په هېواد کې د پرمختګونو په وړاندې د مخالفت اوږده لړۍ

ليکوال؛  عبدالوحيد وحيد

872

د اشغال او يرغلونو په وړاندې مبارزه جدا خبره او لوړ ارزښت لري خو موږ افغانان له تيرو څو لسيزو راپدیخوا ولې کله په يو او کله په بل نوم سره وژنو؟  کله مو فکر کړى دى چې په پردي توپک د پرديو ګټو لپاره د افغانانو په لاس د خپلو وروڼو د وژلو تراژيدي به د څومره نورو کلونو پورې دوام وکړي؟  نړۍ په تيرو پنځو لسيزو کې په ساينسي او د معلوماتي تيکنالوژي په برخه بريالى سفر وکړ او د خلا په تسخيرولو باندې لګيا دي خو موږ ولې لا نور هم په ځمکه کې ننوتو؟

څرګنده خبره ده چې زموږ خپلواکي استقلال جګړو ټکنۍ کړي ده او بيوزلي لوږه احتياج او پاشلى حالت د جګړو محصول دى. دغه ولس مو څومره جګړې وکړې، څومره ساندې يې وغږولې او څومره اوښکې يې توى کړې. څومره ځله مات شو، څومره ارمانونه يې خاورې شول، له څومره حقونو څخه بې برخې کړاى شو؟ څومره دروازې يې په مخ وتړل شوې خو لاهم  ژوند کوي، د خپل ځان او نورو درد حس کولاى شي. دغه ولس په هيڅ نوم او تر هيڅ عنوان لاندې نوره جګړه قطعاً نه غواړي.

که د اوسني رژیم جنګي وړتیاوې له څيړنيز غور لاندي ونيسو

نو پوهيږو چې حاکمه ډله د عنعنوي او دوديزو جګړو له هر ډول ګواښ سره د مخامخ کيدو وړتیا او د نا امني د هر ډول تهديد مخنیوى کولاى شي، خو په جګړو  ټولې ستونځې نشي حل کيداى. د واک د زيات حرص او انحصار  له خپلو خلکو سره جګړه، يوازې د توپک په زور حکومت کول، بندي کول او د سياسي مخالفت غږونه د توپک او تهدید له لارې بندول  حکومت  نور هم له ننګونو سره مخ کوي او د حل لاره نوره هم پيچلې کوي.

زه اوسنيو چارواکو ته برائت نه ورکوم او د هغوى تګلارې قطعاً نه تأئيدوم خو دومره خامخا وايم چې که د اوسني بد حالت د څيړلو په موخه د خپلو تاريخي موړونو او اوسنيو ناخوالو ترمنځ اړيکې ولټوو نو پوهيږو چې له افغانانو او نړیوالې ټولنې سره د حاکمې ډلې په چلن تګلارو او کړنو کې د هغوى د پخواني له محرومیتونو ډک ژوند، دوه لسيزې وړاندې ورسره د نړيوالو او زموږ د کورنیو اړخونو ناوړه چلن ته په غبرګون کې د نفسياتي انتقام څرګندې نښې ښکاريږي.

د سلطنتي نظام په مهال له ديني علماو سره د کليوالي او نازده کړو خلکو چلن په مقايسوي توګه د ښاري ټولنو او زده کړو وګرو له چلن څخه په نسبي ډول محترمانه وو او ښاري ټولنو ديني علما ته د ټولنې په اوږو باندې  د دروند بار په توګه کتل. اوس دغه ډله په افغانستان باندې مطلقاً حاکمه ده او ښاري ذهنيت ته د غبرګون په توګه متقابلاً د ديني عالمانو چلن له کليوالي ټولنه سره نسبتاً مثبت او  له ښاري ټولنو سره د

مخالفت پربنسټ را څرخيږي. د پرمختګونو او اسانتياو په برابرولو کې د حکومت لخوا د ښاري او کليوالي سيمو ترمنځ د خورا لوړې کچې توپير  د بې باوري لامل وګرزيده او د بې باوري دغه حالت د ټکر تر کچې ورسيده او دغه غيرملموس ټکر د طالبانو په چلن کې څرګندېږي.

زموږ د وروسته پاتې کيدو لاملونه زموږ په دوديزه محافظه کاره ټولنه کې  له پرمختګونو څخه محرومیت ته د غبرګون په شکل د ديني عالمانو لخوا  د منفي  ذهنيت خپرول او پالل هم د پورته ياد شوي ټکر برخه ده. خو باید زموږ ټولنه، د وخت حاکمان او حتى نړيواله ټولنه هم د پړې يوه برخه ومني چې دغه محرومه ډله يې د پرمختګونو له کاروان څخه بې برخې کړي ده چې نتیجتا ديني کړيو له خپل شنکر څخه  د تاريخ په هر پړاو کې د هغو پرمختګونو په هکله د افغانانو په ذهنيت کې د کرکو شکونو او نفرتونو خپرولو کړنه په خورا اغيزمنه توګه ترسره کړه چې هغوى ورڅخه بې برخې شوي وو.

که د معاصرو پرمختګونو د مخالفت په برخه کې د خپل هېواد د تاریخ پاڼې پرانيزو نو وينو چې له روغتونونو، سرکونو، تليفون، ريل ګاډي او حتى په نيزدې ماضي کې  ښوونځيو، راديو، تلویزیون او انټرنټ سره د ديني علماو لخوا په رويه کې د غبرګون اړخ مشهود دى، خو کله چې ياد پرمختګونه عام شوي دي نو زياته ګټه هم ورڅخه هغو کسانو پورته کړي چې په لمړي سر کې يې مخالفت کړى دى. له همدې امله ويلاى شو چې ستونځه د محرومیت بي باوري او غيرمتوازن پرمختګ

رامنځ ته کړي ده، خو مخالفت ته ديني رنګ او عنوان ورکړل شوى دى . زموږ د ټولنې د عقيدوي اړخونو د خرابولو لپاره د کفارو د دسيسو په سترګه ورته کتل شوې دي په ځينو باندي د فحشا د ترويج لپاره د کفري ډلو د توطيو ټاپه لګيدلې ده او ځينې له بوتانو سره د مشابهت له امله ناروا او مطلقاً حرام ګڼل شوي دي.

له څيړنو څخه داسې معلومیږي چې ستونځه له پرمختګونو څخه په محرومیتونو، د پرمختګونو له بهير څخه زموږ د کليوالي ټولنو د وروسته پاتې والي له ديني علماو سره د حکامو او د ښاري ټولنو د سليقوي چلن، د معاصرو پرمختګونو رامنځته کولو او ولسونو ته د اسانتیاوو برابرولو په برخه کې د حکومتونو توپيري او تبعیضي تګلاره د ښاري او کليوالي ټولنو ترمنځ کرکو او نفرتونو ته لاره هواره کړه. د ټولنيزو اسانتياو د نا انډوله او غير عادلانه وېش او د عامه پوهاوي نشتون د ښاري او کليوالي ټولنو ترمنځ کرکو ته هوا ورکړه.

د غازي امان الله خان لخوا د معاصرو پرمختګونو په برخه کې د نوښت په مخالفت کې د دين له ادرس څخه غبرګون وښودل شو. د وختونو په تيريدو دغه غبرګونونه پياوړي او بالاخره دغه سلسله تر نن ورځې پورې راورسېده. زموږ په خاوره کې د نه ختمېدونکې ناورين  د نيمګړتياو او ناخوالو په تړاو زموږ ناوړه، په مفروضو او واهمو ولاړه محافظه کارانه چلن دى چې ورځ تر بلې مو د وروسته پاتې کېدو لامل ګرځي.

په تيرو شلو کلونو کې د هيواد په ځينو  سیمو کې د جګړو له امله زموږ لوستي افراد په مختلفو بانو وژل کيدل، زموږ د زده کړو بنسټونه د جنګي ډلو په مرکزونو بدليدل،  زموږ پلونه سرکونه، بندونه ښوونځي او کتنځي نړول کيدل او د پرمختيايي پروژو مخه نيول کيده خو موږ اجتماعي غبرګون نه ښوده . دا ځکه چې په موږ باندي له پخوا راهیسې د ځينو خلکو ناخوالو سره د مخالفت ښکاره کول ناروا کړنه منل شوې ده. له تيرو دوو کلونو راهیسې زموږ د ښځينه اولادونو پرمخ د زده کړو دروازې تړل شوي دي خو موږ کله هم ټولنيز غبرګون نه دى ښودلى او له حکومتي مشرانو سره مو په جدي توګه د خپلو اندېښنو او غوښتنو په تړاو په زغرده خبره ونشواى کړاى.

څرګنده خبره ده چې موږ په خپل ټولنيز وجود کې نيمګړتياوې لرو چې سمول او ډکول يې د وخت اړتيا ده. ديني کړۍ   بايد دولتي اسانتیاوو پرمختګونو او نورو امتيازاتو ته د هيواد له  نورو ډلو سره برابر لاسرسى ولري. په ديني بنسټونو کې ساينسي علومو او د ساينسي علومو زده کړيالان له اړينو ديني زده کړو څخه برخمن وي .ددې لپاره چې د ديني عالمانو او  د معاصرو علومو د پوهانو ترمنځ د بې باوري فضا ختمه او د تقابل پرځاى د تفاهم او تعامل دود ته وده ورکړل شي، ديني علما بايد د ناروا حرام واجب القتل او مباح الدم فتواو په ورکولو کې احتياط وکړي.

تمدن د دين برخه ده. که موږ له اسلام څخه مخکې وخت ته د جهالت دوره وايو، نو له اسلام څخه وروسته باید د اسلام د

اساساتو په اډانه کې د ساينس پوهې ټيکنالوژي پرمختګونو، تمدن او انساني ارزښتونو ته د ودې ورکولو، متقابل درنښت  او له نړۍ سره سالم رقابت او انساني حقونو ته د احترام دوره وي.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.