شاه زمان یا ميرزا زمان ابدالي

عبدالقیوم

402

شاه زمان یا ميرزا زمان ابدالي

۱۷۹۳م- ۱۸۰۱م- ۱۱۷۲- ۱۱۸۰هـ ش

( د دې پر ځای چي خوا بده کړو، یو بل ته بد ووایو، ښه به وي چي تاریخ  پوهان و هڅوچي تاریخ مو را ته روغ وليکي، تاریخ مو ناروغ دئ.څه چي تېر سوي دي هغسي نه دي لیکل سوي،  د نن ورځي ځوانان هغه پروني خلګ نه دي چي لوستل یې نه کول، ځانونه یې نه خبرول  نن د ساینس او تکنالوژی په برکت هر څوک کولای سي له بیلو بیلو منابعو څخه خپل معلومات پوره کړي.د شازمان په باب لیکل سویدي  د سدوزو څخه و بارکزو ته د قدرت د انتقال اساس د شاه زمان لخوا د خپلو وروڼو وژل او ړندول، د سرادارپاینده محمد خان پر ځای د وفادار خان مقرري او بیا د سردار پاینده محمد خان وژنه وه.)

د تیمورشاه لاښ پروت، چي په میراث شریک زامن کوم چي پلار یې په ژوند کي دغه خاوره او پر خاوره پراته ولسونه دوی (خپلو اولادو) ته ور وېشلې وو ( همایون ته یې کندهار، هرات محمود ته، پېښور عباس ته، کابل زمان ته، غزنی شجاع ته، کشمېر بل زوی کهندل ته سپارلي وو”.هی هی……….زموږ افغانانو د بدي تالې د تیمور شاه ناصالحو اولادونو هر یوه د پلار تر مړیني که ( وژني) وروسته ټولو یې د قدرت  دغصب اراده لرل. د ولس په وینو ماړه، مست را لوی سوي اولادونو هر یوه د دې بیچاره ولس پرڅټ د سپرتیا تیاري نیولې وو. پردې میراث دوی یو له بله سره ښکر په ښکرسوه.

د دې تازه خپل منځي لوبي په را پیل کېدو کي د تیمورشاه د وخت لوی وزیر (سردار پاینده محمد خان)  پوره ونډه لرل. هغه  د تیمورشاه د پنځم زوی زمان(ميرزا شاه زمان ) له مور سره په پټه دا خبره پخه کړې وه چي پاچهي به میرزا زمان شاه ته ور ګټي. کوم چي د مرزا زمان د مور غوښتنه وه سردار پاینده محمد هغه شان لوبه وکړه. د لوی وزیرسردارپاینده محمد خان په آمر د تیمور شاه ټول شهزاده گان(زامن) د بالاحصارماڼی ته را وبلل سوه. دوی ته  مخکي له مخکي ویل سوي وه چي د سلاح  له را وړلو باید پرهېز وکړي. څو د خبرو دلاري د تیمورشاه ځای ناستۍ وټاکو. څه وخت چي ټول مېراث خواره شهزاده گان سره راغونډ سوه مجلس جوړسو. تر لږ خبرو ورسته داسي معلومه سوه چي د تیمورشاه هرزوی تلاښ لري د خپل پلار ځای ناستۍ دی سي.

نو د هغه پلان مطابق چي د مېرزا زمانشاه مور او سردار پاینده محمد پټ جوړکړئ وو، اول پاینده محمد خان ورپسې زمان ميرزا (زمانشاه) له مجلس څخه د باندي ووتل، لوی وزیز پاینده محمد  خان آماده گی لرل، آمر یې وکړئ چي هیڅوک له دې ځایه د باندي وتلای نسي تر څو چي ميرزا زمان خان د پاچا په حیث يې منلی نه وي. ټول رابللي يې بند یان کړه، هغو چي د میرزا زمان د پاچا کیدو سره مخالفت وکړ هغوی یې هلته و وژل.

لیکونکئ :” د پادشاهي  نیونکو( د قدرت غاصبو)  ته انسان وژنه څونه اسانه وه  حتی د پلار او ورور وژنه؟  نويسنده ګان هم یوازي دونه لیکي هغوی یې مړه کړه، بس خبره خلاصه سوه، نه تا کړي او نه ما. خدای، قران، اسلام، پیغمبر، انسانيت، خپلوي، افغانیت، اخرت، حساب، کتاب، جنت او دوزخ دا ټول د قدرت نیولو له پاره  شاته وغورځول سي یا تر پښو لاندي کړه سي، مگر زموږ ساده انسانان او په ګټو شریک تر دا اوسه ساده یو دغو قاتلانو ته د ښه مسلمانانو، بزرگانو او ولیانو لقبونه ورکوو.یوازي دا یوه خبره کوو، هغه يې مړه کړه. ولي، پرڅه، په کوم حق، نه نه داخبري نسته، بس لیکو او وايو هغه يې ووژل. “

میر زا زمان خپل سکني او ميرزي ژوندي پاته وروڼه يې په داسي حال کي  بندي وساتل چي ډوډۍ يې نه ور کول. یو شمېر وروڼو يې د لوږي د فشارله مخی د زمان شاه حکومت ومنی. او بیا  زموږ ښاغلي صاحبان لیکي : ښه قانوني حکومتونه مو لرل؟ داسي وي قانوني حکومتونه؟ له دې ورځي وروسته نو تر پخوا هم ښه په زور کي ورور وژنه،  یو د بل سترگی  راکښنه  راشروع سوه.  د زمانشاه تر پاچاه کېدو لږ وروسته، لویه ستونزه هغه وخت را پیدا سوه  چي زمانشاه د سردار پاینده محمد پر ځای خپل قومي سړی (رحمت الله خان) خپل لمړی وزېر او د وفا دار خان لقب یې ورکړه. د شاه زمان دې ټاکني سردار پاینده محمد خان سخت خفه کړه، دا ځکه دغه مقام سردار پائنده محمد خان خپل حق ګاڼه، سردارپاینده محمد نه داچي و تېمورشاه ته یې ډېر کار کړی وو، د زمانشاه و پاچهۍ ته په رسېدوکي یې هم لویه مرسته کړې وو. تر دې ټاکني وروسته قومي مشران او سر دار پاینده محمد خان ټول پوهه سول چي د پاچهۍ مقام ته د زمانشاه په ټاکنه کي یې اشتباه کړې وو، د زمانشاه بله تېروتنه دا وو چي سردارپاینده محمد خان یې کندهار ته ولېږۍ اود دراني قبیلو مشر یې وټاکی په داسي حال کي کندهار یو سور تنور وو. میر غلامحمد غبار لیکي: “د زمانشاه پرضد په کندهار کي څو نفره نامتو اشخاصو،  لکه: ،سردارپاينده خان بارکزی، محمد عظیم خان الکوزی، محمد رحیم خان علیزی، نوروالله خان بابر، اسلام خان پوپلزی، حکمت خان سرکاڼی، سلطان خان نورزی، خضرخان عليزی، زمان خان پوپلزی، امیر اصلانخان جوانشېر، جعفرخان جوانشېر، منشي محمد شریف خان قزلباش، خپله رحمت الله خان(وفادارخان)هم پکښي شامل وو،  رحمت الله خان ټول راپور و زمانشاه ورکاوه. البته پاته دي نه وي چي میا پېر غلام محمد هندي  چي غالب ګمان د انګرېزانو جاسوس به وود دې مشرانو په راپارولو او تنظم کي لاس لاره چي د نور سره یوځای دی هم اعدام کړه سو. زمانشاه بېله کومي پوښتني او محکمې نوموړي کسان ټول ووژل.”

ژر د سردار پاینده محمد خان زوی(فتح خان) د پنځه اتیا نامتو اشخاصو سره د زماشاه  په خلاف دهغه مېرې زي ورور محمود سره  لاس یو کړه کابل یې ونیو. زمانشاه په تېښته بریالی خو د جلااباد پر لاره د شینواري په کلا کي یې ونیوۍ په فجع توګه یې سترګي ځیني وکښلې ړوند یې کړ….. ددې چټلیو بې ګټي داستان ډېر اوږدئ.

بلې د دې خاوري بېروني مخالفینواو د ښمنانو دغه وضعه څارل انګرېز لارد مارینګتن او جان مالکم د ایراني فتح علي شاه قاجار په مرسته زمان شاه ته ستونزي جوړولې. پدې شان روسي امپراطور( لوی پتر) د فرانسې امپراطور( یوناپارت ناپلیون) هم خیال لاره چي د افغانستان له لاري پر هند ور خېږي او انګرېزان به له هنده شړي. په عمومي توګه د تېمور شاه د اولادونو تر منځ کشالې ،د انګرېز سیاست په نتېجه کي وو چي د سدوزو وروڼو بې کفأ یتي ګانو او شخړي وې چي میدان یې پر محمد زو بایلاوه. هیواد ټوټه ټوټه خلګ وحشي او د تمدون څخه په څټ پوري وهل شول. له هغه وخت څخه انګرېزانو دغه ملت نړیولو ته په یوه وحشي، درواغجن او د بشریت د ښمن معرفي کړه او په دې توګه یې د نړیوالو په ذهن کي دا ورځای کړه چي دوی (انګرېزانو) دنړۍ څخه د دغو وحشیانو د شړلو په لار کي لوی خدمت کوي. د لاردمارینګتن ېرحه عملي تقریباً یوسل پنځوس کاله افغانستان د نړۍ څخه تجرید شو. دغه شان د افغانستان له پاره  د سر جان مالکم طرح  هم ددې باعث شوه چي افغاني کلتور کي ورور وژنه او دایمي جګړې او فتوا  کي د هیواد ساتني ته پوره ځای ورکړي، چي اغيزې یې حتی تر اوسه په روښانه توګه ګورو. پورته مي د افغانستان نوم ډېرلیکلۍ دی.خودغه خاوره او د هغه وختو حکومتونه لا د افغانستان په نوم سره نه یادیده. بلکي په رسمي توکه د شاه شجاع د حکومت پر وخت دا نوم د افغانستان ذکر سوی دئ. هغه هم د انگرېز سره د معاهدې پر وخت. د دې کورنۍ د بېغوریو په نتیجه کي پر دي لاسونه زموږ گرېوانوته را ورسيده. موږ يې ترگرېوانو ونيولو او گریوانونه يې راڅیری کړه. چا ته روغه تڼی پاته نسوه. هرورورځان پاچا بلی ملک ټوټه، ټوټه سو. د ښمنانان( انگرېز) برلاسي وو.

مگردا خبره هم ضروري ده چی علامه پوهاند عبدالحی حبیبی رح لیکي :دافغانستان نوم تراحمد شاه بابا او حتی ترا سلامي د ورې مخکي هم ډېرځله ذکر سوئ دئ.

مثال ورکوي چي د دالبلدان یعقوبې په تالیف کي چي په ۲۷۸هجري کي يې تالیف سوئ دئ، دابن فقیه په تالیف ۲۹۰هجري کي يې ذکر راغلۍ دئ. د مسالک ابن حوقل ۳۶۷هجري کي، د غزنویانو ددورې په البیرونې کي د افغان د کلمې ذکر په سلهاو ځله، حمدالله مستوفې په ا ثر۷۳۰ هجري کي د او غان او افغان نوم ذکرکړی دئ. ابوالفضل په ائین اکبري کي، نعمت الله هروي په مخزن افغانې کي، د هرات په تاریخ کي چي سیف ابن محمد بن یعقوب ادروي کي يې ذکر راغلی دئ او نورو زیاتوتاریخونو کي.

په دې کورنیوجنگ، جگړو کي د تیمورشاه ۷ وروڼه،۱۰ رسمي ښځي او غیري رسمي خويې په قلم نه لیک کيږي، ۳۳  معلوم زامن ټول دخل وه. دا چي دوروڼو د اولادو شمېره به یې څو وو؟. یوېشت۲۱ د سردارپاینده محمد خان او لاده او دوپنځوس ۵۲ دآ میردوست  محمد خان زامن او دروېشت ۲۳زومان، پنځلس ۱۵ معلومي صورتي او څورلس ۱۴ په نکاح ښځي دا ټول په دې غوبل کي سره ښکيل وه. ددغوشاهانو هیڅ عمل د اسلام سره برابرنه وو، او ټول کړه يې د افغان ولس سره جفأ او خیانت بل څه نه  وو. څوپه وروسته کي د سردار پاینده او لاده بریالې کیږي. د سد وزوڅخه د بوسکشي بزه بارکزی د حلال دایرې ته رسوي

د سدوزو او باکزو ترمنځ د ښمني هله راپیدا کیږي چي سردار پاینده محمد خان په کال۱۷۹۹م کي د زمانشاه لخوا وژل کیږي. خبري رالنډوم ځکه دا کورنۍ جگړې وې، دې نالاېقو شاهانو دهغوی او لادو یوه کورنۍ د بلی کورنۍ، یوکلۍ د بل کلۍ، یوقوم د بل قوم، يو ولایت د بل ولایت، یوملیت د بل ملیت په وړاندي د خپلو نفسي، غیري اخلاقي خواهشاتوپوره کولو په خاطروو، نه د مملکت او ولس د ژوند د ښیگڼو د پاره جنگولي دي.

د تیمورشاه  ټولو اولادو دده په شان د پښتو سره نه دا چي مینه نه وه بلکي ټولي کړني يې د پښتنو خلاف وي. د قزلباشو اقتدار، اثر او رسوخ پر ژبه، کلتور او  ټولو  برخو کي ډېر تاثیر غورځولی وو. د وخت د پاچهانو د خپلوی او مهربانې له وجهی قزلباشو پښتنو ته په سپکه کتل. وزیرفتح خان چي د پاینده محمد زوی دی غواړي د پلارد قتل بدل واخلي، خو ژرد شا محمود لخوا وژل کیږي. ددې جکړو دوجی د هیواد مساحت ورځ تربلی کوچنۍ کیږي.

په کال۱۸۳۷م کي روسانود ایران حکومت تشويق کړئ چي د افغانستان یوه برخه د هرات ښار ونيسي. په دې چي د هرات ښاریي یوه ستراتیژيکه نقط بلل دهند د نیولو د پاره. خو انگرېزانو یي مخه ډپ کړه. په۱۸۳۹م کال کي انگرېزانو وغوښتل افغانستان ترخپلي ولکې لاندي راولي، څو دروسانوداحتمالي خطر او پر مختگ مخه يې نیولې وي. خو په یوه غرنی لاره کي يې۴۵۰۰ څلوزره پنځه سوه سپاهیان او ۱۶۰۰ یوزراوشپږ سوه غیري نظا میان مړه سول، تنها یو ډاکتر برايډن ژوندی جلال اباد ته ورسېدی ډېر افغانې مخورو د انگرېز په مخالفت کي وجنگیدل، شهیدان سوه.

مگر په تاریخوکي د هغوی نومونه فاسدونظامونه نه یا دول او نه ستائیل لکه علیزي اختر محمد خان د هلمند، د نجراب مشران، دزرمت ملامومن، په قلات کي و( د کپتانهې) ته چا ماته ورکړل؟دافغان او انگلیس په د وهمه جگړه کي د کندهاراوزابل ترمینځ خونړۍ جگړې په سلها وو افغان شيهدان سول معیوب او زخمیان سول لکه غازي صاحب خان او پیر محمد خان.

کوم درې مشهورغلجیان وه چي د کابله ووتل په تیزین کي يې د انگرېزانو قافله وگرځول او د خورد کابل تنگي دره يې بنده کړل؟ او پدې توگه په سلهاو و تاریکي نقطې سته. په هرصورت انگرېزان موقطعی پر شاه سول په۱۸۴۱م کي. لږ وروسته به۱۸۸۱ – ۱۸۷۸م کي ترلږ جنگ وروسته د پوره واک خاوند سول.

دالبر ماله د ۱۹قرن تاریخ صفحه۹۶۸. په ۱۸۸۵م کي روس مروه ونيول، په ۱۸۹۵م کي دروس او افغانستان ترمنځ سرحد وټاکل سو دترکستان په ساحه کي کوچنئ پامیراودهغه ټولي برخی یي انگرېزانوته ورکړي. وروسته انگرېزانودهندوستان او افغانستان سرحد وټاکئ، چي د افغانستان د امیرڅخه ئی هغه ټولي درې واخيستی چي پنجاب، چترال او پامیرته تلې.

البر ماله”د۱۹قرن تاریخ”. په۱۸۳۸ – ۱۸۳۹م کال کي د لاهوراو کندهار لوزنامي د شاشجاع او  انگرېزانو ترمینځ د افغانستان د شرقی برخو جلأوالی وسو. نور بیا

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.