روژه والې لنډۍ، نهمه برخه

راټولونکی: ګل آغا احمدي وردګ

676

دیدن که کړې تلوار راوکړه

 روژه د ژمي مازدیګر تېره به شینه

راځه چې کوز کورمې ته لاړ شو

 کورمه یاغي ده، نه روژه شته، نه لمنځونه

راشه په غېږه کې مې کلک کړه

 سبا روژه ده بیا به وکړې ارمانونه

راشه سیالي د دعا وکړو

 یو خو روژه ده بل به ژر قبوله شینه

رب دې کامیاب لره جانانه

 په روژه ماتي کې دعا درته کومه

رنګ مې په تا پسې زېړ شوی

خلکو ته وایم چې روژې نیولې یمه

روژتي دوې خوشحالۍ یوړې

یو روژه ماتی، بل د خدای دیدار کوینه

روژه به بیا په وطن راشي

خاورو ته تللي ځوانان نه راځي مینه

روژه به تېره په سفر کړم

 اختر ته کلي ته درځم خوشحاله یمه

روژه به تېره شي جانانه

د تا نازونه به مې هېر نه شي مینه

روژه به خپل کلي ته یوسم

په پړشمي کې به مې څوک را ویښوینه

روژه به تېره شي په خیر

اختر به راشي بیا به وکړو دیدنونه

روژه به لاړه شي جانانه

ستا د راتلو لارې په سترګو کې څارمه

روژه به نیسم روژتی یم

 بې له سرکو شونډو روژه نه ماتومه

روژه به یې وي او که به نه وي

د روژتیانو تمثیل هر سړی کوینه

روژه پخپل وطن مزه کا

د بل وطن روژه مې رنګ خرابوینه

روژه په خوله به درته راشم

خو ستا نازونه مې هر څه خرابوینه

روژه په خوله دی خولګۍ غواړي

د خدایه وېره په زړګي کې نه لرینه

روژه په خوله مې خولګۍ درکړه

 شېرینه یاره له اېمان دې وویستمه

روژه په خوله یې خولګۍ غواړې

که خوله مې درکړه یاره نشته ثوابونه

روژه په سره اوړي کې راغله

 لیلا به وچې شونډې ګرځي مړه به شینه

روژه په سره ګرمۍ کې راغله

جانان به وچې شونډې چېرې وي مینه

روژه په ګوتو، ګوتو شمارم

د یار نېټه مې په اختر ده را به شینه

روژه چې تېره شي وعده ده

د یوې پر ځای به زه شپېته خولې درکومه

روژه چې راشي مسلمان  ته

په تلاوت د سپین قرآن وخت تېروینه

روژه خرابه شوله لاړه

 ستا په دیدن باندې خراب شول ثوابونه

روژه خو بیا له خیره راغله

په عبادت کې به یې موږه تېرونه

روژه خو راغله ته رانغلې

 د پړشمي غږ به په چا کوم مینه

روژه خو راغله یار مې نشته

 د پړشمي اور ته یوازې ویر کومه

روژه خو میاشت د تحمل ده

مسلم امت پکې صابر اوسي مینه

روژه خو میاشت د عبادت ده

د عبادت په میاشت کې مه کړئ ګناهونه

روژه خو هسکه لا ولاړه

زړګی مې غواړي ستا د سترګو اخترونه

روژه د پاک الله نعمت ده

پکې قبلېږي د اړمنو سوالونه

روژه د خپل کلي انځور دی

یخې تروې، غوړ پیرکي، شینکي باغونه

روژه د خپل وطن مزه کا

د پردي ښار څه پړشمي، څه ماښامونه

روژه د خپل وجود زکات دی

هر یو مومن یې په اخلاص ادا کوینه

د (روژه والې لنډۍ) د سلسلې څخه خوند واخلئ او لنډۍ یې په مینه مینه ولولئ. د همدې لړۍ لسمه برخه به ژر خپره شي له موږ سره اوسئ…

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.