د مننې کولو عادت جوړ کړئ، له ګیلو، اندیښنو او شکایتونو لرې اوسئ

ریاض احمد

498

زمونږ په ټولنه کې داسې ډیر خلک شتون لري چې یوازې له اندیښنو او شکایتونو کولو بله خبره نه لري، همیشه منفي خیاله وي، په هر څه کې اندیښنې کوي او له هر چا ګیله من وي.
خو مننه او شکریه ادا کول یو داسې مثبت عادت دی چې انسان اعصابي ارامه ساتي، ځکه دا انسان له کینې، حسد او منفي فکرونو څخه مثبتې او د ښو فکرونو لارې ته راوباسي.
د پوهانو په وینا که د مننې کولو عادت جوړ شي، هر څه ته په مثبت نظر وکتل شي، د مخالف کس قدر، عزت او احترام وشي، دا د انسان لپاره ډیرې ګټې لري او په روان ژوند کې ستر مثبت بدلون راولي.
خو ګورو چې د مننې کولو عادت کومې ګټې لري؟
د اړیکو پېل او قوي کېدل
په امریکا کې د یوې څیړنې په ترڅ کې ویل شوي چې مننه کول یو خو د ښو اخلاقو نښه ده، بل ستاسې اړیکې قوي کوي، چاته په یو کار کولو د هغه مننه کول مو ملګرتیا پياوړې کوي، او تر ډیره اندازې شونې وي چې همدغه ملګری مو په سخت وخت کې په کار راشي.
بدني او ذهني روغتیا غوره کوي
د مننې کولو عادت مو د نورو ګټو ترڅنګ اعصابي، فزیکي یا بدني روغتیا کې غوره والی راوي، له دماغو څخه مو منفي احساسات کموي، ارامه او هوسا یې ساتي، همدا ډول د پوهانو په وینا د څیړنې له مخې دغه عادت مو پر بدني روغتیا هم مثبت اغیز کوي او انسان د بېلا بېلو ناروغیو څخه ژغوري.
غوصه مو کموي
کله چې تاسې په ژوند کې په خپل شته شیانو شکر ادا کړئ، نو تر ډیره اندازه مو غوصه کمیږي، خو که د ژوند هرې لمحې او هر کار ته په منفي نظر ګورئ او فکر کوئ چې په نړۍ کې له څومره شیانو محرومه یاست، په داسې فکر به له ژونده خوند وانه خلئ او هر وخت به مو پرمخ غوصه خپره وي.
خوب ښه کوي
هغه کسان چې په هر کار له خلکو مننه کوي او له منفي فکرونو خلاص وي، ددوی د شپې خوب د هغو په پرتله چې فکر یې منفي وي او ګیلې او اندیښنې کوي ښه، هوسا او ارامه وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.