرځای په خپلو گټو بوخت سي، په فحاشاوو کي بند سي، دا نو یوازي ظالم انسانان وي.

  ډیوجانس: روایت دئ چي ډیوجانس د جابرو، ظالمو، حکمرانانو په وړاندي خپله کرکه او نفرت نه پټا وه. وایي: یوه ورځ مقدونې سکندرد«کورنټ» په سیمه کي د  “ډیوجانس” لېدو ته ورغلئ، مقدونې سنکدر و ډیوجانس ته وویل راته ووایه نن زما څخه څه غواړي؟ ډ یوجانس ورته داسي وویل: “زما له مخه لیري سه چي د لمرله نوره محروم نسم”.په دې ډول يې خپل نفرت اظهارکړ.

سیسرول:”دولت “مشترک المنافع الملل” یوکامنولټ؛ ذکرکوي. او عقیده لري چي دولت د خلگوملکیت دئ او باید په  ټولو  خلگو اړه ولري. دولت او حکومت باید هیڅ وخت په شخص او یا یوې کورنۍ پوري تړلي نه وي. هر وخت باید د خلگو په خوښه او رضایت حکومتونه جوړسي.اوکه د دولت او حکومت قوانین د خلگو د حقونو او گټو سره سمون ونه لري د هغو اطاعت اخلاقي الزام نه لري “. او نور ټول علما، فلاسفه او قانون پوهان په دې عقیده دي چي د شخص او کورنۍ حکومتونه ناروا او باید ونړول

جان روکي او مارک بویر په خپل اثربین المللي سیاست ته یوه کتنه دډاکترمحمدصدیق ظهیرژباړه.په۱۳۹ ص کي استبدادي حکومت داسي معرفي کوي:” استبدادي حکومتونه  هغه دي چي د حکومت دلوړ پوړو مقامانوما سوا نورو افرادو او گروپونو ته په تصمیم نیولو کي هیڅ یا ډېره لږ برخه ورکوي”.

اوس به نو لږ دعباسي او اموی هجومونو تاریخ و پلټو، بیا خپل هیواد ته راځو د معاصرتاریخ څوپاڼي گورو، چي دا خپلو واکدارو مو څه گلونه کرلي دي. دا به هم ترنظر تیرکړو. ورسته به يې د ځان سره په هغه ترازو گانو وتلوو کوم چي د خدای (ج)، رسوالله(ص ) او يا ورته په بشري قوانینو کي دعلماو لخوا اېښودل سوي دي. د وزن مقیاسونه يې معین سوي دي. هلته به يې وپیژنو چي دا پر موږ شاهان څوک وه او څه يې کړي دي؟ د دوی په منځ کي ښه څوک وه که له یوه مخه ټول بد وه؟ بدۍ اوظلمونه به يې انتقاد کړو، له ښو څه به يې د ژوند په چاروکي گټه پورته کړو. وبه يې گورو!

دا هم له پامه مه غورځوئ سوونو کلونه مخکي داتن د پوهنتون نامتو استاد”ډېوجانس”به کله کله دا تن په ښارکي د ورځي دلگېدلي څراغ سره هم گرځېدئ او ويل به يې چي د انسان په لټون کي یم، د یوه رښتین او سم انسان د لیدوهیله لرم. نو ګرانو دوستانو ډېوجانس خویورښتوني انسان پېدانه کړه. راسئ موږ او تاسي به هم وگورو که مو بخت کاروکړه او څوک مو پیداکړ، یو رښتیوني انسان او بیا خصوصاً کوم پاچاه، رئیس، امپراتور یا امیرالمومنین.

د شپږمي  برخې پای.

*********************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.