که ډیر وخت په ناسته تیروئ، دغو ناروغیو ته هم چمتو اوسئ

ریاض احمد

570

زیاته ناسته یا د بدني فعالیتونو نه ترسره کول د چاغوالي، شکر او ذهني ناروغیو لامل کیږي، خو ددې سربېره د ډیرې ناستې عادت په ټوله کې د بدن روغتیا لپاره وژونکی ثابتېدلی شي.

روغتیا پوهانو زیاته ناسته روغتیا لپاره د بورې یا سګریټ په څېر ګواښونکې ښودلې ده، په ځانګړې توګه د منځني عمر کسانو لپاره د یو شمېر ناروغیو لامل کیږي.

که تاسې هم د ورځې په اوږدو کې زیاته ناسته خوښوئ، نو د لاندینیو ناروغیو لپاره هم چمتو والی ونیسئ!

قبضیت

ډیر وخت ناستې سره د کولمو فعالیت کمزوری کیږي، په ځانګړې توګه د عمر په ډیرېدو سره چې د بدني فعالیت کمیږي د قبضیت ستونزه ورسره زیاتېدلی شي.

د بندونو سختوالی

که څه هم د بندونو سختوالی نورې ستونزې هم لري خو ددې یو لامل اوږدمهاله ناسته هم کېدلی شي چې بیا په تلو کې ستونزې موندل کیږي.

تنفسي ستونزې

لکه څرنګه چې د لاس عضلات په نه کارولو کمزورې کیږي، همداسې د ګرځېدو پرمهال د ساه اخیستلو او ویستلو عضلات هم په زیاته ناسته کمزورې کیږي. څومره مو چې بدني فعالیت کم وي د تنفسي ستونزو امکان به مو ورځ تر بلې زیاتیږي.

پریشاني او خپګان

اوږدمهاله ناسته نه یوازې بدني روغتیا اغیزمنوي بلکې رواني ستونزې لکه پریشاني او خپګان هم ورسره رامنځته کیږي. ددې لپاره ساده تمرینونه لکه قدم وهل، سایکل چلول یا سوکه منډه وهل د مزاج په خوشالولو او پر ځان باور زیاتولو کې مرسته کوي.

هر وخت ستړیا او سستي

که تاسې هر وخت د ستړیا او سستیا احساس کوئ دا هم د زیاتې ناستې لامل کېدلی شي. په فزبکي توګه فعال پاتې کېدل د بدن نسجونو ته د اکسیجن او غذایي موادو په رسولو کې مرسته کوي، که تاسې زیات وخت په ناسته تېروئ بدن د مختلفو کارونو لپاره د سونګ موادو اندازه نه ترلاسه کوي.

د میټابولیزم فعالیت سوکه کوي

په فزیکي توګه فعالیت بدن کې د میټابولیزم ماده چټکوي، آن که په ناستې ناستې هم بدن ته فعالیت ورکړئ میټابولیزم ښه کیږي، څومره چې فعال اوسیږئ په هغې اندازه به کالوریزې سوځوئ.

د خوب کیفیت خرابوي

د شپې له خوب وروسته هم د ستړیا احساس کوئ؟ نو ښه دا ده چې د ورځې په اوږدو کې بدني فعالیتونه زیات کړئ، کله چې تاسې یو ډول تمرین د ورځې معمول جوړ کړئ، د شپې به خوب ژر درځي او هم به مو خوب ژور او ارام وي.

څيزونه هیرېدل

منظم تمرین کول په بدن کې هغه کیمیاوي مواد زیاتوي چې په دماغ کې د وینې رګونو تولید زیاتوي. دماغ ته چې څومره په ښه توګه وینه رسیږي په هغې اندازه به د فکر کولو، یادولو او تصمیم نېولو توان ولرئ.

د وینې فشار زیاتوي

په ډیر وخت ناسته د زړه ناروغي خطر هم زیاتیږي، چې ددې جزوي لامل د لوړ فشار زیاتوالی کېدلی شي. لوړ فشار د زړه بېلا بېلو ناروغیو، د زړه حمله او فالج خطرونو زیاتوالو لوی عامل دی.

لوړ شکر

کله چې بدن ډیر فعاله نه وي د بدن لپاره د وینې ګلوکوز په کنترولولو ستونزې موندل کیږي. ددې برعکس د فزیکي فعالیت نورمال کول د بدن لپاره د وینې د ګلوکوز کنترول اسانوي، او د وینې شکر کچې ثبات د شکر دوهم نوعې خطر کموي.

د ملا دردونه

کله چې په زیاته ناسته د بدن مهم عضلات کمزورې شي، دوی په سمه توګه د ملا سره مرسته نه کوي او پایله یې د ملا دردونو په بڼه وځي. ددې د مخنیوي اسانه لاره داده چې د ملا عضلاتو ته حرکت ورکړئ.

*********************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.