محبس او قفس – د سدوزو زوال، د بارکزو ظهور

عبدالقیوم

355

رښتیا خبره داده چي د شاه زمان د حکومت تر سقوط وروسته نو پر دغه خاروره  د سدوزو، بارکزو، انګرېزانو، پارسیانو، روسان تر منځ یوه لویه انډو خره جوړه وو، خاریجانو به هم کله یو شهزاده او کله هم بل شهزاده په خپله غېږه کي ساته، شهزاده ګانو هم په نوبت او خوښۍ سره ځانونه د خاریجانو پښو ته ورغورځول.

د شاه شجاع په دوو دورو پاچهي کي داخلي جنګونه(ورور وژنه) او بهرنۍ مداخلې ډېري سوې، پاچا اسېر سو،ملکې یې خلاص کړ، کوه نور(رنجبت سنګ) واخېست، د افغانستان د تجزیې قرارداد وسو، وطن د انګرېزانو تر حکم لاندي راغلی جهاد شروع او پاچا په تېښته کي په قتل ورسېدئ.ص ۴۸۵

شاه محمود د(۱۸۰۴م) کال څخه تر (۱۸۰۹م) کال پوري یو عیاش او بې پروا پاچا وو، د ده په زمانه کي زیاتي بې عدالتۍ وسوې، قومي او مذهبي اختلافات زیات سول. د کابل او شاوخوا خلګو په اجتماع سره د محمود برطرفي غوښتل او د کابل بالا حصار ته نژدې خلګ را ټول او شاه محمود یې محاصره کړ، شاه محمود دغه خلګ له بالا حصارڅخه په توپکو او توپو ويشتل، خلګو بالا حصار ته نغم و کیندی او په عیني وخت کي یې د شاه شجاع چي ولوګر ته را رسېدلی وو، چي ژر کابل ته راسي او د پاچهۍ اعلان وکړي. هغه هم ډېر ژر و کابل ته را ورسېدی خپل میرزېزی ورور شاه محمود یې اسېر ونیوی او خپله یې د پاچهۍ اعلان وکړ. دوهم ځل بیا شاه محمود پاچهۍ نسي او نه کاله نوره پاچهي کوي. ص ۴۸۶

  ښاغلی غبار لیکي” شاه محمود دعیش او عشرت پرته بل کار نه درلودئ، شاه محمود په اخېر کي خپل مرستیال (وزېر فتح خان) څخه سترګي و ایستلي او ړوند یې کړه چي د ده دورور فېروز د کورنۍ سپکاوی یې کړی وو. په وروسته کي شاه محمود د شاهي ماڼي په حمام کي مړسو. دوستانو دونه بې ابرو تاریخ تېرسویدئ چي په  یادولو او لوستلو یې سړی شرمېږي.

بلې دا هغه وختونه وه چي نړۍ هم د وینو خوړونکو زور واکانو په ولکه کي وه. د ساري په توګه: یو یې ناپیلیون ــ ناپلیون د فرانسې پاچا وو په جنګونو کي په لکو لکو انسانان په قتل ورسېدل یوازي د هسپانې په یوه سېمه کي تر څلوښت زره زیات نفر ووژل سوه د مسکو څخه تر فرانسې پوري یې درې لکه نظامیان مړه سول او ډېري آباتۍ تباه سوې. واي د ناپلیون وروستی جنګ د بلجیم د(واټرلو)په سیمه کي وو، د اروپا د متحدینو د قواو له خوا چي امیرالبحر(نلسن) یې مشري کول ابدي ماته په نصیب سول، یو شمېر تاریخونه لیکي چي ماته یې نه ده خوړلې، بلکي دی انګرېزانو ته تسلم او په انګلستان کي یې د پاته ژوند د تېرېدو هیله لرل، مګر انګرېزانو دی یو جنګي اسېر باله او ساتني له پاره یې د (سنټ هلینا) جزېرې ته واستاوه. هلته د زندان محافظینو ورسره بد چلند کاوه، څو د معدې سرطان ورته پیدا د پنځوسو کالو په عمر په کال ۱۸۲۱م) د مې د میاشتي په پنځم نېټه مړسو. څوکاله وروسته فرانسویانو یې مړی فرانسي ته را وړ او ښایسته ګمبته یې پر جوړه کړه.

په  دغه زمانه کي ( ۱۲۰۰څخه تر ۱۲۲۱ هـ ق) کي دایران پاچا آقامحمد قاچاروو، لا اقل په تاریخونو کي  دی د ښار خرابونکی، قتل عام کوونکی پاچا چي د خپلو مخالفینو څخه به یې په خپلو منګولو سترګي را کښلې، یو ځل آقامحمد قاجار امر وکړ چي د کرمان د اوسېدونکو څخه دي شل زره جوړې سترګي و کښل سي او ده ته دي را ړول سي، د پا چا امر تطبیق سو. دا ځکه  دی په تاریخ کي تر ټولو ظالم او قاتل لیکل سوی دئ.

په نتېجه کي د سردار پاینده او لاده بریالې کیږي. د سد وزوڅخه د بوزکشۍ لوبه بارکزي وړي. . د سدوزوحاکمیت پوره ۹۵ کاله وو.

د امیردوست محمد خان د وا کدارې تررارسېدو مخکي په کابل کي د میکناټن وژنه چي  موږ او تاسو ته یې ناسم شکل لیکل سوی او ویل سویدئ کوښښ به وکړم سم بیان یې ستاسو دوستانو سره شریک کړم

( د مکناټن قتل او د وزېراکبرخان ژړا)

(په کابل کي د افغانستان د مجاهدینو مشرانو او انګلیسي استازي، مکناټن او ملګروتر منځ جرګه. د مکناټن قتل، د وزېراکبر خان ژړا، د انګرېزي قواو تباه کېدل د غچ اخیستلو په غرض د غزني د ښار بیا اشغال، د کابل د ښار سوځېدل، د امیر دوست محمد خان و پاچهۍ ته د رسېدو لپاره د وزېرمحمد اکبر خان پټ نه لیکل سوی تړون د انګلېسانو سره او د جهاد پرېښودل.) پاچهانو څه کول ص ۴۹۱

مکناټن د غازیانو سره د ملاقات له پاره په (۱۸۴۱م) کال د دسمبر د میاشتي پر ۲۳ تاریخ د خپلو ملګرو سره(کپتان تریور)(کپتان لارنس) او (کپتان میکنزي) سره و محمود خان کلا ته نژدې ولاړه. په هغه ځای کي د وزېرمحمد اکبرخان، محمد شاه خان غلجي، دوست محمد خان، خدای بخش خان،محی الدین خان، نایب مؤمن خان غلجی د څونورو غازیانو سره جرګه شروع کړه.په بحث کي د انګلیس د مشراو د ملګرو دومخی سیاست او درواغ څرګند کړل او داهم وویل سول چي وروسته موږ د انګلیسي صاحب منصبانو په وعدو او خبرو اعتبار نه سو کولای.مکناټن غوښتل چي په هر صورت وي ځان له بحثه وژغوري او ژر وخپلي قشلې ته ولاړسي، مګرپه دې ترڅ کي د وزېر اکبرخان تر پنځلسو دقیقو توضیحاتو وروسته مکناټن د انګلیسي دولت  سیاسي او نظامي استاځی وو ژل سو. د دې خبرو څخه ښکاري چي مکناټن د محمد اکبر خان پلاس نه دئ وژل سوی.

په دوام میر غلامحمد غبار لیکي دي چي محمداکبر خان او سردار سلطان احمد خان (مکناټن) او( تریور) دهغه ملګري ووژل.

ظفرکاکا خیل لیکي دي: چي مکناټن د مجاهدینو له لوري په جرګه کي و وژل سول. وزېرمحمد اکبر خان مکناټن نه دی وژلۍ.

 د ( ورځ مجله درېیمه ګڼه په ۱۳۸۳ لمرېز کال د لیندی او مرغومي پرله پسې (۲۹) ګڼه.د مجلې مشر عبدالروف قتیل خوګیانی. هلته د قدرت الله حداد فرهاد په قلم لیکل سوي دي: ( کال ۱۲۲۱ لمرېز د لړم د میاشتي په یوولسمه سهار لمر څرک افغان مشران او غازیان د (برنس) د کور انګړ ته ننوتل(برنس) د انګلیس له خوا د کابل حاکم وو، دی لاویده وو، چي عثمان خان د وزېر وفادار خان زوی له خوبه وېښ کړ(برنس). له بده مرغه څو افغاني ښځي هم هلته  د برنس سره په کوټه کي وې. د ملي پاڅون یو علت همدا د ناموس خبره ده، د افغان په روح کي دین، ناموس او خپلواکي اخښتل سوي دي. د مجاهدینو له لوري (برنس) ووژل سو…..

نایب امین الله لوګری د جنګي دزمری په نوم، غازي عبدالله خان (یل تیغ زن) او (صف شکن) په نوم عبدالسلام خان د(شیر دلېر) زړور زمری یاد سو.

ملي پاڅون د غازي عبدالله خان په مشری پیل سوی وو. د بي بي مهرو په جګړه کي ټپي سو، انګلیسو ته یې ماته ورکړه.وروسته وزېر اکبر خان له بخارا څخه را ورسېد، د وزېراکبرخان مطلب دا وو چي خپل پلار امیر دوست محمد خان پاچا کړي. امیر دوست محمد خان پاچا سو، د انګرېزانو سره جنګېدلي مجاهدین یې مړه، بندیان او فرار کړه. د مکناټن وژل د بل چا په توره، د بل مجاهد په لاس سوی وو.  وزېر محمد اکبر خان  د مکناټن پر وژلو دوه ساعته و ژړل. چي عیني شاهدانو لیدلی وو.کله چي پلار یې راغی هغوی یې په امن هندوستان ته ولېږل، څنګه چي پاچهي د دوست محمد خان په کورنۍ کي پاته سو نو که څه لیکل کېدل د دوی په کټه به وه. که ویونکي غواړي ډېر معلومات تر لاسه کړي نوموړي مجلې ته دي مراجعه وکړي.”

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.