د نړۍ تر ټولو ځیرکه ښځه چې د ریاضي پوهان یې حیران کړل

588

د نړۍ تر ټولو ځیرکه ښځه چې ان ریاضي پوهان یې د یوې پیچلې معما په حل کولو سره حیران کړل.

داسې وګڼئ، چې تاسو د تلویزیون په یوې انعام ورکوونکې خپرونه کې برخه اخیستې.

دې خپرونه کې تاسو د نوي موټر د ګټلو چانس لرئ، خو د ترلاسه کولو لپاره یې باید له دریو دروازو څخه یوه غوره کړئ، ځکه د موټر کیلي د یوې دروازې تر شا ده.

د دوو نورو دروازو شا ته هم انعام شته خو داسې یو څه دي چې د هیچا به خوښ نه شي او دا انعام یوه وزه ده.

فرض کړئ، چې تاسو دویمه دروازه د خپل لومړي غوراوي په توګه غوره کړه او غواړئ چې پرانیزئ یې خو د خپرونې کوربه ستاسو سره د مرستې او په خپل غوراوي لا ډاډه کېدو لپاره دریمه دروازه درته خلاصوي چیرې چې یوه وزه تړل شوې ده.

کوربه تاسو ته وړاندیز کوي چې تاسې هغه د دویمې دروازې غوراوي سره مخ ته ځئ یا تاسې خپل غوراوی بدلوئ، لومړۍ دروازه غوره کوي او پرانېزئ یې؟

که تاسو یو څه فکر وکړئ، تاسو یوازې دوه څېزه لرئ چې ترمنځ یې یو باید غوره کړئ یعنی ظاهرا داسې ښکاري چې ستاسو د موټر ګټلو چانس ۵۰ سلنه معلوم دی او ۵۰ سلنه نور باید ځان ډاډه کړئ.

خو کیدای شي داسې نه وي یعنی د ۵۰ سلنې د معلومېدو یا بریا امکان ناسم وي، خو څنګه؟

اوس که خپله غوره شوې دویمه دروازه خلاصوئ یا هغه د کوربه وړاندیز ته غوږ نیسئ او لومړئ دروازه خلاصوئ نو یوې نه یوې کې وزه او بله کې د موټر کیلي ده.

خو که تاسې لکه مارلن سوانټ فکر وکړئ تاسو د ګټلو ۶۶ سلنه چانس لرئ نه دا چې ۵۰ سلنه، دا دومره پیچلې خبره نه ده بس یو ساده تحلیل دی.

مارلن سوانت

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES

د ذهني وړتیا بیلګه یې

مارلن سوانت اوس ۷۶ کلنه ده. نوموړې له اوږدې مودې راهیسې یوې امریکایۍ ورځپاڼې ته کالم لیکي. د دې کالمونه له “مارلن څخه وپوښتئ” تر عنوان لادې چاپېږي.

مارلن په خپلو کالمونو کې سختو پوښتنو او معما ګانو ته ځوابونه لیکي. نوموړې هم لیکواله ده او هم پانګونه کوي او پیسې ګټي خو له ماشومتوبه دې ته لیواله وه، چې یو بل لقب یا ویاړ هم وګټي.

مارلن د ذهني وړتیا یا ذکاوت معلومولو په یوه ازموینه کې ۲۲۸ نمبرې وګټلې چې دا د انسانو د ذکاوت منځنۍ نمبرو دوه برابره زیاتې نمبرې دي.

مارلن د نړیوالو ریکارډونو کتاب ګینس بک کې له ۱۹۸۵ تر ۱۹۸۹ کال پورې د ذهني وړتیا تر ټولو لوړې نمبرې د یوې ښځې په توګه اخیستې دي.

له همدې کبله نوموړې د نړۍ تر ټولو هوښیاره ښځه بلل کیږي. د هغې مور او پلار له اروپا څخه امریکا ته کډه شوي.

د دوی په اند ماشوم باید له خپل نوم سره د مور او پلار نومونه هم ولیکي. له همدې کبله نوموړې له خپل نوم سره د خپلې مور نوم ساونټ اضافه کړی، چې په فرانسوي ژبه کې یې معنی “هوښیار انسان” دی.

د ښوونځي پر مهال مارلن په ریاضي او ساینس کې ښه تکړه وه. له نوموړې په لس کلنۍ کې دوه ذهني ازموینې (IQ) اخیستل شوې دي.

له دې ازموینو څخه په یوې کې یې ۲۲۸ نمبرې واخیستې او له همدې کبله د نوموړې نوم به ګینس کتاب کې ولیکلی شو.

له هغه وخت راهیسې مارلن مشهوره ده، خو د نوموړې په عادي ژوند کې ډېر بدلون نه دی راغلی.

مارلن په ځوانۍ کې له مور او پلار سره په پلورنځي کې مرسته کوله. مارلن د کتابونو له لوستلو سره مینه درلوده.

د یوه لوی امریکايي پوهنتون پر ځای یې د واشنګټن په یوه کوچني پوهنتون کې د فلسفې زدکړې پیل کړې.

وروسته نوموړې پرېکړه وکړه، چې زدکړې پرېږدي او له خپلې کورنۍ سره د کټې وټې په کار کې مرسته وکړي.

خو شهرت یې له نوموړې لاس وانخیسته او تر ننه پورې ورسره مل دی.

۱۹۷۰ کال کې یې پریګړه وکړه، چې خپل د لیکوالۍ ارمان پوره کړي او دې برخه کې هلې ځلې پیل کړې.

یوه پوښتنه، چې تل ترې پوښتل کېږي هغه دا ده چې هوښیارتیا یا ذکاوت څه دی؟

مارلن وایي: “هوښیارتیا یا ذکاوت له خپلې تجربې ګټه اخیستل دي. ای کیو IQ د همدې ګټې اخیستو کچه معلومول دي یعنی څومره ګټه اخیستلی شې. یا دا چې ستاسو ذکاوت یا هوښیارتیا څومره ده.”

په ۱۹۸۹ کال کې له نوموړې هغه انعام لروونکې پوښتنه وشوه، چې د موټر ګټلو لپاره کومه یوه دروازه خلاصوي؟ د مارلن ځواب ساینس پوهان او ریاضی پوهان حیران کړل.

د معما ځواب

مونټي بال

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES

د موټر او وزې په تړاو، چې کومه معما جوړه شوې وه هغه نوې نه وه. په ۱۹۷۵ کال کې یوه ریاضي پوه د دې معما د حل وړاندیز کړی و، خو د مارلن ځواب ډیر مشهور شو.

نوموړې ځواب ورکړ، چې تاسو باید خپل غوراوی بدل کړئ.

لومړي غوراوي کې مو د ګټلو یو پر دریمه برخه چانس لري، خو دویم غوراوي کې یا بدلولو سره د ګټلو دوه پر دریمه برخه چانس لري.

فرض کړئ، چې یو میلیون دروازې شتون لري او تاسو لومړۍ دروازه غوره کوئ.

مارلن وايي، ځواب یې ډېر غبرګونونه راوپارول او لږ تر لږه ۱۰۰۰ ریاضي پوهانو ورته لیکونه استولي وو.

دې غبرګونونو کې ډېر شمېر کسانو پورې مسخرې کړې وې.

مارلن له نیوکو سره سره د اوږدې مودې لپاره له خپل ځوابه دفاع وکړه.

د دروازې په غوره کولو سره، تاسو سیالۍ د ګټلو یو پر دریمه برخه چانس سره پیل کوئ، پداسې حال کې چې کوربه دوه پر دریمه برخه کنټرول لري.

تاسو کیدای شي سم انتخاب کړی وي، خو ستاسو د ګټلو امکان ۳۳سلنه دی.

کله چې کوربه یوه دروازه خلاصه کړي او دا درمعلومه شي چې تر شا یې څه وه بیا تاسو ته ۵۰ سلنه د ګټلو چانس نه وي بلکې ۶۶ سلنه وي ځکه کوربه معمولا هغه دروازه خلاصوي چې تر شا یې انعام نه وي.

همدارنګه که تاسې انتخاب ونه کړئ او په هغه خپل لومړي غوراوي ودرېږي ستاسو د ګټلو چانس ۳۳ سلنه دی او که بدل یې کړئ ۶۶ سلنې ته لوړېږي.

البته که د غوراوي د بدلولو چانس در کړلی شي ځکه کوربه پوهېږي چې د دروازې تر شا څه دي؟

دا حتمي نه ده چې د لومړي غوراوي بدلولو سره هرومرو تاسې ګټونکي کېږي بلکې یوازې دا چې د ګټلو چانس مو لوړېږي.

او دا څو ځله ثابت شوی دی. څو کاله وړاندې بي بي سي په یوه تجربه کې برخه واخیسته یوې خوا ته کوربه او بلې خوا ته سیلانیان وو.

هغو کسانو ته چې د لومړي غوراوي د بدلون چانس ورکړلی شو وو له ۳۰ کسانو یې ۱۸ یې بریالي شول او موټر یې وګاټه یعنی ۶۰ سلنه کسان بریالي شول.

له بلې خوا، په سلو کې ۳۰ کسانو چې خپل لومړی غوراوی یې بدل نه کړ د دوی ترمنځ یوازې ۱۱ کسانو موټر وګاټه یعنی ۳۶ سلنه یې بریالي شول.

چا چې د مارلن ځواب ردکړی و او پورې خندلي یې وه ډېرو یې د بښنې غوښتلو لیکونه ورته وا نه استول خو د یوه پوهنتون استاد چې نوموړې ته یې ویلي و ریاضي دې کمزورې ده د بښنې لیک ورته واستوه.

بی بی سی/ پښتو

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.